کور / تازه خبرونه / افغان او پاکستاني چارواکو دملاعبيدالله اخند په اړه خبري وکړې

افغان او پاکستاني چارواکو دملاعبيدالله اخند په اړه خبري وکړې

افغان سفیر ښاغلي محمد عمر داودزي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي جلیل عباس جیلاني سره ولیدل .
 
د ۲۰۱۲ د مارچ په ۱۳مه  په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوئ سفیر ښاغلي محمد عمر داودزي د پاکستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي جلیل عباس جیلاني سره ولیدل .
 
افغان سفیر ښاغلي جیلاني ته د نوې دندې مبارکي وویله او هیله یی وښوده چې په چارو کې بریالې اوسي. همداراز د دواړو هیوادنو تر منځ د اړیکو د لا پياوړتیا په برخه کې د پخواني مرستیال ښاغلي سلمان بشیرد هڅو یادونه او قدرداني یی هم وکړه. 
 
پاکستان ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر وروستې سفر خورا ګټور وبلل شو او د سفر پر مهال د دواړو هیوادنو تر منځ د شویو توافقاتو پر تعقیب هم خبرې وشوې. په تاجکستان کې د افغانستان په اړه د منطقوي اقتصادي همکاریو کنفرانس (Regional Economic Cooperation Conference on Afghanistan (RECCA او په اړوندو حاشیوي غونډو هم خبرې وشوې.
 
همداراز افغان سفیر د ښاغلي جیلاني څخه وغوښتل چې د ملا عبیدالله اخند چې څه موده وړاندې د کراچۍ په یو محبس کې مړ شوې مړې د نوموړي کورنۍ ته وسپاري. د یادونې وړ ده چې په اسلام آباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت یاده غوښتنه رسماً د یوه یاداشت له لارې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ته استولې.