د امريكا د دفاع وزيرد هلمند له والي سره وكتل
د غه ليدنه د چهارشنبې په ورځ په هلمند كې د شوراب په پوځي اډه كې د امريكا د دفاع وزيرليون پنيټا اود هلمند د والي محمدگلاب منګل چې ددې ولايت ځينوامنيتي مسؤلينوهم شتون درلود ترسره شوه.
ددې ليدنې پرمهال د هلمند والي محمد گلاب منگل په هلمند كې د امريكا د حكومت د ترسره شويومرستوڅخه مننه وكړه اوزياته يې كړه چې امريكا په افغانستان بيا په ځانگړي ډول په هلمند كې په هره برخه كې پراخه مرستې ترسره كړې چې له همدې امله د امنيتي ځواكونوترمنځ ښه همغږي شتون لري اودا همغږي ددې لامل شوه چې په دې ولايت كې د امنيتي مسؤليتونود ليږد دوه پړاونه په برياليتوب ترسره شول.
د هلمند والي بيا هم په ځينوبرخوكې د امريكا د دفاع له وزيرڅخه د مرستوغوښتنه وكړه اوزياته يې كړه چې بايد د هلمند گډه پوله چې له ځينوگاونډيوهيوادونوسره يې لري كنټرول اوددې ترڅنگ د نيشه يي توكوپه وړاندې مبارزه نوره هم چټكه شي.
په دې ليدنه كې د امريكا د دفاع وزيرليون پنيټا د هلمند رهبري وستايله ،د خپلومرستوپه دوام يې ټينگاروكړاوپه دې ولايت كې يې د امنيتي مسؤليتونود ليږد ملاتړهم وكړ.
د نوموړي په وينا چې په هلمند كې ښه حكومتداري رامنځ ته شوې چې له همدې امله موږښې پايلې په لاس راوړې دي اود امنيتي مسؤليتونوليږد اود ځواكونووتل توپيرلري اودوى به ترهغه په افغانستان كې پاتې وي چې د افغانستان خلك يې وغواړي.
د يادونې وړده چې د امريكا د دفاع وزيرپه يوناڅاپي سفردې ولايت ته په همدې ورځ راغلى و.