په کندوزکې د ملګروملتونویونما دفترپه فعالیت پیل وکړ

د لراوبر اداره | مارچ 19th, 2012


په یاد ولایت کې دملګروملتونو یونمادفتر هغه مهال وتړل شوکله چې  قهرجنولاریون کوونیکوپه دغه دفترکاڼې ورول چې وروسته پولیسواومظاهره چیانو ترمنځ اخ وډب رامنځته شو چې په پاېله کې ددغه ولایت لسګونه شمیر خلکوته مرګ ژوبله واوښته. د یوې غونډي په ترڅ کې د کندوز والی محمدانورجګدلک وویل(( دکندوز ولایت لاریون په تاوتریخوالې کې ددغه ولایت علماءکرامو لاس نه درلوده بلکه په لاریون کې تحرکات دبهرڅخه له مخکې سازماندهې شوی و))


جګدلک زیاته کړه دمګړې دیاد ولایت امنیت د ډاډوړ اودامنیت په برخه کې کومه ستونزه نه لیدل کیږی.


لاریونونه په داسې حال کې په ټول هیواد کې هغه مهال په خوټیدوشول کله چې دباګرام په امریکايې اډه کې د قران کریم څونسخې دامریکایې سرتیرولخوا وسوځول شوي ،ددی امله دمتحدوایالتونوولسمشربارک اوباما بخښنه وغوښته اوافغان ولسمشرحامدکرزی له خلکووغوښتل چې داحساساتو ښوولووروسته آرام شي خوددغې پيښې د څیړنوپاېلو څرک تراوسه ونه لیږد.

Copyright Larawbar 2007-2024