کور / اسلامي / د اصحابو رضی الله تعالی عنهم د ژوند پلوشې(۵)

د اصحابو رضی الله تعالی عنهم د ژوند پلوشې(۵)

بل همدغه د اسلامي لومړنۍ مدرسې رښتیني مسلمانان دي چې کوم یو به د دښمن په لاس کښې اسیر او بندي پریوت او هغه به د دښمنانو د تهدیدونو او ربړونو سره مخامخ شو او یا به دښمن هغه ته د اسلام د پریښودلو په منظور د دنیوي غرضونو او مقامونو وعدې ورکولې دغه ټولې به د هغه په نزد څه ارزښت او څه تاثیر نه درلود،بلکې هغه به په قوي ایمان،پوره اطمینان ،پراخه ټنډه ،خندانه خوله،ثابت زړه او په ډیر افتخار او خوښۍ د هر ډول سختۍ او تکلیف استقبال کاوه او د الله جل جلاله په لاره کښې به ېې د ډیر اجر او ثواب په منظور د ویښتانو په شمیر د شهادت د لوړ مقام او لوی عزت د ډیریدلو او دهغه د تکراریدلو هیله کوله.
د تاریخ په استناد ویل کیږي چې کوم وخت د روم امپراطور ورځ په ورځ د مسلمانانو له کامیابیو او فتوحاتو او د خپلو لښکرو د ماتې او ناکامۍ خبرې اوریدلې نو خپلو لښکریانو څخه ېې وغوښتل چې د مسلمانانو څو تنه ژوندي ونیسۍ او ماته ېې راولۍ څوهغوی ووینم او راته معلوم او څرګند شي چې دا څرنګه خلک دي او د څه صفتونو او مشخصاتو خاوندان دي.
هماغه وو چې له ورځو څخه یوه ورځ د الهي مقدراتو له مخې د مسلمانانو اویا(۷۰) تنه چې د هغوی په خمله کښې عبدالله بن حذافه السهمي رضی الله تعالی عنه هم وو،د رومي لښکریانو په لاسونو کښې بندیان پریوتل او رومیانو دغه مسلمانان خپل امپراطور ته ژوندي راوستل.
امپراطور د مسلمانانو بندیانو په باب د تماشه او ازمیښت لویه غونډه جوړه کړه او د هغوی د سزا د پاره ېې د تیلو یو لوی دیګی پر اور باندې کیښود او تیل ېې تر دې درجې وخوټول چې له ډیره ځوښه لاندې باندې تک سپین اوښتل .
په دغه وخت د امپراطور په حکم د مسلمانو بندیانو څخه دوه تنه د خوټیدلو تیلو په دیګي کښې ژوندي واچول شول،تیل چې د ډیر ځوښ او خوټیدلو په حالت کښې وو د دغودواړو غورځول شویو مسلمانانو غوښې توېې او هډوکي ېې وریت او له غوښو بربنډ وګرځیدل.
امپراطور د دغې صحنې او تماشه په ښودلو د هغو مشر عبدالله بن حذافه السهمي رضی الله عنه ته داسې وړاندیز وکړ او ورته ېې وویل:
ځوانه راشه نصرانیت ومنه او زه به تا خپل ملکیت کښې شریک کړم او خپله لور به ستا ښځه کړم.
حضرت عبدالله بن حذافه السهمي رضی الله تعالی عنه ورته وویل:
دا لا څه که ته خپل او د عربو ټول ملکیت راوبخښې او دا په دې منظور چې زه د محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) دین پریږدم نو زه به دغه کار د سترکو د یوه رپ په اندازه هم ونکړم.
امپراطور وویل:
ته پوه شه او کار دې.
امپراطور امر وکړ او هغه ېې په دار پورته کړ او غشو ویشتونکو ته ېې امر وکړ چې د هغه پښې او لاسونه په غشو وولی،هماغه و چې د غشو ویشتونکو لخوا د هغه پر پښو او لاسونوپه غشو ګوزارونه پیل شول او امپراطور په دغه وخت کښې هغه ته د نصرانیت د منلو خبرې کولې مګر هغه به نه منلې.
