د سولي خبرې اتري په کوم ځاې کې دي ؟

د لراوبر اداره | مارچ 26th, 2012


د سولی دخبرو  اترو دهیئتونو دیوه غړي په څیر  ډیر دوستان  له ما څخه پوښتي چې د سولي خبرې اتري  چې کله ناکله ډیرې تودې اوکله بیا هم  بیرته  سړې  شي  اوس په کوم ځاې کې دي ؟ څه  امیدونه اوهیلي ترې  شوني  دي ؟ او ایا دغه بحران به  کله هم دحل  لاره ومومي  ؟
دهمدې او دا  ډول  ډیرو پوښتنو په ځواب کي مې هڅه وکړه چې دا څو کرښې د دوستانو تر مخ وړاندی کړم .
دسولي په اړه خبرې اترې  د څو اړخونو له  لورې  تعقیبیږي .
الف : د طالبانو د اسلامي  غورزنګ  او  امریکایانو ترمنځ ،
ب : دحزب اسلامي افغانستان   او امریکایانو ترمنځ .
ج:دحزب  اسلامي افغانستان او دکابل د سیاسي مسؤلینو تر منځ ،
د :دسولي  له پاره  د افغانانو  له اړخه د جوړوشوو جرګګیو او بین المللي ټولني ترمنځ .
ه :  په خپله دافغانانو د سولي د مختلفو جرګګیو ترمنځ .
و: په دي اړه دامریکایانو موخي او اهداف څه دي ؟:            
په داسي حال کی چې په افغانستان باندي د امریکا او د  ناټود غړیو هیوادونو د ۲۰۰۱ کال دیرغل نه وروسته داسي څرګندیده  او حقیقت هم همداسي تر سترګو کیده چې امریکایان  به  په دغه  ستراتیژیکه سیمه کي دخپل پوځي  ځواک  په مقابل کی دسترګو اغزي پیدا نه کړي ، په دي اساس یی په هغه وخت کي    په ډیر  غرور  سره د افغانستان  دراپیدا شوي  بحران دحل  په اړه هره خبره هسي بابیزه  اخسته .  دا په داسي حال کي چې یو شمیر تاریخ پوهانو او ترڅنګ  یی د روسيي پخوانیو فوځي  څیړونکو  امریکایانو ته دا  ور یادوله  چې په افغانستان باندی یرغل  شونې  دې خو ددي هیواد  یېل کول  ډیرستونزمن کار دي . خو دبین المللي ټولني تر چتر او سیوري  لاندې  دغه زبرځواک  دغه  ډول څرګندونو ته غوږ  نه ایښوده .  د افغانستان داشغال  نه سمدستي وروسته  امریکایانو په عراق  باندي په داسي حال کي  دولکي کولو هڅه  وکړه چي هلته یی د خپلې حملي له پاره هیڅ ډول مستند اسناد  او یا قانع کونکي دلایل نه درلودل .  په یوه وخت کي  په  افغانستان اوعراق کي دامریکایی زبر ځواک  ورننوتل ،  نه یواځي دغه هیواد د بین المللي  ټولني د سخت انتقاد  لاندې راوست  بلکه  دخپل ولس  ملاتړ یی هم له لاسه ورکړ. په اقتصادي توګه او هم په نظامي توګه یی سخت ټکونه  وخوړل . اقتصاد یی دومره لاندي راغې چې  نژدي  پنځوس میلیونه وګړي یی  د روغتیایی  ژمنو څخه بې برخې  دي ، دهیواد په ګڼ شمیر ځایو کی  دمامورینو دمعاشاتو د نه ورکولو شکایتونه هم د مطبوعاتو ښایست  ګرزیدلي او ….
که څه امریکایان کولي شی خپل اقتصاد ډیر ژر ورغوي ، ځکه  امریکایان  همدا اوس د عربي هیوادونو د تیلو پولي زیرمی  له ځانه سره لری  او هر وخت چې وغواړي  ددوې څخه دخپلې اړتیا وړ  امکانات  تر لاسه کولي شي. دبله  اړخه  دامریکا دروند صنعت  چې د الوتکو ، زرهي وسایلو  ، الکترونیکي وسایلو او….باندی  مشتمل دي دهمدي  عربی  هیوادونو له خوا پیرل کیږي .  امریکا دخپلو پالیسیو  له مخې  په دي عربو د یوې خوا   په زور  خپل وسایل  پلورې  خو دبلې خوا یی  ټول  تخنیکران  او انجنیران  دامریکا څخه  ورسره یوځاې را  استول کیږي تر څو دغه وسایل دامریکانو دخوښي پرته د بل چا په خلاف  و نه کارول شي …..
دیولس کاله   تخنیکي او الکترونیکي جنګ  نه وروسته  اوس   دافغانستان جنګ ، دویتنام د جنګ  پسې ، د امریکایانو له پاره د نړۍ تر ټولو ستر او اوږود  جنګ  ثابت شوي   چې دامریکا  بشري ،اقتصادي  او نظامي وسایل په کی  لکه د تندور  د خسو خاشاکو په څیر  مصرفیږي .  هغه ګمان چې امریکایانو کاوه چي دا جنګ  به د خپل تخنیکي  ځواک  په زور  و ګټي  هغه د افغانستان د ولس  د مقاومت   او دانساني  ځانو په قربانیو دامریکایانو له پاره  لکه په افغانستان کی دروسانو د نظامي اشغال په څیر د ناسور  زخم  ګرزیدلي .  همدا اوس  اویا سلمه  امریکایانو ددي جنګ مخالفت کړې  ، او دخپل  رژیم څخه  یی غوښتي چې  ژر تر ژره  خپل  فوځونه  دافغانستان څخه را وکاږې . دامریکا فوځي  تلفات  تر زرګونو پورې  رسیږي په داسي حال کي چې د زخمیانو او لیونیانو شمیره یی  تر لسګونو زرو  هم زیاتیږي . نه یواځي دا ، بلکه  د امریکایانو او د ناټو د غړو هیوادونو  هغه  کورنۍ چې  زامن یا لوڼي یی  د عسکري خدمت له پاره  افغانستان ته استولي هم د لیونیانو او رواني  ناروغانو  په کتار کي  ګڼل کیږي.
