کور / تازه خبرونه / شهزادګۍ هنديه د ١٣٩٠ کال غوره شخصيت وبلله سوه

شهزادګۍ هنديه د ١٣٩٠ کال غوره شخصيت وبلله سوه

د آزادۍ راډيو د اعليحضرت امير امان الله خان لور شهزادګۍ هنديه د ١٣٩٠ کال د غوره شخصيت په توګه ونوموله. د آزادۍ راډيو وايي شهزادګۍ هنديه يې ځکه د کال غوره شخصيت نومولې چي په خپل ٨٢ کلن ژوند کي يې د افغان ماشومانو او مهاجرو د زدکړو او روغتيا په لاره کي د پام وړ خدمتونه کړي دي. هنديه چي د افغانستان څخه دباندي د سقاوي اړودوړ پر مهال په هندوستان کي زېږېدلې، له کلونو راهيسي په اېټاليا کي اوسېږي، خو له افغانانانو سره يې د روسانو پر ضد د جهاد له مهاله تر خپله وسه دوامداره مرستي کړي دي. شهزادګۍ هنديه او ورور يې شهزاده احسان الله پروسږکال افغانستان ته په څو ورځني سفر راغلي وو او پر محتاجو خلګو يې له اروپا او امريکا څخه راټولي کړي مرستي ووېشلې. آزادۍ راډيو هر کال يو داسي تن د کال د شخصيت په توګه معرفي کوي، چي د سولي، بيارغوني، بشري حقونو، ښووني او روزني په برخه کي يې افغانانو ته خدمت کړى وي. آزادۍ راډيو تر دې دمخه د ننګرهار والي ګل آغا شېرزى، د ولسي جرګې وکيل رمضان بشردوست، د مشرانو جرګې اوسنۍ غړې انارکلي هنريار او افغان سندرغاړى فرهاد دريا د کال د غوره شخصيتونو په توګه نومولي دي.