بیا امپراطور امر وکړ چې هغه له دار څخه ښکته کړی او خوټیدلي دیګ ته ېې واچوی کله چې عبدالله بن حذافه رضی الله عنه د خوټیدلو تیلو دیګي ته نژدې کړی شو نو په دغه وخت کښې هغه په ژړا شو امپراطور چې د هغه ژړا ولیدله نو طمعه ېې پیدا شوه او ورته ېې وویل:ځوانه اوس لکه چې ته زما دین منې .
حضرت عبدالله رضی الله ورته وویل: نه داسې نه ده.
امپراطور ووبل:که داسې نه ده نو ستا د ژړا سبب څه دی .
هغه وویل :ما په دې سبب وژړل چې زما ( سا ) یوه ده او دغه سا چې ځنګه زه دیګي ته وغورځول شم له ما څخه وځي او بیا بیرته نه راګرځي او زما قوي هیله دا وه چې کاشکې زما د بدن د ویښتانو په اندازه ساوې واې او بیا د هغوی په اندازه د الله جل جلاله په لاره کښې کړیدلاې واې.
امپراطور وویل : راشه زما سر ښکل کړه تا به خوشې کړم عبدالله رضی الله تعالی وویل : زه به دا کار وکړم چې ته زما ټول ملګري خوشې کړې هماغه وو چې حضرت عبدالله رضی الله عنه د امپراطور سر په داسې انداز سره ښکل کړ چې په اصل کښې ښکولول نه ول مګر امپراطور احساس وکړ چې ښکل ېې کړم.هغه داسې چې عبدالله بن حذافه رضی الله عنه خپلې لاړې(لعاب ) د شونډو سر ته راوستلې د هغه په سر ېې سریښ کړې او خوله ېې ترې په داسې کمه اندازه لرې وساتله چې امپراطور هیڅ پوه نه شو او ګمان ېې وکړ چې ښکل ېې کړم. په نتیجه کښې ېې دی او ټول ملګري خوشې کړل . او عبدالله بن حذافه رضی الله تعالی عنه چې راځی نو د وخت خلیفه حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه ته په یوه جوړه شوی غونډې او مجلس کښې دغه د قید او خلاصیدو او واقیعات کوي او وايی یا امیر المؤمنین په والله چې ما دا کار (د امپراطور سر ښکلول) د ځان په خاطر نه بلکه د خپلو ملګرو د خلاصون په منطور کړیده او بیا حضرت عمر رضی الله عنه ټولو ناستو کسانو ته امر کوي چې نن د عبدالله بن حذافه رضی الله عنه تندی د ښکلولو دې مونږ ټول باید د ده تندی ښکل کړو هماغه وو چې د حضرت عمر رضی الله عنه په شمول ټولو ناستو کسانو د هغه مبارک تندی ښکل کړ.

بل همدغه د اسلام د مدرسې لومړني رښتیني مسلمانان دي چې د شپې به د الله جل جلاله د عظمت او جلال په مقابل کښې ویریدونکي متواضع عابدان او د ورځې لخوا به د جهاد د میدان زړور قهرمانان او سرتیري ننګیالان وو او خپله کامیابي به ېې د الله تعالی په اطاعت او عبادت ،د قرآن په تلاوت ،د شپې په تهجد او د تقوی او اخلاص په لرلو سره لیدله،د جهاد د غنیمت په مال کښې به ېې خیانت کول لویه ګناه او مادي هلې ځلې به ېې د جهاد د نیمګړتیا او د مسلمانانو د ماتې او ناکامۍ لوی سبب ګاڼه او له هر ډول خیانت او ګناه څخه به ېې ځانونه ساتل تر دې چې کوم وخت به پر دښمنانو باندې د هغوی بری وځنډیده نو هغو به خپلو عملونو او کړو ته په ځیر شول او کتل به ېې چې د بري د ځنډیدلو سبب او تقصیر څه شی دی څو هغه ژر اصلاح او جهاد د الله تعالی او د هغه د پیغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) د هدایاتو او احکامو سره سم تر سره شي او بری د اسلام او مسلمانانو په برخه شي.
