کور / تازه خبرونه / خیبر ایجنسۍکې د اوو ولسي وګړو مړي موندل شوي

خیبر ایجنسۍکې د اوو ولسي وګړو مړي موندل شوي

پېښور:د پوځ د اطلاعاتو ادارې) آئې ایس پی آر( یو چارواکي رسنيو ته ویلي چې د خیبر ایجنسۍ په باړه یوسف تالاب سیمه کښې د اوو ولسي وګړو مړي موندل شوي دي او دغه کسان لشکر اسلام نومي وسله والي ډلې څو ورځې مخکې تښتولي وو او اوس يې ووژل. خو د لشکر اسلام وسله والې ډلې یو ویاند بيا وايې چې دغه کسان دوی نه دي وژلي او نه يې هم پړه پخپله غاړه اخلی. بل خوا ځايې سرچینې وائې چې دغه کسان د امن لښکر غړي وو او د وسله والو پر ضد راپورته شوي وو.