کور / شعر / دکونډي اوربل!!!

دکونډي اوربل!!!

موږبه څه خاندوپه ژوندکي                                             
موږبه څه بولوسندري
موږخواوښکي ديتيم يو،بس تويږواوورکيږو
 
دلته قدردچانسته
دلته ټول په غم اخته دي
دنفرت ويرجن ګرزونه،پرفضاءزموږخواره دي
 
هرګودرموشهيدسوى
هرګلاب په زړه زخمي دى
مازيګرمونيمه خوادى لکه توراوربل دکونډي
 
دهرچالاسونه سره دي
هرسړى لکه قاتل دى
حق،باطل دواړه ګډوډدي
نه پوهيږم اخرولي ؟؟
 
دغمونوطوفانونه
دسرووينوسيلابونه
بربادۍواړه غمونه
زموږپرمېنه مېلمانه دي
 
نورجهان دى خوښ خوشحاله
هم پرکوريې جوړاختردى
خداى خبرچي دانوڅله ؟؟
زموږڅه (څخه ) خپل بخت مروردى .