کور / خبرتیا او پيغامونه / نوی تعليمي – د پوهني وزير پيغام

نوی تعليمي – د پوهني وزير پيغام

خوښ یم چې د افغانستان د پوهنې د نظام په زرین او له ویاړه ډک تاریخ کې (ښوونځي ته د ټولو ماشومانو د لاسرسي د حشر پیل) تر روښانه او امید بښونکي شعار لاندې له نویو هیلو سره یو بل نوی کال پیل او یو ځل بیا د ښوونځي زنګ په کړنکیدو راځی.


په پیل کې تاسو ټولو درنو هیوادوالو، د پوهنې مینه والو، ښوونکو، زده کوونکو او د دې ستر ملي او پراختیایي کاروان فرد فرد ته  د زړه له کومي د 1391 تعلیمي کال د پيل مبارکي وایم. هیله ده چې نوی تعلیمي کال په ټول هیواد کې د سراسري سولې د تأمین، آبادۍ، نیکمرغۍ او هراړخیزې ښیرازۍ او رغونې کال وي او ټولو هیوادوالو ته یې په ترڅ کې نوي نوي فرصتونه او پرمختګونه په برخه شي.


له نیکه مرغه موږ 1391 تعلیمي کال په داسې حل کې پیل کوو چې د پوهنې ستر کاروان په هره برخه کې له ګڼو پرمختګونو او لارسته راوړنو سره یو ځای د پراختیا په یوه روښانه پړاو کې قرار لري، په تیر 1390 کال کې زموږ 8.4 میلیونه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلین د 192,000 تنو ښوونکو او مدرسینو له خوا په 14,600 بابه تعلیمي موسسو کې په زده کړه بوخت وو او د همدغه کال په بهیر کې مو د خپل هېواد د پوهنې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د پوهنې په نړیوال مشارکت کې د غړیتوب ویاړ ترلاسه کړی چې په نتیجه کې به یې د هیواد هغو لرې پرتو، صعب العبوره، بیوزلو او نا امنو سیمو ته د مالي او تخنیکي مرستو لمن و غزول شي چیرته چې معصوم او د شرائطو درلودونکي ماشومان تر اوسه هم خپل اساسي حق یعنې تعلیم ته لاسرسی نه لري. 


په 1391 تعلیمي کال کې به د لوی خدای په مرسته د پوهنې په نظام کې 1.4 میلیونه نوي زده کوونکي جذب، 11,000 تنه نوي ښوونکي به توظیف او 1,000 بابه نوې تعلیمي موسسې به جوړې شي او همداراز به د عمومي زده کړو په برخه کې 700 بابه لومړني ښوونځي، منځنیو ښوونځیو او 500 بابه منځني ښوونځي د لیسې سطحې ته ارتقا و کړي.


  د پوهنې هراړخیز پرمختګ زموږ د پراخ بنسټه او متوازن تعلیمي نصاب د بشپړ رعایت او تطبیق، د اړوندو مسئولیتونو د مخلصانه هڅو، ښه مدیریت، ګټور تدریس، ښی روزنی او په اغیزمنه توګه د پوهنې د  ټولو پروګرامونو په پلي کولو کې نغښتی دی.


له همدې کبله د معارف د لوی کاروان له ټولو مسئولینو څخه په جدي ډول غوښتنه کیږي چې د نوي تعلیمي کال له پیل کیدو سره سم، د ښوونیزو پلانونو پر بنسټ په کمي او کیفي لحاظ د پوهنې د پرمختګ په برخه کې ګړندۍ  هڅې پيل او د افغان ولس د بچیانو په سالمه روزنه کې خپله دیني وجیبه او ملي دین په خورا جدیت سره اداء کړي.


موږ به نوی تعلیمي کال په دې سپیڅلي ملي عزم سره پيل کوو چې په همدې راتلونکو دریو کلونو کې باید د تعلیم څخه د ښوونځي د عمر ټول پاتې ماشومان نجونې او هلکان په ښوونځي کې شامل کړو څو په زغرده نړیوالو ته اعلان وکړو چې افغانستان د دریمې زریزې پرمختیايي موخو یا MDG خورا مهم او نړیوال هدف (زده کړه د ټولو لپاره) ته رسیدلی او په دې برخه کې شویو ملي او نړیوالو تړونونو ته د ژمنتیا له مخې یې خپل رسالت ترسره کړی دی.


