کور / علمي / الفاظ د ټولنيزو اړيكو نښلوونكي

الفاظ د ټولنيزو اړيكو نښلوونكي


كه له ځان سره لږ فكر وكړئ، كله هم چا درته ويلي چې ((ته مې خوښېږې)). د ټولنيز ژوند اصول دادي چې هر ژوندى موجود خامخا داسې يو څه لري، چې د زړه خواله ورسره وكړي.د همدې زړه خواله په نتيجه كې ټولنيزې اړيكې هم را منځته كېږي.ياني د اشخاصو تر منځ د راكړې وركړې بازار ګرمېږي.
زه يو سړى پېژنم. ډېر نااهله انسان وو. د ژوند يوې خوا هم خوند نه و ركاوه. په كلي كور او سيمه كې يې د هر چا زړه شين كړى وو. له غلا نيولې سل نورې خراب كارۍ يې ورځنۍ چارې ګرځېدلې وې.
په سيمه كې اوازه شوه، چې هماغه كس كوژده كړې، له دې پېښې سره يې په ژوند كې ورځ تر بلې بدلون راته. د اجمتاعي ژوند اصول به يې كله كله مراعاتول. ان تردې چې يو وخت داسې راغى، چې له هغه نه بل ښه سړى په ټوله بانډه كې نه وو.
دلته موږ پر كوژدې او واده خبرې نه كوو. بلكې غواړو چې په ټولنيز ژوند كې د انسانانو د اړيكو پر څرنګوالي وغږېږو.
پوهېږئ! ولې له كوژدې سره د هغه خراب انسان په ژوند كې بدلون راغى … هو دليل يې دادى، چې د زړه د راز څوك ترې ورك شوي وو او بالاخره يې پيدا كړل.
پورتنى انسان هغه وخت د ژوند له اصيلې لارې منحرف شوى وو، چې په سيمه كې يې ځان يوازې محسوساوه. كه څه هم هغه مكتب او جومات تللى وو، خو هلته هم د معلم او ملا جادو اثر نه و پر كړى.
پوهېږئ! ولې؟
كله به چې ملا د ده له كوم ناوړه كار څخه خبر شو نو لښته به يې را واخيسته او داسې به يې وډباوه لكه …
همدا راز په ښونځي كې به معلم هم سترګې پرې را برګې كړې او د همصنفيانو په مخ كې به يې راټه او سپكې سپورې به يې ورته كولې.
د ارواپوهانو له نظره انسانان يو ډول باطني ځانګړتيا وې لري، كه يو ځل هغه په نفرت بدلې شوې بيا يې كابو كول ډېر ستونزمن كار دى.
دلته هم دهمدې كس ځانګړې باطني هستې د نفرت ښكار ګرځېدلې وې.بيا نو هغه وخت دغه ستونزه له منځه ولاړه او د نفرت ځاى مينې، محبت ونيوه، چې په لومړي ځل خپلې كوژدنې ورته وويل ((ته مې خوښېږې)).
د مخلوقاتو په اجتماعي ژوند كې ډيرى وخت ځينې تېروتنې راځي، خو همدا كلمات  او تفاهم دى،چې دغه تربګنى له منځه وړي.
راځى لږ د خالق او مخلوق د اړيكو په اړه هم ځان پوى كړو.خداى پاك د انسانانو په مقدس كتاب كې وايي:((فاذكروني والذكركم…))
ياني ما ياد كړئ، چې تاسو هم يادكړم. دلته خداى (ج) غواړي چې بنده يې تل ورسره په اړيكه كې وي او دهرې ستونزې پر وخت له هغه څخه مرسته وغواړي.كه لږ ځير شو د اړيكو نيولو پر وخت تر ټولو ښه وسيله الفاظ او كلمات دي. كه خداى پاك وايې چې ما ياد كړى، نو بېشكه چې موخه يې داده چې په ښوالفاظو يې ياد كړو، ذكر يې وكړو،او پر نعمتونو يې شکر وباسو، چې دا كار زموږ اړيكې له هغه سره ټينګوي.
عربان يوه معقوله لري ((الحب من الجانبين والبغض هكذا)).ژباړه(مينه له دواړو خواوو كېږي او نفرت هم همداسې درواخله)
په دې ځاى كې نو د پښتو ژبې هاغه لنډۍ هم د سړي ذهن ته راځي چې وايي:
مينه په تلو راتلو زياتېږي
كله راځه كله به زه درځم مينه
دلته هم په اجمتاعي ژوند كې په اړيكو ټينګار شوى، هغه هم په داسې اړيكو چې له دواړو خواوو څخه سر چينه واخلي.
د پورتنيو خبرو پر بنسټ ويلاى شو، چې د يوې سيمې او ان ټولنې ټولې ستونزې كيداى شي د خبرو له لارې حل شي.په هغه صورت كې چې دټولنې غړي هڅه وكړي،هغه كسان پيدا كړي كوم چې د زړه له تله خبرې ورسره كولى شي. ډېر الفاظ شته چې د مشكلاتو په حل كولو كې له انسانانو سره مرسته كوي، خو ډېر داسې لږ كسان به پيدا شي، چې په هغوى كې دا تومنه وي، چې يو سړي پرته له احساساتو د خبرو په واسطه قناعت ورکړي..