کور / تازه خبرونه / شپږ اوريزې سيالۍ دکامې په بريا پاى ته ورسيدې

شپږ اوريزې سيالۍ دکامې په بريا پاى ته ورسيدې

په ننګرهارولايت کې دشپاړس لوبډلو ترمنځ شپږ اوريزې سيالۍ دکامې ولسوالۍ په بريا پاى ته ورسيدې .

دکرکټ بورډ دختيځ زون لوى امريت دننګرهار استازي طيب اخونزاده وايي دغه سيالۍ چې دکامې ولسوالۍ په کوربتوب لس ورځې وړاندې دشپاړس لوبډلو په ګډون پيل شوې وې کوربه لوبډله په دې وتوانيده چې بهسودو ولسوالۍ ته په ماتي ورکولو سره ددې سياليو اتلولي خپله کړي .

طيب اخونزاده زياتوي ددغه سياليو په پاى لوبه کې کامې ولسوالۍ لوبډله دبهسودو ولسوالۍ لوبډلې په وړاندې دلوبې ډګر ته ودانګل، چې لومړى منډې کامې ولسوالۍ ترسره کړي اوپه ټاکلي شپږ اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوزيدو سره يو نوي منډې ترسره کړي .

دنوموړي په وينا په ځواب کې دبهسودو ولسوالۍ دکرکټ لوبډله ونه توانيده چې ټاکل شوى هدف پوره کړي اوټوله لوبډله يې دلوبې په وروستي اورکې په دوه څلويښت منډو وسوزيده اوپه دې سره يې له کامې ولسوالۍ څخه په پاى لوبه کې په نهه څلويښت منډو ماتې ومنله .

په دغه سيالۍ کې دکامې ولسوالۍ لوبغاړى صادرشاه چې يوديرش منډې کړې وې،دلوبې غوره او دبهسودو ولسوالۍ لوبغاړى اجمل دسياليو غوره لوبغاړى ونومول شو.