د یولس  کاله  اوږود  جنګ  نه وروسته د امریکا سیاسي  واکمنان  دي  پایلو ته ورسیدل  چې  دغه اوږود  او زړه  بوګنونکې جنګ   په یوه ډول  پاې ته  ورسوي .  په دي خاطر  یی هغه څه  چې په لمړیو  کې بابیزه ګڼل اوغوږ یی ورته  نه ایښود  ، اوس  یی  په اړه هلي ځلی کوي ، خو دا هلي ځلي  د زمکنیو شرایطو په مطابق   کله ګړندۍ شي او کله هم  بطي  رواني وي .   دسولي  له  پاره د امریکایانو سره خبرې په څواړخونو کي راڅرخيږي :
الف : د طالبانو داسلامي غورزنګ او امریکایانو ترمنځ دخبرو اترو بهیر:
هسي خو په غیر رسمي توګه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ  د سولي دخبرو اترو  بهیر هغه وخت  پیل شوې چې امریکایی او ناټو ځواکونو  دا ومنله چې دافغانستان  ایل  کول  ورته  اسانه کار نه دی . په دي اساس یی د طالبانو دغورزنګ  سره غیر رسمي خبرې پیل کړي ،په دي خبرو کي د کابل رژیم هم ډیر  لاس  درلود ، خو دطالبانو کومو مرکچیانو، چې دپاکستان د موافقي پرته په دي خبرو کي برخه اخستی وه ، هملته  په پاکستان کي و  نیول شول ، اذیت کړل شول او ان  تر دې چې  یو لوړ پوړې بندي  چارواکې یی هملته د کراچۍ په بندیخانه کي  ومړ. خو امریکایان  او دناټود ځواکونومشران ددي خبرو تداوم ته دومره  مینه  داره  وو  چې  ان د کویټي څخه یی یوکس د طالبانو دنماینده  په څیر کابل ته  راوست ،هغه دامریکا او ناټو د ځواکونو د قومندانانو سره لیدني وکړي  اوبیرته یی په  څرخي  الوتکه کي کیناوه او  کویټي ته نژدي یی  د نیم میلیون ډالرود تحفي سره یو ځاې  ښکته کړ خو  هغه وروسته بیا یو عادي  دوکاندار وخوت او په دي توګه  طالبانو د امریکایی اوناټو  دځواکونو اوددي ځواکونو پورې د اړوندو جاسوسي  ډلو ټپلوپوره سپکاوي وکړ .  خو دطالبانو دهیئتونو سره د امریکایانو دا خبرې دهغوې د اړتیاو په اساس  په یوه اوبله کچه رواني پاته شوې ، اما هر ځل  چې دا خبرې  را بربنډي شوي ، د طالبانو ویندویانو یی  په زغرده مخالفت کړي او هغه یی د یو دوو  ډلو ترمنځ   د یوه  خاص  مقصد  له پاره خبرې اترې ګڼلي . په دي  لړ کي تیرکال په جرمني کي د طالبانو دجګپوړي نماینده  طیب اغا او امریکایانو ترمنځ  خبرې  هم راځي چې وروسته بیا طالبانو هغه د خپلو بندیانو دراپریښود واو یا دبندیانو د تبادلي له پاره یوه عادي خبره  و ګڼله .
اما دطالبانو او امریکایانو ترمنځ  نیغ په نیغه  خبرې هغه وخت  پیل  شوي  چې د بن د ۲۰۱۱ کال د دسمبر په غونډه کي  پریکړه وشوه چي  ددي خبرو له پاره به طالبانو ته دقطر په  منځګړي هیواد  کې  یو رسمي دفتر پرانستل کیږي . همداسي وشول او د قطر  حکومت  ددي دفتر د پرانستو له پاره خپل تیاري و ښوود ، او امریکایانو ورته  په میلیونو ډالر بودجه  منظور کړه .  د طالبانو هیئتونه  هم  قطر ته ورسیدل او دخبرو اترو د لمړي پړاو  له پاره لاره  همواره  شوه . خو لکه څنګه چې  ما  پخوا پخپله یوه څیړنه کي  ښکلي  وو چې د قطر  مذاکرات  به  د تعطل اویا هم دطالبانو د غورزنګ  تر منځ د ژورو اختلافاتو سبب وګرځي  ، که څه هم هغه وخت یو شمیر  شنونکو زما په لیکنه  سختي نیوکي کړي وې ، خو اوسني جریانات دا ډاګیزه کوي چې زما اټکل  سهي وو .  ځکه چې د خبرو اترو  له پاره دطالبانو او  امریکایانو شرایطو ډیر توپیر درلود .  امریکایانو  د طالبانو څخه  و غوښتل چې دسولي دبهیر سره یو ځاې شی ، وسله  کیږدي  او د اوسني رژیم ملاتړ وکړي  اوپه دي رژیم کي سهیم  شي . دښځو  حقوق  ومني او د اساسي  قانون په اړه  خپل آند ته  تغیر ورکړي .   برعکس د طالبانو شرایط  داوو  چې تر هر څه  لمړۍ  باید دهغوی هغه پنځه کسه  لوړپوړی چارواکي او د شورا  غړي چې همدا اوس د ګوانتانامو په بندیخانه کي د یولسو کالو  راهیسي  لاس  پښي تړلي  شپي او ورځي تیروي ،  را پریښودل شي . طالبانو ددي کار  له پاره خپل مذاکراتي ټیم هم دهمدي  پنځه کسانو په ګډون د دوه دري  نورو کسانو سره یو ځآي  اته کسیز  ټیم  و ټاکه .  امریکایانو په لمړیو کی  په دی خبره  توافق و ښود ، خو دکابل د رژیم او دامریکانو تر منځ په دي کي  شخړه راپیدا شوه او هغه دا چي دکابل رژیم په دي اصرار کاوه چي بندیان باید کابل ته راوستل شي اوهمدلته  ازاد کړل شی . طالبانو  دا خبره نه منله . بلاخره دهغو خلکو برخه لیک هم  د تور برخلیک  سره  مخامخ شو.  ځکه چې دامریکا دسنا جرګګیو  هم د طالبانو دبندیانو دپریښوولو  سره مخالفت  وکړ ، هغوې دامریکا ددفاع او بهرنیو چارو د وزارت  نه  په دې اړه تضمینات و غوښتل چي ایا ددي بندیانو پریښول  به دامریکا په ګټه  وي ؟ او دغه  پورته یاد شوي وزارتونه  به ددی  ضمانت ورکړي  چې نوموړي پریښول شوي کسان به بیرته  په افغانستان کی دامریکا په خلاف  نه جنګیږي ؟ امانه دامریکا ددفاع او نه هم د بهرنیو چارو  وزارت  داسي  یو ضمانت ورکولو ته تیار  دي  نو په دي خاطر دطالبانو دبندیانو موضوع  اوس شاته  غورزیدلي ، همدا علت دې  چې  طالبانو هم دامریکایانو سره دخبرو او مذاکراتو  لړۍ  په ټپه و دروله  ، په داسي حال کي  چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت  وایی  چې دوي به دا  لړۍ  دپخوا  په څیر  جاري وساتي . دا اوس  معلومه نه ده چې امریکایان  به   د مذاکراتو دا لړۍ  څنګه او تر کومه  جاري و ساتلې شي، دپردي تر شا دمسایلو څخه خبرتیا ډیره ګرانه  ده .
