کور / شعر / سرتېرئ که ساتيرئ ؟

سرتېرئ که ساتيرئ ؟

قسم ته په قرآن چی د وفا او بروسې خورې
عسکر، پولیس، افسره بیا نو ولی ته پیسې خورې؟
 
دا تور امریکایی ټوپک دی مات شه، مور دی بوره
الله روزی رسان دی؟، او که غم، ته د تنګسې خورې؟
 
د خلکو په خولو او بیت المال یی روزل شوی
نن څنګه خلک وژنی او تنخواه د دووسئ خورې؟
 
سرتیرئ که سات تیرئ یی؟!! اغیاروته چی ناڅې
منت او بی ننګئ سره ډوډئ ته د پردی خورې
 
غلیم ته خدمت کاندی، او تنخواه ته یی په طمع
ډالئ او رشوتونه په ښکاره بیغیرتئ خورې
 
ملی اردو کی خلک خو ملت ته وفادار وی
د خلکو خدمتګار یی که، هوس ته دچوکئ خوری؟
 
دحق آواز زپی، د پاڅونونو مخنیوی کړی
کره مشروع حقونه د غربی دیموکراسئ خوری
 
په خپلو خلکو ډزی خو د بل د پاره ننګ وی
غیرت دی تښتیدلی، که قسم د بی وسئ خوری؟
 
وطن، دین او ناموس نه که دفاع نه کوی خپله
د نورو مخنیوی ولی کوی، او ته غصی خوری
 
میړانه د افغان دی کړه بدنامه، شرمیدلیه!!!
روزی چی په ټیټ سر او په خورا چاپلوسئ خوری
 14.03.2012