کور / سپورټي / مبارک!!! افغانستان د ٢٠١٢ نړۍ وال جام ته لاره ومونده

مبارک!!! افغانستان د ٢٠١٢ نړۍ وال جام ته لاره ومونده

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي نن په دوبۍ کي د نميبيا هيواد لوبډلي ته ماته ورکړه.
د افغانستان کپتان نوروز منګل پچه وګټله او د بيټينګ پرېکړه يې وکړه. افغانستان په شلو اوورنو کي ١٤٦ منډي جوړي کړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.
د نميبيا هيواد خپل دوه لومړي لوبغاړي په اول اوور کي د دولت ځدراڼ په بالينګ کي د لاسه ورکړل.
د افغانستان له خوا دولت ځدراڼ او افتاب عالم څلور څلور لوبغاړي وسوځول او عزت الله دولتزي هم يو نميبيايي لوبغاړى وسوځاوه.
د نميبيا هيواد ټول لوبغاړي پر ٩٩ منډو باندي وسوځېدل.
دولت ځدراڼ د لوبي د غوره لوبغاړي په توګه غوره سو، چي د نميبيا څلور لوبغاړي يې سوځلي، يو رن اوټ کړى او يو يې هم ډېر ښايسته کېچ نيولى وو.
دولت ځدراڼ په ١، ٣ اورونو (١٩) بالونو کي فقط پنځه منډي ورکړي وې.

افغانستان په دې ټورنمنټ کي اته لوبي کړي او ټولي ګټلي دي، چي د نن ورځي په بريا يې د ٢٠١٢ کال نړۍ وال شل اووريز کپ ته لاره ومونده.

مبارکي:
د لراوبر ويبپاڼي اداره د ټولو همکارانو په استازيتوب د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي او ټولو افغانانو ته د دې ستري بريا مبارکي ورکوي.