خو هغه څه چې  ددي مذاکراتو دپیلامي له امله  را بربنډ او څرګند دي هغه ، لکه  ما چي پخوا تر دي هم  وړاند وینه کړي وه ، دطالبانو داسلامي غورزنګ  ترمنځ د ژور اختلاف  موضوع  ده .
په قطر کي   د طالبانواو امریکایانو ترمنځ  د سیاسي خبرو اترو  د پیلامي  ترنامه  لاندی  د ډرامي څخه  به امریکایانو  ډیره ګټه پورته کړي وي ، ځکه هغوې نړیوالواوپه ځانګړې توګه خپلو فوځي  انډیوالانو ته دا ډاګیزه کول غوښتل چی  غواړي دافغانستان د بحران څخه  د سولی دخبرو اترو له لارې خپل  ځانونه بیرون کړي.   تر څنګ یی د راتلونکي نومبر د میاشتي دټولټاکنو له پاره داوباما له پاره دخپل ولس څخه ، چې  ډیره کي یی  ددی اوږود او غملړلي جنګ مخالفین دي ، دملاتړ تر لاسه  کول اسان  کړل .
طالبانو هم خپله زیرکتیا  وښووله  ، خو طالبانو و نه  شو کولاې چې دامریکایانو د منظمو پلانونو په مقابل کی  لکه څنګه  چې ورته لازم وو هغسی  ګټه پورته کړي ،  ځکه په لمړیووختو کي  داویل کیده  چې  طالبانو دقطر ددفتر له لارې دبین المللي ټولنی  سره د خپلو اړیکو د نیولو  له پاره  یوځانګړې مقام تر لاسه کړ . خو هسي و نه شول  ، نه دقطر دفتر په رسمي توګه پرانستل شو او نه هم طالبانو ته هغه وقعت ورکړل شو چې پخوا یی درلود . وایی «تیږه چې په ځاې پرته وي  درنه ښکاري » ، که  طالبانو  په همغه وخت کي  یو شمیر مشوری منلي وایی او د امریکایانو  په  ځاي  د بین المللی ټولنی د یوه دریمګړي په ضمانت دخپلو شرایطو سره سم خبرې کړې وای نو شوني وه چې هغه ستونزي  چې نن   طالبان ورسره مخ دي  ، نه واې رامنځته شوي .
دامریکا سره دمذاکراتو  په لړ کی  طالبان  دخپل منځي سخت کشمکش سره مخ  شوي ، دطالبانو لوړ پوړو  قومندانانو دطالبانو د قیادت  په دې پریکړي  سختي نیوکي کړي ان تر دي  چې یو شمیر یی  په ځاي ناست دي او خپل ورځني فعالیتونه یی په ټپه  درولي .  یو شمیر  نور  یی چې  ډیر ځواکمن دي  هغوي بیا دطالبانو مرکزي  قیادت  په  دي ګواښي  چې ولی  یی د مشوري پرته دامریکایانو سره دخبرو  پیلامه کړي ده . هغوې وایی چې  که چیري دامریکایانو سره دخبرو  پیلامه  اړینه بریښیده  نوبیا خو غوره داوه چي   دکرزي د رژیم سره په دی اړه  خبري شوي واې ، په دي ډله کی دمنصور  قومندانان  چې  ویل کیږي، دایران سره نیغ او مستقیم  اړیکي لري اودهمغه ځایه نظامي او اقتصادي مرستي تر لاسه کولي  او  د مولوي جلال الدین حقاني د شبکي د ډلي څخه هم ډیر ځواکمن دي  ، ترمخه دي . همدا  راز  یو شمیر  سیمه ایز  طالب  چارواکي بیا په دي  نیوکي کوی  چې ولي یوازې د هغو پنځو کسو  دازادیدو له پاره خبره کیږي ؟ ولي دهغو ټولو  چارواکو چې  ددوي دسیمي پورې اړوند دي  او همدا  اوس  په مختلفو زندانو کي  د اذیت نه ډکي شپي تیروي ، دازادیدو  خبره  نه مطرح کیږي ؟  په هر صورت که له یوې  خوا دي مسئلي  طالبان  دکورنیو ستونزو سره مخ کړي  خو د بله اړخه یی دهغوې  بیروني ستونزی  هم ورزیاتي کړې  ، دطالبانو اوپاکستانیانو تر منځ  یی اړیکي ترینګلي کړي ، او دپاکستان باور او  اعتماد یی له لاسه ورکړي .  اودا هغه څه دي  چې امریکایانو دخدایه  غوښتل تر څو ددوې  تر منځ اړیکي  همداسي ستونزمن  وګرځي . امریکایانو  په وار  وار د پاکستان څخه  غوښتي  چې د طالبانو دملاتړ نه لاس واخلي او دهغوې مشران  ونیسي او دوې ته یی  حواله کړی .
دقطر په دوهه کي د امریکایانو او طالبانو تر منځ  خبرو اترو، دکابل  په فساد کی ککړ رژیم  او ترڅنګ یی دپاکستان  سیاسي  بې ثباته  نظام هم  د ستونزو  سره مخ   کړ . کابل چې  په دی تیرو  وختو کي یی  د سولي دعالي شورا  تر نامه لاندی  یوه  مؤسسه رامنځته کړې وه او غوښتل یی ددی لارې  دخپلو مخالفینو سره  دخبرو په میز کیني  هم د یوې  داسي ابتلا  سره  مخ شو چې  تصور یی هم  نه کاوه . ځکه امریکایانو تل دا خبره کوله چې  د سولي خبرې باید د کابل درژیم تر مشرۍ  لاندی  تر سره شي خو  د قطر  جریانات  د کابل او اسلام اباد دواړو  څخه پټ پاته شول .
