کور / سپورټي / کرکيټ: افغانستان نن له نميبيا سره لوبه کوي

کرکيټ: افغانستان نن له نميبيا سره لوبه کوي

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله نن د ٢٠١٢ کال نړۍ وال کپ ته د ورتګ په خاطر له نميبيا هيواد سره لوبه کوي.
افغانستان په الف ګروپ کي اول او نميبيا په بې ګروپ کي لومړى مقام لري چي دواړو هيوادونو اووه – اووه لوبي کړي او ټولي يې ګټلي دي.
که د نن ورځي لوبه هر هيواد وګټي د ٢٠١٢ کال په شل اووريز نړۍ وال کپ کي به د ګډون حق ترلاسه کړي، خو بايلونکې لوبډله يو بل چانس هم لري. د افغانستان او نميبيا د لوبي بايلونکى به د الف او بې ګروپ د دوهم نمبر لوبډلي هالنډ او آيرلنډ د لوبي له ګټونکي سره مسابقه کوي.
د اي، ايس، پي، اين او سټارکرکيټ تلويزوني شبکو اعلان کړى چي د افغانستان او نميبيا ترمنځ لوبه په ژوندۍ بڼه خپره کړي.
ټاکل سوې ده چي لوبه نن د افغانستان پر وخت د ماپښين پر شل بالا درې بجې شروع سي.