همدغه د اسلام د مدرسې لومړني رښتیني مسلمانان دي چې هغو په خپل اایماني قوت او د سر اومال په قربانۍ په عالي روحیې سره ېې وکولای شول چې په خپلو محدودو او عادي لږو وسلو د خپل عصر او زمان د روم د قیصر او د فارس د کسروي،باطل،شریر او ظالم طاقتونه له پښو وغورځوي او د هغو د ظلم ،غرور او تکبر شرارتي او طاغوتي برجونه پر ځمکه نسکور کړي او د هغو د ظلمونو او وحشتونو تپې تیارې او ویریدونکې څپې د اسلام په رڼا لو پلوشو له منځه یوسي او د نړی د مظلومو ،محرومو،لار ورکو،سربدالو،کړیدلو او ستومانو انسانانو او ټولنو د هدایت،نجات ،سعادت،او اطمینان د پاره د قرآني هدایاتو او نبوي ارشاداتو د مشعلونو مدرسې پرانیځي او ټولو نړۍ والو ته د الهي عقیدې،تقوی،عدالت،اخلاقي فضایلو،انساني ارزښتونو،اجتماعي ژوند،متقابلې مرستې او ښیګڼې او د سولې او امنیت فضا منځ ته راوړي او د مادي او معنوي قوت او عزت لارې او عوامل وروښیي او ټول د الله تعالی حقیقي بنده ګان او د ټولنې بنیادي صالح غړي او خدمتګار عناصر او د د نیا او اخرت د ښو مقامونو او عزتونو خاوندان وګرځوي.
لنډه دا چې د اسلام د مدرسې لومړنیو رښتینو مسلمانانو د ژوند لازمي صفت او د هغو د کامیابۍ لویه او مهمه وسیله رښتینی ایمان،ښه تقوی او اخلاص وو،قرآني هدایات او نبوي ارشادات د هغو د دنیوي او اخروي ښیګڼو د پیژندلو او حصول روښانه مشعلونه وو او د حق په مقابل کې له مادي او نفساني هوسونو او غوښتنو څخه لرې وو او د اسلامي مبادیو او هدایاتو تعلیم او تبلیغ د هغو ایماني وظیفه وه او د خلکو هدایات او سعادت د هغو ستره هیله وه.
که نن د محمدي صلی الله علیه وآله وسلم امت وروستي کسان د الله تعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د خوښۍ او رضا او د دنیوي او اخروي عزتونو غوښتونکي او د پخوانیو مسلمانانو په شان اسلام د عقیدې،عمل،دعوت او جهاد په مفهوم وپیژني او خپل ژوند او عمل د قرآني هدایاتو او نبوي ارشاداتو په اساس وګرځوي او د مادیاتو ،جاه طلبۍ،ګناه،خیانت او نفساني ناوړو غوښتنو په لومو کې ځان بند نه کړي بلکې هڅه وکړي چې خپله اسلامي عقیده پر خپل نفس ،پر خپل فکر او پر خپل ژوند او عمل حاکمه وګرځوي او د عملي رښتیني ایمان په رڼا کې د خپلو دنیوي او اخروي ،مادي او معنوي ښیګڼو غوښتنه وکړي او بیا کوم وخت چې د کفر او ظلم د خاوندانو د شر او تیري په مقابل کې د جهاد خبره شي ښايي په قوي ایمان او اعتماد ،پوره اخلاص او اطمینان په جهاد کې په سر او مال برخه واخلي او د خپل جهاد مقدس مسؤلیت په ښې او بشپړې تقوی او د ایثار او قربانۍ په عالي روحیې سره ترسره کړي او له هر ډول ګناه او خیانت څخه ډډه وکړي او خپل ځان د سبا ورځې د مسؤلیت او رسوایۍ او د الله تعالی د قهر او عذاب سره مخامخ نه کړي.
