په پکتيا کې چاڼيز عمليات پيل شول

د لراوبر اداره | اپریل 12th, 2012



د پکتيا ولايت د جانخېلوولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د ميوند په نوم چاڼيز عمليات  تېره ورځ پيل شول چې تر دې مهاله پکې د سيمې د چارواکو په وينا څلور وسلوال طالبان وژل شوي دي.


 


د پکتيا والي ویاند روح الله سمون پکتيا پرېس کلب ته ويلي دي په دغو عملياتو کې چې د وري په۲۳ نېټه د افغان  کمانډوځواکونو له لوري د ميوند په نوم پيل شوي  د پای ته رسېدو ټاکلې نېټه نه ده مالومه شوې.


 


سمون وايي چې په دې عملياتو کې له کمانډو ځواکونو سره ملي پوليس او د اړتيا پر وخت بهرني ځواکونه هم مرسته کوي.


 


دی زياتوي چې ددغو چاڼيزو عملياتو په پيل کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي او ورسره يو لړ مهمات هم نيول شوي دي.


 


نوموړي زياته کړه چې په نيول شويو مهماتو کې يو ميل پيکا،يو راکېټ او دوه ميله کلاشينکوفونه شامل دي.


 


د سيمې يو اوسېدونکي محمد الله پکتيا پرېس کلب ته ويلي چې عمليات تېر ماښام د دوﺉ په سيمه کې پيل شوي او بېګا شپه بمبارد هم شوی دی.


 


په سيمه کې د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نامعلوم ځای څخه د ټليفون پر ليکه پکتيا پرېس کلب ته وويل چې په ياده سيمه کې وژل شوي کسان په دوئ پورې هېڅ تړاو نه لري او دی يې د سيمې عادي وګړي ګڼي.


 


جانخېل د پکتيا ولايت غرنۍ ولسوالي ده او په روان کال کې لومړی ځل دی چې په ياده ولسوالي کې دا ډول چاڼيز عمليات پيل کيږي.


 

Copyright Larawbar 2007-2024