بغلان: ايتلافي قواو طالب بم جوړونکی وژلی دی

د لراوبر اداره | مارچ 23rd, 2012


د ايتلافي ځواکونو هوايي پوځ نن سهار د بغلان ولايت د نوي بغلان په ولسوالي کي د بم جوړولو يو مسلکي طالب وژلی او يو بل زخمي کړئ دی . دا خبره لراوبر ته د ايتلاف لخوا په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلې ده .
د ايتلافي ځواکونو د خبرپاڼي له مخي عمليات داسي وخت ترسره سوي دي چي ددوی په وينا دغو طالبانو پر يوه سړک د يوه ريموټ کنټرول او يوه بل فشاري بم په ځای پر خای کولو بوخت وه .
دوی وايي په سيمه کي يې د ملکي خلکو د نه شتون پر مهال يې دغه پوځي عمليات ترسره کړي دي . د خبرپاڼي له مخي افغان پوځيانو دواړه بمونه له منځه وړي او دواړه طالب له سيمي لېږدولي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024