کندهار: د خارجي عسکر په ګډون نهه تنه وژل سوي دي

لراوبر ډاټ کام (کابل) | مارچ 25th, 2012


برايي شپه د کندهار په ارغنداو ولسوالي کي د يوې چاودني له امله د يوه خارجي عسکر په ګډون نهه تنه وژل سوي دي.
د پوليسو يوه ځايي چارواکي شاه محمد فرانس پريس آژانس ته ويلي چي په مړو کي يو د ايساف عسکر، يو يې ترجمان او اووه افغان پوليس شامل دي، چي څلور يې ځايي ملېشه ول.
په کابل کي د ناټو قومنداني هم د خپل يوه عسکر مړينه تائېد کړې، خو په دې باب يې نور جزيات نه دي ورکړي.
راپور وايي پېښه د ګزمې پر مهال رامنځته سوې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024