طنز څرنګه منځ ته راغی
ازوپ یا ایزوپ
ایزوپ شپږ پیړۍ مخکې له میلاده دکوشنی اسیا په « فریګین » کې اوسید ، ځېنې وایي هغه د بالکان د ټاپو وزمې و ، هرودوت ( لومړی اروپايي تاریخ لیکونکی ) هغه د ساموس د ټاپو اوسیدونکی بولي ، وايي هغه د سافو( sappho هم عصرو ،او د اگزانتوس (xanthos) شاګرد و ، هغه په ملا کړوپ ، بد رنګه مګر پوه سړی و ،درې سوه کاله مخکې له میلاد ه «فالریوس» دهغه نکلونه را ټول کړه او په لومړی میلادي پيړۍ کې رومی لیکوال«فدروس» دهغه څه په نظم واړول .
ویل کیږی ایزوپ مریی و چې ازاد سوی دی او بیا يې د کراسوس پاچا konigs kroisos) دربار ته لاره پیدا کړې ده .
د ایزوپ طنزي لطیفې او فابلونه ډیر مشهور کیږي ان پاچا هغه ته د خپل سفیر دنده ورکوي ایزوپ د یونان په دلفي مذهبي سیمه کې د کشیش له خوا مقدساتو ته د توهین په جرم وژل کیږي.
دایزوپ لومړی فابل لیکونکی و چې لنډ حکایتونه یې د ژوو له خولو بیانوي
لکه :ددرواغجن شپون مشهور نکل چي په درواغو يې نارې وهلي : شرمښ شرمش دهغه دی
له هغه څخه درې سوه څلور افسانې پاته دی ان ناصر خسرو د هغه څو افسانې په نظم اړولي دي لکه د ډبری له شا یو عقاب په هوا سو ، کارغه د پنیرو قالب ولید.
مولانا هم د هغه پند ي حکایتونه په مثنوی کې په نظم اړولي دي لکه : ښکار ته د زمری او شرمښ تلل ، کارغه اود طاوس وزر
دهغه مشهور حکایتونه لکه :کارغه او ګیدړه ، بزګز او زوی یې ، ګیدړه او انګور . څو زامن
د هغه ډیر حکایتونه لکه متلونه ددنیا په خلکو کې دود دي
کارغه او ګیدړه
کارغه پر یو ښاخ ناست او یوه ټوټه غوښه یې په موښکه کې نیولې وه یوه ګیډره له هغه ځایه تیریده د غوښو په لیدو يې خوله اوبه اوبه سوه نو په مکاری يې کارغه ته ویل:
په رښتیا ښه ښکلی او خط اوخال لرونکی ، خوش اندامه الوتونکی يي چې وزرونه او بنګې دی ډیره ښه تناسب لری ان سیمرغ دی جمال ته بد ایسي کاشکی ږغ دی ښه وي که داسې وي نو بیشکه باید تا د ټولو الوتونکو پاچا وبولو .کارغه چې دا واوریدل نو په قارقار سو
او غوښه يې له خولې ولویده .ګیدړې غوښه پورته کړه او کارغه ته یې ویل :
اې زما ساده او خواره کارغه ستا په ږغ کې دي عیب نسته نقص یوازې ستا په شعور کې دی چي تجلیل له تزویر څخه نه پيژني .
ګیدړه او انګور
وږې ګیدړه ستړی ستومانه او وږې تږې دیو تاک لاندې ودریده تور انګور پاخه وه او ځړیدل . هغې غوښتله هغه وخوري مګر تاک ډیر لوړ و او ګیدړه لنډه، نو دځان د بسیا کولو لپاره يې وویل: انګور غوره دی
فابل په هندوستان کې
هندي مشهور فابلونه د میلاد اول زر کاله کې ویل سوي دي ، چې مشهور يي دا دی :دویشنو شرما پانچاتنترا ( پنځه اصله )، اوه پادشاهان ، وکرام او بلا، د سینتپاس اوه عقلمن استادان…
دا هغه افسانې دي چې د نړۍپه ټولو لرغونو ادبیاتو يې اغیزه کړې ده
د رمایند ځینې افسانې په مهابارت او رماین کې راغلي دي
ویشنو شرما هندي څیرونکی او لیکوال و،چې د پانچاتنترا یې چې د (۲۵ ) فابلونو ټولګه وه (۱۲۰۰-۳۰۰)مخکې له میلاده ولیکله چې بیا په پهلوي ، عربي ، او فارسي ژبو وژباړل سو ه
د اروپایی فابل سر چینه ختیځی برخې ګڼل سوی دی لکه د هندوستان کلیله او دمنه کتاب چي په سانسکریت کې هغه ته دانتا کاثا” و “کالپتیا کاثا ویل سوی دی وايي دا د دوو چغالانو نومونه دی چې نن په پانچاتنترا (یعنی پنځه بابه یا پنځه کیسې) مشهور دی
طبیب برزویه کلیله او دمنه له هندی څخه پهلوی ته د انوشیروان په وخت کې وژباړه او داسلامي دورې په سر کېعبداله ابن مقفع هغه په عربی وژباړه چې بیا رودکی هغه په نظم واړوه او په شپږمه هجري پيړۍ کې ابوالمعالی نصراله منشی هغه په فارسی وژباړه او له هغه سره يې څه حدیثونه او شعرونه علاوه کړه اوبیا اورپايي ژبو ته وژباړل سوه .
نصراله منشی وايي هغه شپاړس چپرکي لرله چی لس یې د هندیانو وه او شپږ چپرکي ایرانیانو پر هغه زیا ت کړي دي
د «هتو پادشا) کتاب د« ناریان پانډیت» لخوا چې یو برهمن درباری شاعر و په دولسمه پيړۍ کې له میلاده وروسته د شهزاده لپاره په سانسریک لیکل سوی دی
د( وکرام او وینه څښونکی بلا )کیسه ده په سانسکریت لیکل سوی ده
یو انتقادی افسانه ( دسیند د جریان نکل) دی چې «سومادیوه» په یولسمی پيړۍ کې لیکلی دی چې یو لرغونی انتقادی اثر دی
«اوه عقلمن استادان یا اوه عقله» هم مشهور افسانې دی
دکلیله او دمنه یوه فابل :
کارغه وویل زرکه زما همسایه وه هغه ورکه ورکه سوه ګمان مي کوی هغه مړه سوې ده ،سوی راغله دهغه په کور کې یې واړوله، څه مده لا نه وه تیره سوې زرکه بیرته پیدا سوه د سوی په لیدو غمجنه سوه هغه ته یې ویل دا کور زما دی
سوی ویل که کوم سند لرې حق دی ثابت کړه؟
هغې ویل دلته نژدې د اوبو په غاړه یوه دینداره پيشو ده د ورځي روژه نیسي او له شپې تهاجد لمونځونه کوي له هغې عادل قاضی نه پیدا کیږي ، هغه ته به ورسو چې دا دعوا فیصله کړې
دواړه په دې راضي سول . چې د پیشو سترګې پر هغو ولګیدې په دوو پښو مخ په محراب ودریده. هغوی ورته منتظر سوه چې هغه خپل لمونځ ادا کړي، هغې چې لمونځ خلاص کړ
ویل یې : څه خبر ه ده ؟
چې دعوا يې واوریده نو ويي ویل:
زړښت اثر کړی دی ،نژدې راسئ او لوړ وږغیږئ ، هغوی مخی ته ورغلل او له سره يې دعوا ورته تکرار کړه
هغې دواړه ونیول او وخوړل.