د نوی کال لپاره نوي امنیتې تدابیر نیول شوي
د بغلان ولايت امنيتې چارواکې وايي چی هغوي دنوی کال لپاره امنيتی تدابيرپه نوموړی ولايت کی ترپخوا سخت کړی .
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شيرزاد وايي چی دوی دامهال په لسګونو نوی امنيتی پوستی دهغه مسافرینولپاره کوم چی د مزارشريف د عنعنوی ميلې لپاره له شمال اونوروولايتونوڅخه ورځې جوړکړیدي.
چارواکې وایې په دغه ولايت کی ۹ تنه شکمن کسان د لسګونوکيلوګرامه مخدره توکو اودوسلودقاچاق په تورنيولی شویدي.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شيرزاد رسنيوته وويل ددی لپاره چی د خلکوتګ راتګ مزارشريف ښارته د ګل سرخ عنعنوی ميلی لپاره زيات شوی دوی هم خپلوامنيتی تدبیرونوته ترپخوازیاته پاملرنه کړیدي.
هغه وايي له څوورځوراهيسی امنيتی ځواکونوخپلوهڅوته زورورکړی اونن په دغه ولايت کی په لسګونوکيلوګرامه مخدره توکی او۱۶ ميله تفنګچی چی د نوی کال په ورځوکی دتخریبې اعمالولپاره ورنه ګټه اخيستل کيده ترلاسه شوی دی.
شیرزاد وویل چی قاچاق کونکوغوښتل دغه توکې دهيواديوشميرنوروولايتونوته ولیږدوی چی دپوليسودهڅوپه نتيجه کی د پوليسولاس ته ورغلی او۹ تنه يي په تورونیول شول.
هيره دی نه وی چی بغلان ولايت د شمال ختيځوولايتونواودسالنګ له لاری دټولوولايتونوپه لويه لاره کی هغه پروت ولايت دی چی هرکال دهيواد له ګوټ ګوټ څخه خلک دمزارشريف دعنعنوی ميلی لپاره دهمدغه ولايت له لاری مزارشريف ته ځی.