د هلمند راديو د منځنيو څپو شبکه او ويبپاڼه پرانيستل شول
د پرانيستنې ياد مراسم د يكشنبې په ورځ چې پكې د هلمند والي محمد گلاب منگل،د اطلاعات اوفرهنگ وزارت مرستيال غلام نبي فراهي،د افغانستان د ملي راديوتلويزيون عمومي رئيس زرين انځوراوورسره پلاوي گډون درلود ترسره شول.
ددې مراسموپرمهال د هلمند والي محمد گلاب منگل وويل چې د نوموړې راديولپاره يې د ولايتي امكاناتوپه مټ د منځنيوڅپوآنتن ، شپږكيلوواټه دستگاه اوودانى په پنځه ويشت جريبه ځمكه كې جوړه شوې چې خپرونې به يې نه يوازې په هلمند بلكې په گاونډيوولايتونواود ډيورنډ د كرښې هاخوا سيموكې هم واوريدل شي.
د هلمند والي وويل چې په همدې ورځ يې د هلمند راديوتلويزيون لپاره ويب پاڼه چې دا مهال پكې راديويي خپرونې ،د تلويزيون ځينې مهمې خپرونې ۲۴ساعته پكې خپريږي اوپه ليكلې بڼه ټول خبرونه اوعكسونه هم پكې نشرته سپارل كيږي اوددې ترڅنگ يې د ملي راديولپاره د اف ام دستگاه هم پرانيسته چې يوازې به ورباندې ۲۴ساعته د ملي راديوخپرونې خپريږي.
د هلمند والي په فرهنگي اود مطبوعاتوپه برخه كې دا يوډيرمهم گام وباله ازياته يې كړه چې هڅه كوي په دې برخه نورې پرمختياوې هم ترلاسه كړي.
د يادونې وړده چې دا مهال په هلمند د پنځوخپلواكوراديوگانوترڅنگ لسگونه چاپي رسنى هم په خپلواكه توگه فعاليت كوو.
www.hrt.af