بل څنګه چې د نړۍ ټول مسلمانان ،سره اسلامي وروڼه دي او ورورولۍ د حقوقو او واجباتو او بیا د اسلام د مقدس دین په نسبت د دښمنانو په مقابل کې د مسؤلیت د ګډ دریځ لرونکي دي نو د نړۍ ټولو مسلمانانو اوټولو اسلامي هیوادونو ته د بیدارۍ او عملي اقدام غږ پورته کوو او په کلکه هیله کوو چې باید ټول د اسلام د دښمنانو او د حقوقو د غاصبانو له هر ډول استعماري او استثماري حیلو او هلو ځلو په مقابل کې اوده او بې خبره ونه اوسي او له دښمنو عناصرو څخه په هیڅ ډول د خیر او ښیګڼې هیله ونه کړي او نه د مسلمانانو وروڼو او مسلمان هیواد د حقوقو په نسبت د خپلو دنیوي او مادي ګټو او اړیکو له امله د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو پلوي وکړي ځکه حق ،حق دی او د حق پلوي او ملاتړ او عدالت او د انساني کرامت احترام لرل،د سولې او امنیت مراعات کول او د اسلامي هدایاتو او احکامو د منلو او د اسلامي د حقیقي بڼې د ښودلو څرګند شعار دی.
بل ښايي چې د نړۍ ټول مسلمانان او اسلامي هیوادونه د هدایت او سعادت د دوه ؤ اصولو او مصدرونو یعنې قرآن او سنت په رڼا کې د اسلامي ورورولۍ رحيه لا ژوندۍ او قوي کړي او پخپلو منځو کې سیاسي ، ثقافتي،اقتصادي،تجارتي او دفاعي اړیکې پیدا او ټینګې کړي او د ژوندانه د مشکلاتو د حل او اختلافاتو د لرې کولو او د دښمنانو د هلو ځلو د څرنګوالي د پیژندلو او د علاج د لارو او عواملو د سنجولو په منظور متحده شوری جوړه کړي او د دین د دښمنانو او د متجاوزو یرغلګرو قوتونو په مقابل کې د الله تعالی او پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د هدایاتو او احکامو په رڼا کې په سیاسي او دفاعي ډګر او سنګر کې یو لاس او یو صف او د دښمن په خوله د ګوزار کلک موټی شي او د دغه مهم او ضروري مقصد لپاره قومي،نژادي،لساني،مکاني،مذهبي او داسې نور امتیازات او تعصبات هیر او ټول لکه د یوه بدن متحد حساس غړي او د یوې ماڼۍ بنیادي قوي عناصر وګرځي او د دښمنانو د تفرقې اچولو هلې ځلې ټولې شنډې او د شرارت او فساد اورونه ېې مړه او استعماري او استثماري هلې ځلې ېې ناکامې او تر خاورو لاندې کړي.
بل د نړۍ له مسلمانانو څخه قوي هیله او غوښتنه دا ده چې څنګه اسلام د عقیدې او عمل دین دی ښايی هر مسلمان د دغو دوه ؤ اصولو په اساس ژوند وکړي او د دواړو تر منځه له ښه توافق او تلازم څخه کار واخلي ځکه د اسلام دښمنان د اسلام څیره او حقیقت تش په نامه د مسلمانانو په عملونو کې لټوي او د هغو په اساس د اسلام په څرنګوالي حکم کوي او دا په داسې حال کې چې اسلام ځانته جلا حقیقت او د دغو مسلمانانو حال جلا حقیقت دی او د اسلام حال د دغو مسلمانانو په حال باندې نشي قیاسیدلای.
