کندهار: ملي امنيت پاکستانى ځانمرګى نيولى

لراوبر ډاټ کام (کابل) | مارچ 25th, 2012


باختر آژانس وايي د کندهار د ملي امنيت پوليسو دوه ځانمرګي په جلا جلا عملياتو کي نيولي چي يوه يې غوښتل د کندهار امنيه قومنداني په نښه کړي.
راپور وايي په نيول سويو کسانو کي تن ١٨ کلن پاکستانى دئ، چي ځان د کراچي ښار اوسېدونکى ښيي.
دوى دواړو اقرار کړى چي په پاکستان کي روزل سوي او کندهار ته د ځانمرګو بريدونو دپاره رالېږل سوي وو.

Copyright Larawbar 2007-2024