په همدي اساس دپاکستان  صدراعظم  یوسف ګیلاني د خپلي دبهرنیو  چارو دوزیرې  سره یو ځآي قطر ته ولاړ تر څو د ګاونډي هیواد افغانستان د سیاسي جریاناتو او دطالبانو او امریکایانو د سیاسي خبرو څخه نیغ  په نیغه  ځان  خبر کړي  ،  هغه  نه یواځي دا کار وکړ بلکه خپله دبهرنیو چارو وزیره یی  مسکو ته دروسي مشرانو سره دکتلو له پاره هم ولیږله  تر څو په دي اړه یی دپاکستان  د دریځ  څخه خبر او دهغوي ملاتړ  تر لاسه کړي .د پاکستان  دغه سیاسي  چټک خوځښت امریکایانو ته هم  یو ټکان  ورکړ  ، په همدي خاطر یی  اعلان وکړ چې  غواړي د طالبانوسره د سیاسي مذاکراتو څخه  هم د کابل  حکومت اوهم دپاکستان  سیاسي مسؤلین په جریان کي وساتی ، په همدي توګه  طالبانو هم  په ورته  یوه اعلان  سره  ډاګیزه کړه چي  دخپلو ټولو مذاکراتو څخه یی  دپاکستان حکومت په جریان کي ساتلي دي . اما پاکستان په دی قانع  نه ښکاری ، اودهمدي نه قناعت په اساس  یی  ، دافغانستان د دولت  د اقناع او راضي کولو  له پاره  ، دخپل  صدراعظم  ګیلاني په خوله دمقاومت  ډلو ته مشوره ورکړه چي« دافغانستان  د مقاومت  ټولي ډلي دي د افغانستان ددولت  سره  دمذاکراتو له پاره  کښیني .»
دبله اړخه دپاکستان ددولت په  پالیسیو کي   چې په څرګنده دپاکستان د نظامي  شبکو له اړخه تهیه  کیږي ، ډاګیزه شوی ده چي  پاکستان اوس نه غواړي  چي  طالبان یو ځل بیا د افغانستان واکمنان و ویني .  دګارډین داخبار په مطابق د پاکستان د نظامي  شبکي   پخواني  مشر  جنرال پاشا  په یوه بیان کي ویلي  چې دوې نه غواړي  چې طالبان  دي دافغانستان حاکمان  وګرځي …. د بله اړخه د طالبانو دیو شمیر مهمو وګړو او سترو قومندانانو نیول ،  چې مهم مثال یی  په دي تیرو ورځو کی د غزني او زابل  قومندانان دي  ، دا را څرګندوي چې پاکستان اوس دامریکایانو  سره د یو ډول  پالیسیو په لاره  روان دي .  اوپاکستان ددي نه پرته بله لاره هم نه لری  چې د امریکایانو سره د سازش  له لارې مخته  راشي ، ځکه د پاکستان د فو ځ  مصرفي بودجه  همدا اوس د امریکایانو له اړخه  برابریږي  او د فوځ او دمشرانو روزنیز مراکز  یی هم  هملته په  امریکا کي دي .
په دي کي شک نه شته چې پاکستان  د یوه  ډیر غیر مستحکم  او متزلزل  سیاسي نظام  خاوند دي ، خو هلته دپاکستان د سالمیت او ددي هیواد د مقداراتو  پریکړې ټولي ددي  هیواد  منظم  او روزل شوي  فوځ په لاسو کي دي . هلته سیاسي نظامونه  هسې د  شطرنج  د لوبي په څیر  لوبول کیږي ، خو واکمني په هر صورت  د فوځ په لاسو کي ده .
که څه هم د پاکستان او امریکاترمنځ اړیکې  په دې اخرو وختو کي   دامریکایی څرخکو  له اړخه  دپاکستان  اوافغانستان په ګډه پوله  د څلورویشت  پاکستاني ملیشي عسکرو د وژلو وروسته ډیر خړ پړاو ترینګلي شوي  او دهمدي  اړیکو دخرابیدو له مخي  پاکستانیانو د امریکایانو او ناټو د نظامي ځواکونو له پاره د کراچۍ دبندر او تورخم تر منځ   لاره  و تړله ، خو ترڅنګ یی ددي موادو د ترسیل  هوایی  پُل  پرانستي پریښود . خو زمکنۍ لاره  تر اوسه هم بنده ده .  دپاکستان  پارلماني  جرګګۍ  چې دهمدي  مسئلي دحل له پاره  ټاکل شوي  وړاندیز کړي  چې  امریکایان دي  د  هغو  وژل شوو کسانو په اړه  رسمي بښنه و غواړي ،  او امریکایان  هم په دي مسئله باندي   غور کوي  ، ترڅو دا ارزښتناکه لاره  پرانستي پاته  شی . ځکه امریکا او ناټو  غواړي دهمدي لارې څخه دخپلو فوځي  درنو وسایلو د بیرته راویستلو له پاره  کار واخلي ، همدا اوس امریکایان  باید د سپتمبر دمیاشتي تر اخري ورځي پورې د ژمني سره سم خپل درویشت زره عسکر د افغانستان څخه بیرون کړی ، اودا کار یی د تاجکستان له لارې پیل کړي  دي  که څه هم امریکایانو او ناټو ځواکونو اوس  خپل  بیرته  په شاتګ  د افغانستان  د شمال څخه د تاجکستان  له لارې پیل  کړي  ،خو دهغوي له پاره دا لاره   لس ځلي زیاته  قیمتي او درنه تمامیږي . ځکه هغوي همدا اوس د هغو هیوادونو څخه  چې ددوې ترانسپورتي  او نظامي  وسایل تري تیریږي  د کال  پنځه سوه میلیونه ډالر  بسپنه  اعلان کړي  ، خو پخپله ددي  نظامي وسایلو وتل  ورته  ددي نه اخوا  ډیر  درانه  تمامیږي .
