په ږوب کي ۳ امنيتي سرتېري مړه او ۶ ژوبل شول.
په ږوب کي د امنيتي ځواکونو پر يوه پوسته د بريد په نتيجه کي درې امنيتي سرتېري ووژل شول او شپږ نور سخت ژوبل شول .
سرچېنې وايي، چې دږوب ښار په شمال لويديځ کي پرته د ميرعلي خېل په سيمه کي سهار وختي نامعلومه وسله والو د امنيتي ځواکونو يا اېف سي پر يوه پوسته بريد ترسره کړ، چې په نتيجه کي کې درې سرتېري مړه، شپږ ژوبل او پنځه نور تری تم دي .
بريد کوونکي د پېښي له ځايه تښتېدلي او دوي ته کومه مرګ ژوبله نه ده اووښتې .
په پېښي په هکله يو ځاي اوسېدونکي علي خان وايي، چې پېښه سهار وختي د ميرعلي خېل او ګوملې تر منځ په تودو اوبو سيمه کي رامنځته شوې ده .
تر دې وړاندي هم په ياده سيمه کي پر امنيتي ځواکونو بريدونه شوې او مرګ ژوبله يې اړولې وه .
دوې اونۍ وړاندې د ږوب په سمبازه سيمه کي د پاکستان د استخباراتي ادارې دوه کارکوونکي د وسله والو له خوا تښتول شوي وو، چې تر اوسه د وسله والو په منګولو کي دي . چارواکي د پېښي په هکله پلټنه کوي .