کور / شعر / ځان وګورۍ

ځان وګورۍ

قدرمنو او درنو افغانانو ؛ د نوي کال په وياړ تاسې ټولو ته مباره کۍ او نېکې هيلې وړاندې کوم
او هيله مند یم چې سږنۍ کال په لر او بر لوې افغانستان کې د غمونو ، کړاونو او ربړونو څخه لرې
 دسولې ،خوښۍ، ورورولۍ او سوکالۍ کال وي.او دا دخپل د زړه بړاس تاسې ټولو ته وړاندې کوم
هيله ده چې ستاسې خوښ شي.


ځان وګورۍ


ولې سپرلۍ څه له ګولونه لمانځۍ
                   په خپل وطن دا لوې طوفان وګورۍ


 ګلاب مو کور غاټول صحرا کې وچ شول
                    په خپل چمن دا اوږد خزان وګورۍ
ګودر مو وچ پېغلې په کور ناستې دي
            دا دهستۍ دا د مستۍ خپل دښمنان وګورۍ


وګورۍ ځير شۍ ورته ځير شۍ که نه
                             په لر او بر حال د افغان وګورۍ   
نه یې څوک کور نه یې په کلي پرېږدي
                دکندهار پنجوایی مېندې،ماشومان وګورۍ


ولې سپرلۍ څه له ګولونه لمانځۍ
                   په خپل وطن دا لوې طوفان وګورۍ


ټول د پردو په اشارو نڅېږي
                         دغه نانزکې  دا مشران وګورۍ
که مذهبي که سیاسي زمونږ واړه
                      خرڅ شوي ټول دا ليډران وګورۍ


ولې سپرلۍ څه له ګولونه لمانځۍ
                   په خپل وطن دا لوې طوفان وګورۍ



ټول د يو بل پسې لیکنې کوي
                         زمونږ دا لیکنې ، لیکوالان وګورۍ
دغه لډوان دي که کدوان ای خلکو
                          تش په نامه روشنفکران وګورۍ
 
نه یې د شعر او نه د شور خوند پاتې
              ساز ،آواز یې شو پردۍ دا مو ډمان وګورۍ
څوک تاجېکۍ څوک پنجابۍ ګډوي
                                دا  په نامه هنرمندان وګورۍ


ولې سپرلۍ څه له ګولونه لمانځۍ
                   په خپل وطن دا لوې طوفان وګورۍ


بلبل د بڼ مو په چمن نه پرېږدي
                        اوس لا د ژبو دښمنان وګورۍ
   کلتور، فرهنګ اوس مو په هر څه تېرۍ
                  دغه ښکیلاک، دا ګورګنېان وګورۍ


ولې سپرلۍ څه له ګولونه لمانځۍ
                   په خپل وطن دا لوې طوفان وګورۍ


د افراطي‌ نظر په چل او هيلو
                       په نړۍ حال د مسلمان وګورۍ
کله هم دین کله آیین مخ ته کړي
                     دغه بې سترګو پنجابېان وګورۍ


ولې سپرلۍ څه له ګولونه لمانځۍ
                   په خپل وطن دا لوې طوفان وګورۍ


هر څوک په مونږ کې خپلې ګټې ګوري
                       لږ دا واټن دغه ترکان وګورۍ
دکور اختېار ، واک یې پردو ته ورکړ
                    دا ځان پلورونکي غلامان وګورۍ


ولې سپرلۍ څه له ګولونه لمانځۍ
                   په خپل وطن دا لوې طوفان وګورۍ


چې په پېسو باندې پښتو خرڅوي
                 دغه بې ننګه ځوان ، ځلمېان وګورۍ
دي پښتانه خو په پښتو شرمېږي
                  دا پښتانه بېل له خپل ځان وګورۍ


ولې سپرلۍ څه له ګولونه لمانځۍ
                   په خپل وطن دا لوې طوفان وګورۍ


چې یې په ګټه وي وطن شي د دوې
                       دا په مطلب  وطنداران وګورۍ
که نه بېلتون ته خو برګ ناست دي مدام
              دا اتحاد د شمال داجګړه ماران وګورۍ


ولې سپرلۍ څه له ګولونه لمانځۍ
                   په خپل وطن دا لوې طوفان وګورۍ


د پلار نیکه نه دوې عبرت نه اخلي
                           دا بې تبلکه دوستمیان وګورۍ
چنګېز په ګور ورته حیران دې خلکو
                          دا محقق دا مرستېالان  وګورۍ


ولې سپرلۍ څه له ګولونه لمانځۍ
                   په خپل وطن دا لوې طوفان وګورۍ


لا د بابا په ګيره لوبې کاندي
               د خپلواکۍ زمونږه دغه دښمنان وګورۍ
نه د قانون او نه د نوم مني دوې
                             دا بې پدره پدرامیان وګورۍ


ولې سپرلۍ څه له ګولونه لمانځۍ
                   په خپل وطن دا لوې طوفان وګورۍ


چې هم پښتو ، ژبه او کام خرڅوي
              مونږ کې هم شته داسې خانان وګورۍ
چې یې اهلېت وه ته نظر ونکړ
     دا مصلحت دغه کرزۍ دا یې داستان وګورۍ
که مو یقین په حامد نشي ورنو
                    لږ  مو عمل  چارې د ځان وګورۍ


ولې سپرلۍ څه له ګولونه لمانځۍ
                   په خپل وطن دا لوې طوفان وګورۍ


محمد حامد الوتاند د ۲۰۱۲کال د مارچ ۱۹ مه