امریکا دخپلو اسانتیاو په خاطر  دروسانو څخه دیوه نظامي هوایی ډګر  غوښتنه هم کړي او دا ډاګیزه شوي  ده چې  روسانو امریکا ته د والګا د سیند تر څنګ  نظامي هډه د زیاتو امتیازاتو  په مقابل کي پري ایښي ده . دبله اړخه امریکایانو غوښتل د ازبکستان او افغانستان تر منځ د ریل  ګاډي د نوې جوړې شوي  کرښي څخه دخپلو وسایلو او وسایطو دانتقال  له پاره کار واخلي ، خو ازبکستان نه غواړي ددي وسایلو دانتقال له پاره  په خپله خاوره کي  لاره ورکړي . په دي اسا س امریکایان مجبور شوي چې له یوه اړخه  د تاجکستان  لاره  پرانستي پريږدي او دبله اړخه دپاکستان سره هم  معامله وکړی  او دا لاره ځانته بیرته ازاده کړي . خو پاکستان هم دکورنیو شخړو سره مخ  هیواد دي  ، سیاسي ثبات نه لري ، هلته  که چیري  پارلمان  پریکړه وکړي  ترڅو دامریکایانو اوناټو ځواکونو ته لاره  پرانزي  نو سیاسي  او دیني ځواکونه ګواښونه کوي  چې هغوي به  هیڅکله هم دپاکستان دولت  ته ددي کار اجازه ورنکړي . دا معلومه نه ده چي ددي سیاسي ځواکونو ترڅنګ  به دپاکستان منظم  فوځ هم موجود وی او که نه ، ځکه ویل کیږي  چې کیداي  شي فوځ په مستقیمه توګه په دي کار  کي برخه  وانخلي خو سیاسي ډلې ټپلی دي ته وګماري  چې دناټو دغړو هیوادونو دغه لاره هیڅکله هم د هغوي د تیښتي  له پاره استعمال  نه شی. مګر دا چې پاکستان  ته  ډیر ستر امتیازات  ورکړل شي ، لکه پخوا چې ورکړل شوي وو.
دفرانسي ولسمشر بیا وایی  چې د وسایلو دانتقال له پاره به همغه  د شمال  لیکه استعمال کړي . دهغه  له آنده که څه  هم هغه لاره  ډیره  قیمتي پریوځي  او دپاکستان لاره  دهر اړخه  ارزانه  او  نزدی ده خو  دپاکستان لاره  ډیره زیاته ګواښمنه  ده ، د ناټو په کاروانونو به حملي کیږي  او له منځه به وړل کیږي  چې دا کار په هیڅ  صورت د ناټو دغړو هیوادونو په ګټه نه دي.
دا چې  د طالبانوله اړخه دامریکایانو سره  د سولي دخبرو  د بندیدو  اعلان  به د امریکایی فوځونو په انخلا  څومره  اغیز وکړي  وروسته معلومه شي ،  خو داسي بریښي  چې  په امریکا کي اوس د سولي دخبرو  بهیر چې پخوا د بهرنیو چارو د وزارت  له اړخه  پر مخ  وړل کیده ، په مکمله  توګه  د هغوي د دفاع  وزارت ته محول شوي دي .  د افغانستان او پاکستان له پاره دامریکا د بهرنیو چارو له اړخه  نومول شوي نماینده  ،ښاغلي ګروسمن ، اوس  یواځي د یوه  مرکچي حیثیت  لری  چې حتمي پریکړې به یی  ددفاع وزارت  کوي . اوهمدا کار ددي  سبب  شو چې د طالبانو سره دبندیانو موضوع  شاته و غورزول شی .
دبله اړخه د افغانستان د امورو یوه سیاسي کار پوه  په خپلې یوې شنني کي لیکي چې  :«امریکایان  اوس نشي کولې د طالبانو سره دکوم پټ  توافق  له لارې  دخپلې خوښي حل ومومي . که طالبان امریکایانو ته دپخوا په څیر تسلیم شي ، ټغر یی ټولیږي ، دوي همدا  اوس دپراخه داخلي اختلاف  سره مخ دي  »
ب : دحزب اسلامي افغانستان   او دامریکایانو ترمنځ  خبري اتري :
دحزب اسلامی افغانستان او امریکایانو  تر منځ  دخبرو اترو  لړۍ  د ۲۰۱۰ کال د فروري دمیاشتي  څخه  را پدیخوا هغه وخت پیل شوه چې دحزب اسلامي  یو لوړپوړې هیئت  د اروپا او امریکا څخه دحزب اسلامي دسیاسي  فعالینو په ګډون  کابل ته د کابل د رژیم   په بلنه  سفر وکړ .  که څه  هم هغه وخت په سیاسی کړیو کي  داسي  انګازی پیدا شوې وې چې حزب اسلامي غواړي دکابل سره خپل اختلافات  یوې لورې ته کیږدي او د بحران دحل  کومه لاره پیدا کړي . هلته په کابل کي هم ګڼ شمیر  کړۍ په دي آند وي  چې د حزب اسلامي دغه راغلي هیئت  به دحکومت  یوه برخه ګرځي  نو په دي اساس  یی دهیئت دغړو سره  ډیر نژدی اړیکي نیول  غوښتل .  اما هیئت  د خپله ځانه سره  یوه مستقله او ازاده  ۱۵ ماده یی  طرحه  درلوده ، چې دا طرحه  په ټولو بریښنایی پاڼو کي اوهم نژدی په ټولو تلویزوني چینلونو کي  بیا بیا  تر بحث لاندې  راغلي او  په  اړه یی پوره پوره توضیحات  شوي دي . کابل ته دهیئت د ورتللو څخه مقصد داو  چې   له یوه  اړخه د افغانستان دغه اوسني  سیاسي خوزښتونه او اوسني رژیم   ددي طرحي په اړه  نیغ په نیغه  خبر او دې  لورې ته د یووالي په لور  را وبلل شی د بله اړخه دغه طرحه  پخپله  د هیواد  دخپرنیزو  لارو څخه  د ولس  غوږونو ته ورسیږي او تر څنګ یی  بین  المللي ټولني ته  ابلاغ  کړل شی . ځکه  دامریکایانو او ناټو  د اشغال نه وروسته تر اوسه پورې  دهیچا  سره داسې کومه طرحه  چې په کې   د بحران  د هر اړخیزه حل لورې ته اشاره  شوي وي نه  شته او نه تر لاسه شوي ده .  دبحران  د پاي ته رسیدو له پاره  ګڼ  شمیر افغانانو  جرګګۍ او کمیسیونونه  جوړ کړي ، طرحي لري  ، خو دهغو طرحو  ډیره برخه په دي را څرخي  چې دافغانستان د دولت او دمخالفینو ترمنځ  خبرې اترې وشی،  دحزب اسلامي له آنده د افغانستان اوسنې دولت ، دسولي عالي شورا  او یا نور  مؤسسات  ،ټول د دغه بین المللي ښکیلاک  یوه برخه ده ، ددوي سره  د یوه رئیس د ټاکلو  اویا د یوه مامور د مقررولو واک  هم نه شته ، څه لا دا چي دوې  د سولي  په اړه کوم  تصمیم و نیسي .  خو حزب اسلامي  دغه کړۍ هم  له پامه نه غورزوي ، او د افغانانو په څیر  غواړي  دغه کړۍ  هم دخپلو پلانونو څخه  خبرې کړې ، نوپه دي اساس   دحزب اسلامي  په طرحه  کي د بیرونیو فوځونو  وتل ، دهیواد د استقلال اوازادۍ  تضمین او  د پردیو دلاسوهني پرته د ولس په  خوښه د یوه منتخب  اسلامي نظام  دجوړښت  له پاره هلي ځلي دي.  په دي طرحه کی دحزب  اسلامي  له پاره هیڅ ډول  امتیاز نه دي غوښتل شوي  او نه  به په کی وغوښتل شی ، نوپه دي اساس  حزب اسلامي  خپله  طرحه  بین المللي  ټولو اړخونو ته  وړاندي کړي  او اوس  هم په همدي طرح  باندي کار کوی.
