کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ:دپوهنتون پیل به دکرنې له پوهنځي څخه وشي

ميدان وردګ:دپوهنتون پیل به دکرنې له پوهنځي څخه وشي

هغه ناسته چې  نن دلوړو وزرات په مقام کې ددې وزرات وزیر محترم ډاکتر  عبیدالله عبید، دمیدان وردګو والي محمد حلیم فدایي او ددې ولایت دولایتي  شورا  ریس شیرشاه بازون او غړو په ګډون ترسره شوه پکې دلوړو زده کړو وزیر ژمنه وکړه چې ۱۳۹۱ کال په اوږدو کې  په میدان وردګو  د پوهنتون  پیل دکرنې دپوهنځي په پيل وشي.
همدا راز  لوړو زده کړو وزیر  ژمنه وکړه چې  په میدان وردګو ولایت کې به  د محصلینو دجلب سره سم   دکابل پوهنتون  دکرني پوهنځي استادان به دحق  الزعمې  په ورکولو سره  هلته ځي  او په راتلوونکو کلونو کې به ددې ولایت  دپوهنتون  د دودانۍ جوړیدو سره نور پوهنځي هم په فعالیت پیل وکړي.
دمیدان وردګو والي محمد حلیم فدایي  چې ددې ولایت لپاره پوهنتون جوړول یې یوازینې ارزو وو  او پوهنتون یې دخپلو اړینو لومړیتوبونو څخه ګڼلې وو دلوړو زده کړو  محترم وزیر ته ژمنه ورکړه چې  د ولایت مقام او ددې ولایت  ولسونه به دلوړو زده کړو وزارت سره په ګډه  دپوهنتون لپاره  دیومناسب تعمیرو په جوړلوو کې شپه او ورځ هلې ځلې وکړي او دپوهنتون په ایجاد به  دمیدان رودګو ولایت دعلمپال ولس دکلونو کلونو هیلو د ترسره  کیدو ترڅنګ به ددې ولایت دامنیتي وضعیت په بدلون کې فوق العاده مثبت تغیر راولي.
د ولایتي شورا ریس شیرشاه بازون  د ولسونو په استازیتوب  د جناب ولسمشر لخوا  لوړو زده کړو  وزارت ته  د محترم   ډاکتر عبدالله عبید  ټاکل او  وروسته د ولسي جرګې لخوا دباور رایي ترلاسه کیدو  له امله نوموړې ته مبارکي وویله او ترې مننه یې وکړه  چې  ددې ولایت  مسولینو او د ولس استازو  غوښتنو ته یې مثبت ځواب وویلو  او په ۱۳۹۱ لمریز کال  کې  په دغه ولایت کې دپوهنتون دپیل خبر ورکړو.
 
دیادونې وړ ده چې سږ کال په لومړي ځل په دې ولایت کې  دکانکور  ازموینه واخیستل شوه  چې پکې  ددې ولایت ۳۲۳۹ تنو  زده کوونکو برخه اخیستې وو چې (۵۶) تنه یې انجونې وي چې اوسمهال په دې ولایت کې (۴۰۱) دپوهنې تعلیمي مرکزونه شتون لري چې (۱۶۰۰۰۰)  تنه زده کوونکي پکې  په زده کړو بوخت دي.