خو له دې هر څه سره سره دا حقیقت باید له پامه و نه غورځول شي چې هیواد مو د پوهنې د پرمختګ په لاره کې د ځینو ستونزو، خنډونو او ګواښونو سره لاس او ګریوان دی چې د هغه حل د پوهنې وزارت پر منسوبینو سربیره د ټولو هیوادوالو او په ځانګړي ډول د خصوصي سکتور، علمای کرامو، قومي مخورو، د زده کوونکو والدینو، ښوونکو او زده کوونکو ګډه دنده او وجیبه ده.


د همدې موخې د تحقق لپاره باید د معارف منسوبین خپل مدیریت پياوړی، د ولس حمایت تر لاسه او خپله زیاته پاملرنه د ښوونځیو او جوماتونو تر منځ ګډې همکارۍ ته ځانګړې کړي.


همدا راز علمای کرام دې د خپل دیني او ملي رسالت په اداء کولو سره د ممبرونو او جوماتونو له لارې خلک و هڅوي څو خپل اولادونه ښوونځيو ته ولیږي او عام وکړي د ښوونې او روزنې په برخه کې خپلو دیني مسوولیتونو ته عمیقاً متوجه او په ښوونځي کې د زده کړې پرمهال د خپلو اولادونو کلکه څارنه وکړي.


د ګران هېواد د زده کوونکو له والدینو او اولیاوو څخه یو ځل بیا ځانګړې غوښتنه کوم چې ښوونځي ته د خپلو لوڼو د شمولیت په برخه کې جدي پاملرنه وکړي ځکه چې د یوه هلک په روزلو سره ښایي یوازې یو انسان په پوهه سمبال شي، لیکن د یوې نجلۍ په روزلو سره کورنۍ د زده کړې په زیور سمبالیږي.


قومي مخور او مشران د ټولنې د خوځښت او پرمختګ د محرکینو په توګه باید د پوهنې د تعمیم او ترویج لپاره لازمې کړنې ترسره او د یوې دیني فریضې او ملي وجیبې په توګه له خپلو ښوونیزو بنسټونو او مراکزو څخه د ملاتړ او دفاع په لومړۍ کرښه کې ځای ولري.


د پوهنې وزارت له ټولو درنو او شتمنو هیوادوالو څخه هیله کوي چې په خپلو سیمو او په ځانګړې توګه هغو سیمو کې چې د ښوونځي ودانۍ نه لري، یو باب ښوونځی په خپلو مالي مرستو جوړ کړي او همدا راز د خپلې شتمنۍ یوه برخه د جاریه صدقې په ډول د ابدي دنیا ارزښتمنه پانګه و ګرځوي او په دې فاني نړۍ کې د علم او معرفت د یوه مرکز په جوړولو سره د خپلې پانګې ابدي او دنیوي بقا او مؤثریت تضمین کړي؛ ځکه په یوه ټولنه کې چې په هره اندازه د پوهې سطحه لوړیږي، په هماغه اندازه د ټولنې د شتمنې طبقې پانګه مصئونیت حاصلوي.


خصوصي سکتور دې زموږ د ټولنې د ودې لپاره د یو خوځیدونکي ماشین په حیث د پرمختګ اصلي عنصر (پوهنې) ته زیاته پاملرنه وکړي او د خپلې پانګې یوه برخه دې د ټولنیز پرمختګ په دې مهمه او حیاتي څانګه کې په معیاری ټوګه په کار واچوي.


د پوهنې وزارت د یوه تعلیمي بنسټ د مسؤول په توګه یو ځل بیا له وسله والو مخالفینو او ټولو متدینو هېوادوالو څخه غوښتنه کوم چې د ټول هیواد په کچه د باکیفیته ښوونې او روزنې د تعمیم، د معارف له حریم څخه د دفاع او د شته ستونزو د حل په لاره کې له پوهنې وزارت سره هراړخیزه همکاري ترسره او الهي احکامو او نبوي لارښوونو ته په پام سره د تنکیو ماشومانو پر وړاندې د خدای پیژندنې د دروازو په پرانیستلو کې د یوه سپیڅلي او ملي دریځ له مخې مرسته وکړي.


 په درنښت