د ۲۰۱۰ کال دفروري دمیاشتي راهیسي  بیا دوه  ځلي د حزب اسلامي هیئتونو دامریکایانو دلوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته  کړي اودا لیده کاته هم دهغوې د غوښتني په اساس  تر سره شوي دي .  چې په دی لړ کي د امریکا  دسیا دایجنسۍ مشر ،  اوبیا  په کابل کی دامریکا دسفیر ،د ملګرو ملتونو دنماینده ، دناټو دغړو  هیوادونو د سیاسی او نظامي نمایندګانو او هم دایساف د ځواکونو د نمایندګانو سره خبرې شوي دي . په دي خبرو کی هم په همدي موضوع  بحث شوي  ، او هغوې ته دا ډاګیزه شوي  چې که غواړئ دافغانستان دبحران  له پاره دحل لاره  پیدا کړئ نو هغه په دې طرحه کي په ډاګیزه توګه  شتون  لري ..  دغه طرحه درې مهمي برخي لري ، چي لمړۍ برخه یی دبهرنیو ځواکونو د وتلو ، دویمه برخه یی په هیواد کي د یوه سیاسي اصولي او ولسی نظام  جوړښت او دریمه برخه یی ددي نظام  تضمینول دی. ان تر دي  چې حزب اسلامي دوی ته دا اعلان کړی  چې  که چیري دوي د یوه  تفاهم له لارې  دهیواده  وتل  غواړي د حزب اسلامي  ځوانان  حاضر دي دهغوې سره  د پرامنه  وتلو په اړه  مرسته وکړي .
ددی ترڅنګ  د حزب اسلامي د سولی دغه  پلان د امریکا د بهرنیو  چارو  د وزارت  د یو شمیر مسؤلینو او  ان د ولسمشر اوباما د امنیتي سلاکارانواو پخپله د ولسمشر اوباما   تر مخ  هم  ایښوول  شوې  ، په دی لاره کی په امریکا کي  دحزب اسلامي دسیاسی  چارو مسؤل  محترم  محمد داود عابدي  ډیرې هلي  ځلي کړي دي .
حزب اسلامي د همدي پلان  له مخې  امریکایانوته اعلان وکړ چې  غواړي  دولایاتو مسؤلیتونه  د افغانستان ملي اردو او ملي پولیسو ته وسپاري . هغوې د څو ولایتونو اویا څو ولسوالیو څخه دهمدي  پلان  له مخي راووتل ، له ما څخه  یو شمیر مرکچیانو په همدي اړه وپوښتل چې دا همغه دحزب  پلان دي ایا حزب  به په دي کي ورسره  بسپنه وکړي؟ زمونږ  ځواب  همدا و چې  ، څرنګه چې دوې  د حزب اسلامي سره د کوم تړون پرته په خپله راوځي  نوپه  دي اساس  یی  په راتلونکی  کی هیڅ  تضمین  نه شته .
ددي  تر څنګ  همدا  څو ورځي مخته ښاغلي کرزی  دامریکایانو څخه ،د قندهار د پنجوایی د زنګارت په کلي کي د ۱۶ مظلومو شهیدانو دپیښي  وروسته   وغوښتل چې  خپل عسکر دی د کلیو او بانډو څخه رابیرون کړي اوخپلو نظامي مرکزونو ته دې یی راوړي ، اودهغه دا خبره  کټ مټ دحزب اسلامي دطرحي لمړۍ  ماده ده چې  دامریکایی فوځونو د ویستلو په خاطر  طرحه شوې ده .
دحزب اسلامي  او امریکایانو تر منځ  دخبرو  لړۍ  په امریکا کي دحزب اسلامي دسیاسي کړیو اوهم  د امریکا د یوشمیر اړوندو اړخونو ترمنځ  روانه  ده ، خو دا ټول  اړیکي تر اوسه پورې د تفاهم پورې  را نغښتي دي . ځکه امریکایان  حالات  څیړي او پخپله غواړي دغسي تماسونه  جریان ولری  ترڅو د ضرورت په وختونو کي ترې کار واخستل شی .
په اروپایی هیوادو کی هم دحزب اسلامی سیاسی  کارکونکي د ناټو دغړو هیوادونو  د  بهرنیو چارو  دوزارتونو سره په تماس کي دي ، او دحزب اسلامي  له اړخه  د طرحه شوو  پلانونو  او دحزب دامیر د دریځونو څخه د خبرولو له پاره  دهمغوي په ژبو باندی  لیکنې کوي او دهغوې سره  نیغ  په نیغه اویا د لیکنو  له لارې   خپل تماسونه جاري ساتی ، په دي  لړ کې ددي  هیوادونو دلچسپي هم ډیره  ده . دا باید ډاګیزه وی  چې تر اوسه په  اروپا کی د یو شمیر هیوادونو   چې په دی  ډله کی  فرانسه ، جرمني  او انګلستان هم راځي ، دبهرنیو چارو  داړوندو کسانو سره نیغ په نیغه خبرې  شوي دي ، خودا ټولی خبرې  یوازي اویوازی د تفاهم او یو دبل د آند  د خبریدو  پورې  را نغښتي دي .هغه څه  چې د حزب اسلامي له پاره دویاړ  سبب  ګرځي هغه دادي  چې  تر اوسه پورې  هر چا چې د حزب  دریځ کتلي  ، ستایلي یی دی او دحل  دلارو څخه یوه مهمه لاره همدا ګڼلي ده .
