کور / سپورټي / ننګرهار پښتونخوا لوبډلې ته په ۳۵ منډو ماتي ورکړه

ننګرهار پښتونخوا لوبډلې ته په ۳۵ منډو ماتي ورکړه

ننګرهار لوبډلې په دريمه سيالۍ کې کوزې پښتونخوا لوبډلې ته په پنځه ديرش منډو ماتي ورکړه .

دکرکټ بورډ دختيځ زون لوى امريت دننګرهارکرکټ مسؤل طيب اخونزاده وايي دننګرهار اوکوزې پښتونخوا لوبډلو ترمنځ په دريمه سيالۍ کې ننګرهار لوبډلې لومړى توپ وهنه وکړه اوپه ټاکلي پنځه ديرش اورونو کې داته لوبغاړو په سوزيدو سره دوه سوه منډې ترسره کړي .

دنوموړي په وينا دننګرهار لخوا په توپ وهنه کې زيورشاه پنځوس، نسيم قصاب اته ديرش اوشوکت زمان ديرش منډې ترسه کړي

دطيب اخونزاده په وينا په ځواب کې دکوزې پښتونخوا لوبډلې ونشوکولاى چې ټاکل شوى هدف پوره کړي او دنهه لوبغاړو په سوزيدو سره يې په پنځه ديرش اورونو کې يوسلو پنځه شپيته منډې ترسره کړي اوپه دې سره يې په پنځه ديرش منډو له ننګرهار لوبډلې څخه ماتي ومنله .

په دغه لوبه کې زيورشاه چې دننګرهار لوبډلې لخوا يې پنځوس منډې کړې وې،دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.

کوزې پښتونخوا لوبډلي وکولاى شول چې د درې پنځه ديرش اوريزو لوبو سريز دوه،يو پخپل نوم کړي .