کندوز : ډاکټرانو د تخصص څلورکلنه دوره بشپړکړه
په کندز کی د پنځم ځل لپاره يوشميرډاکترانو د تخصص بشپړتیا څلوره کلنه دوره پای ته ورسوله .
د کندزولايت د عامی روغتيارياست مسوولین وايي چی دغه پروګرام په دريوبیلابیلوبرخوکی په لاره اچول شوی و چې د۲۵ تنومجربو ډاکټرانو لخوايي زدکړي پرمخ بيول کيدی.
دغه پروګرام دافغانستان دعامی روغتيا وزارت په مالې امکاناتو د ډاکترانود کارې وړتياود لوړوالو په موخه په لاره اچول شوی و.
په کندزکی دافغان فارماشرکت استازی ډاکترحسن بارکزی وویل چی دغه پروګرام دهغوی لخواتمويل شوی اوپه راتلونکی کی به هم ورته پروګرامونه په لاره واچوی ترڅو وکولای شي چی په ښه توګه د ناروغانولپاره د خدمت جوګه شی.
بل لورته د کندز له دغه مرکزڅخه يوشميرفارغ شوی ډاکتران بياوايي چی هغوی به له دی وروسته خپل مهارتونه د ناروغانو د درملنې پرمهال عملې اوتطبیق کړئ.
د كندزولايت د عامی روغتيارياست چارواکی وايي چی یاد پروګرام ته هغه کسان جذب شوي چی په خبره يې دهغوی د جذب معیارونه یې پوره کړی اود آزموینې څخه بريالی راوتلې و.
داپه داسی حال کی ده چې هرکال د هيوادله يوشميرولايتونوڅخه په لسګونوتنه ډاکتران د فراغت سندونه ترلاسه کوي خويوشميردکندوز اوسیدونکې بیا وايي چی هغوی اوس هم د مسلکی ډاکترانو له کموالی سره مخامخ دی اوپه ګڼ شمیرکې اوس هم ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیوهیوادونوپاکستان ،ایران اوهندوستان ته ځې.