ج:دحزب  اسلامي افغانستان او دکابل د سیاسي مسؤلینو تر منځ خبرې اتري :
دکابل سیاسي  چارواکي او تر څنګ یی د سولي دعالي شورا تر نامه لاندی جوړ شوي هیئتونه  د ډیرو ستونزو سره مخ دي ، دهغوې تر ټولو لمړۍ ستونزه داده  چې  هیڅ ډول واک او اختیار نه لري  اونه د سولی له پاره کوم وړاندیز ورسره شته .  هغوې د ناټو او امریکایانو همغه  فارمول  پر مخ بیایی چې په کي دمخالفینو نه غواړي  چې وسله کیږدئ ، اساسي  قانون و منئ او  ددولت سره یو ځاې شئ.
هغه  وخت چې  استاد رباني دسولي د شورا رئیس  وو هغه تر یوه ځایه همدا کارونه  دډیرو پیسو  دورکړې په اساس  تعقیبول .  هغه  هڅه کوله په ولایتونوکي د سولي شورا ګاني  جوړې کړې ، او دهمدي شوراګانو له لارې  یوشمیر  مخالفین  را ونیسي . داستاد  رباني څخه مخته  شاغلي صبغت الله مجددي  هم دهمداسی  یوه پروګرام  مشری په غاړه درلوده ، چې بیا ترې یو ستر تجارتي کار  جوړ شو . ځکه یو شمیر کسانو به  وسله  واخسته اوبیا به یی  دسولي همدي کمیسیون ته ځوا ب ولیږه چې ددغې او یا هغې ګوند غړي دي او غواړي چې  تسلیم شي ،  چې  په دي توګه به یی  پوره پیسي تر لاسه کولي ، که  چیرې دهغې کسانو شمیره  وکتل شي  نو څرګنده به شي چې تر اوسه پورې په زرګونو کسانو  دا کار کړي   او  اوس  یی هم یوشمیر  وګړي  کوي .خو حقیقت  بل منګه دې ددولت  مسؤلین  اوپه ځانګړې توګه   کرزي دي ته لیواله دي چې د ۲۰۱۴ کال یعني دخپلې دورې دپاي ته درسیدو تر مخه د اشغال  په خلاف د راولاړ شوي غورزنګ  سره اړیکي  پیدا کړي او دسولي کومه لاره  دځان له پاره و ټاکي . هغه څو ځلي د طالبانو سره د خبرو  اترو  وړاندیزونه کړي ،  هیئتونه یی استولي ،  دپاکستان سره یی په همدي مسئله باندی  غورزی  پرزې کړي ، ان تر دي  چې  اسلام اباد ته دخپل اخري سفر په وخت کي یی د پاکستان د صدراعظم  ګیلاني  سره  خبرې پورته شوې ، چې بیا د اسلام اباد دبهرنیو چارو وزیري  اعلان وکړ چې ددوې سره طالبان  نه شته او نه یی ورته کوم درک  معلوم دې .
دحزب اسلامی سره هم دکرزي  اویا دسولي د شورا خبرې  په همدی توګه رواني دي ، حزب اسلامي داخبرې په دي خاطر کوي  چې که وتوانیږي  دوې  په دې قانع کړي  چې  داشغال په خلاف  ورسره  لاس  یو کړي . حزب اسلامی تل په خپله طرحه  اصرار کړي  او ددوې څخه یی غوښتي چې که  په دي اړه کوم بدلون  لري نو ډاګیزه دی  یی کړي . حزب هیڅکله او هیڅ وخت  نه دي  غوښتي ددی  لارې کوم امتیاز  تر لاسه کړي اونه  امتیاز  ترلاسه کولو ته کومه اړتیا لري .
امریکایانو هم حزب اسلامي ته  وړاندیز کړي   او ورته یی ویلي  چې : په داسي حال کي  چې حزب اسلامي په ولس کی پراخه  موجودیت  لري ، او کولي شي په ټولټاکنو کي ښې او مثبتي پایلي تر لاسه کړي نو ولي  حزب سیاسي پروسي کې نه ور  ننوځي؟ خو دحزب ځواب څرګند او ډاګیزه دې اوهغه دا چې تر هغې چې زمونږ سیاسي  استقلال او زمکني تمامیت  د اشغالګرو ځواکونو سره وي  نو په هیواد کي  به ټولټاکنې څه ګټه ولري؟
په همدی اساس  حزب خپل  اخري هیئت  چې  ۲۰۱۱کال ددسمبر په ۲۹مه یی د بهرنیو ځواکونو دمسؤلینو د غوښتني په اساس  کابل ته لیږلي وو ، دوباره  هغه  لوري ته و نه لیږه . دحزب امیر په دي اړه لیکلي  چې : څرنګه چې هغوې تر اوسه  زمونږ د وړاندیزونو په اړه کوم څرګند دریځ نه دې نیولي  او نه ورسره  دهیواد دبحران  له پاره دحل کومه لاره شته  نو په دې اساس  حزب اسلامی  نه غواړي هسي  خپل وخت  ضایع کړي او دخبرو اترو میز  ته په داسي حال کي ورشي  چې  مخالف  لورې  غواړی  خپلې غوښتني بیا بیا تکرار کړي . هغه  د کرزي د حکومت   او واک  په اړه لیکي چې :  ډیر قضایاداسي دي  چې  کرزي یی په اړه هیڅ واک  نه لری ،دده شاوخوا  چارواکي د سولي له هرې هڅې سره مخالفت کوي .  او بیا لیکي  چې : زمونږ هیئت  دامریکایانو په غوښتنه  کابل ته تللی وو، دکابل دچارواکو سره یی دلیدلو تصمیم او غوښتنه نه درلوده ، خو دامریکایانو  دغوښتني څخه  وروسته یی دهغوې د اصرار په  وجه دهغوې  سره کتلي دي، ددوې د عامو ویناو په  ځواب کي مو وویل  چې تاسو دواړه عملی او دمنلو وړ طرحه نه لرئ . په دې اساس  اوس دمذاکراتو  لړۍ متوقف  شوې ده »
دحزب امیر د کورنیو اړخونو سره دمذاکراتو په اړه داسي لیکي  چې :مونږ د بهرنیو د وساطت اووصایت پرته  دبین الافغاني مذاکراتوملاتړ کوو او همدا دحل یوازینۍ عملي لار ګڼو.