دا چې د اسلام دښمنان د ځینو تش په نامه مسلمانانو د خرابو عملونو له مخې ټول مسلمانان تروریست ، دهشت ګر،قاچاقبر،او له مدنیت څخه پاتې او وحشي خلک او د ظلم او فساد عناصر ګڼي او هغوی د بشریت او د نړۍ د سولې دښمنان ښيئ او د خپلو پروپاګندو له لارې د اسلام پر پاک صورت او ځلانده حقیقت د ناحقه تومتونو حربه او ضربه حواله کوي ښايي مسلمانان د ژوندانه په ټولو ساحو کې د پاک قرآن او نبوي سنت په مدرسه او رڼا کې رښتیني مسلمانان واوسي او دښمنانو ته د بې ځایه او ناوړه پروپاګندو موقع په لاس ورنکړي او هر مسلمان قوي ایمان ولري چې الله تعالی د رښتینو مؤمنانو ملګری او ملاتړ دی او د هغه اراده پر ټولو ارادو او قوتونو غالبه او حاکمه ده .
انه نعم المولی و نعم النصیر و صلی الله علی سیدنا و حبیبنا و شفیعنا محمد المبعوث رحمة للعالمین و علی آله و اصحابه ومن تبعهم بإحسان الی یوم الدین.
بشار-ذوالحجة-۱۴۲۴هق

محترمو لوستونکو دا وو د افغانستان د نامتو عالم محترم بشار صاحب د ژباړل شوي کتاب(د اصحابو رضی الله تعالی عنهم د ژوند پلوشې) سریزه چې پخپله بشار صاحب لیکلې ده دې نه وروسته به د مؤلف (محترم دوکتور عبدالرحمن رافت باشا صاحب) لیکنه شروع شي چې بشار صاحب په ډیره روانه او فصیحه توګه ګرانو هیوادوالو ته ژباړلې ده الله جل جلاله دې مونږ ټولو ته د لوستلو حوصله او ورباندې د عمل کولو توفیق راپه برخه کړي.آمین
هغه اصحاب کرام رضی الله عنهم چې په راروانو برخو کې د هغو د ژوند له پلوشو څخه یادونه شوې ده په لاندې ډول دي.
۱.خبیب بن زید الانصاري رضی الله تعالی عنه
۲.ابو طلحه الانصاري رضی الله تعالی عنه
۳.رمله بنت ابی سفیان رضی الله تعالی عنها
۴.وحشي بن حرب رضی الله تعالی عنه

۵. حکیم بن حزام رضی الله تعالی عنه

۶.عباد بن بشر رضی الله تعالی عنه
۷. زید بن ثابت رضی الله تعالی عنه
۸. ربیعه بن کعب رضی الله تعالی عنه
۹.ابو العاص بن الربیع رضی الله تعالی عنه
۱۰.عاصم بن ثابت رضی الله تعالی عنه
۱۱.صفیه بنت عبدالمطلب رضی الله تعالی عنها
۱۲.عتبه بن غزوان رضی الله تعالی عنه
۱۳.نعیم بن مسعود رضی الله تعالی عنه
۱۴.خباب بن الارت رضی الله تعالی عنه
۱۵.الربیع بن زیاد الحارثي رضی الله تعالی عنه
۱۶.عبدالله بن سلام رضی الله تعالی عنه
۱۷.سراقه بن مالک رضی الله تعالی عنه
۱۸.فیروز الدیلمي رضی الله تعالی عنه
۱۹.ثابت بن قیس الانصاري رضی الله تعالی عنه
۲۰.اسماء بنت ابی بکر رضی الله تعال عنها
۲۱.طلحه بن عبیدالله التیمي رضی الله تعالی عنه
۲۲.ابو هریرة الدوسي رضی الله تعالی عنه
۲۳.سلمة بن قیس الاشجعي رضی الله تعالی عنه
۲۴.معاذ بن جبل رضی الله تعالی عنه

نور بیا
مؤلف:دوكتور عبدالرحمن رافت باشا
ژباړه:محمد ګلاب بشار
لــیــږونکی: جواد