کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٥ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٧٥ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٧٥ م سوغات
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

١١١: د طمعي سوچ ته هيڅلکه په زړه کي لار مه ورکوه.
١١٢:- هيڅ سرمايه تر عقل قوي نه ده.
١١٣:- ستر درد حماقت، اوچت دارو مرګ او قيمتي متاع عقل دئ.
١١٤:- د چا چي کاروبار پر پوهه ولاړ نه وي د کار تاوان او فساد به ئې تر خېر او برکت ډېر وي.
١١٥:- څوک چي د علم ذلت ته يو ساعت غاړه کښېږدي په ټول عمر کي به په ذلت او خوارۍ ککړ سي.
١١٦:- تر ټولو غوره خلک هغه دي چي له وينا ئې ستاسو پوهه زياته سي.
١١٧:- غوره پوهه هغه ده چي ګټوره وي.
١١٨:- له چا څخه چي علم زده کوى ادب ئې وکړئ.
١١٩:- څوک چي علم نا اهلو کسانو ته وسپاري په شاه د هغو لعل، جواهرو او مرغلرو دي چي د خوګانو په غاړه وي.
١٢٠:- په جنګ کي چل او تېر ايستل روا دي.
نور بيا ……………………