د حزب اسلامي  امیر په هیواد کې دسولي په اړوند د کابل څخه دتلویزوني خپریدونکي شبکي  ۱ سره په مرکه کي خپله طرحه  داسي  ر ا لنډه کړې  :
جوابـ « ما براى حل بحران كشور طرح جامع و مبتنى بر واقعيت ها به نام (ميثاق ملى نجات افغانستان) داريم، كه راه حل واقعى و مطمئن بحران را ارائه مى كند، بندهاى اساسى اين طرح اينها اند:
1. گروههاى افغانى مطرح در جريانات كشور بدون وساطت جهت هاى خارجى به تفاهم بنشينند، و بر طرحى توافق كنند كه ضامن خروج نيروهاى بيرونى، خاتمه جنگ و تأمين صلح پايدار باشد و براى خروج نيرو هاى اجنبى تقسيم الاوقات قابل قبول ارائه كند.
2. از زمان اعلان اين موافقتنامه تا پايان مدتى كه در تقسيم الاوقات تحديد مى گردد، نيرو هاى خارجى از شهرها و محلات مسكونى و همجوار با آن خارج گرديده و در قرارگاههاى نظامى كه براى اسقرار موقت آنها تعيين مى شود، مستقر مى گردند.
3. امور امنيتى كشور بطور كامل به نيرو هاى امنيتى افغان سپرده مى شود. نيرو هاى خارجى در هيچ گوشه افغانستان، تحت هيچ نامى و در هيچصورتى حق عمليات خودسرانه، تلاشى خانه ها و دستگيرى افغانها را ندارد.
4. در اين مرحله قدرت به حكومتى موقت انتقال مى يابد كه براى تمامى جناحهاى افغانى قابل قبول باشد، اگر احياناً توافق بر چنين حكومتى مقدور نباشد ما اين را نيز مى توانيم بپذيريم كه انتخابات تحت اشراف حكومت فعلى برگزار شود؛ مشروط به اين كه به توافق همه؛ تغييراتى در آن ايجاد شود كه از حالت كنونى اش بر آيد و براى تمامى جناحها قابل پذيرش شود. در حكومت موقت بايد كسانى نباشند كه به فساد، خيانت ملى، دين ستيزى و جنايات جنگى متهم اند و در حلقه رهبرى قواى سه گانه امنيتى كسانى قرار نداشته باشند كه در حمايت از يك گروه عليه گروه ديگرى جنگيده اند.
5. پارلمان موجود كشور مؤسسه ناكام، غير مؤثر و دچار منازعات شديد داخلى بوده و از اكثريت ملت نمايندگى نمى كند، اين پارلمان در مرحله موقت جايش را به شوراى به نام (د ملى امنيت شورى) مى گذارد كه مشتمل بر هفت الى پانزده عضو بوده، به توافق تمامى جناحهاى مؤثر تعيين مى گردند، كه صلاحيت تصميمگيرى در قضاياى مهم ملى را داشته و مقر آن در كابل يا ولايتى مى باشد كه نيرو هاى خارجى در آن مستقر نبوده و امنيت ساحه بطور كامل در اختيار نيرو هاى امنيتى افغان باشد.
6. پس از خروج نيرو هاى خارجى؛ براى انتخاب رئيس جمهور جديد كشور، اعضاء ولسى جرگه و شورى هاى ولايتى انتخابات آزاد، همزمان و بر اساس نمايندگى متناسب برگزار مى شود، طريقه كنونى انتخابات نادرست، ناقص، غير عادلانه و ناسازگار با حالت جامعه ماست، مصارف زياد و بيهوده را ايجاب مى كند، شبيه به قمار بوده، باعث اتلاف وقت و امكانات مى شود، زمينه را براى تقلب و راه يابى افراد ناصالح به شورى مساعد مى سازد، شوراى مشتمل بر نمايندگان يك اقليت را ايجاد مى كند، به ضرر اقليتها بوده، كسانى كه به نامزدان ناكام رأى مى دهند از داشتن ممثل در شورى محروم مى شوند و اكثراً اتفاق مى افتد كه مجموع آراء نامزدهاى ناكام بيش از آراء نامزدهاى موفق مى باشد.»
که له یوه اړخه دحزب امیر اعلانوي  چې دخبرو لړۍ  متوقف شوي خو دبله اړخه د سولي عالي شورا چې د امریکایانو دمیلیونو ډالرو د هضمولو له پاره اخوا دیخوا لاس وپښې وهي ،  په پرلپسی توګه د حزب د مرکز سره اړیکي  ټینګوي اوترې غواړي  چې یو هیئت  ور واستوي ترڅو  خبرې اترې  ورسره وکړي ، ددوی دبهرنیو اړیکو مسؤل  هم د کابل میشت  تلویزوني  چینلونو څخه اوهم د بین المللي رسنیو  په کومک  دا خبره بیا بیا تکراروي  چې  په نزدي وختو کي به حزب اسلامي ددوي دسولي دپروګرام سره  را یو ځاي شي .  معلومه نه ده  چې دوې ولي  خپلو ځانو ته نه ګوري  چې ددوې حیثیت  څه دې ؟  اوپه کوم ځاي کې ولاړ دي ؟ او له ځانه سره څه لری؟
دحزب یو مسؤل مقام وایی  چې  د سولي دشورا تر نامه لاندي  دغه وګړی  په پرلپسې توګه تماسونه  نیسي ، لیکونه را لیږي ، خو مونږ نه پوهیږو له دوې سره څه ووایو او یا دوې زمونږ له پاره څه لری ؟  فکر کیږي  چې دا به یوه تبیلغاتي  حربه وی  چې غواړي دسولي دعالی شورا کمیسیون پرې خپل موجودیت  ثابت کړي .
د :سولي  له پاره  د افغانانو  له اړخه د جوړوشوو جرګګیو او بین المللي ټولني ترمنځ  خبرې اتري :
د سولي له پاره دیو شمیر دردمندو ، پوهو  او ځان ځارونکو افغانانو له اړخه   یو شمیر کمیسیونونه  جوړ شوي ، خو د معلوماتو له مخې  دا جرګې یا کمیسیونونه   کله  کله د څو کسانو خواخوږي تر لاسه کوي اوکله کله  یوازي په همغه وګړو کې  چې دا جرګه یی  جوړه کړي   راخلاصه کیږي .
ددې جرګو  له اړخه  ، لکه څنګه چې مخته مو وویل ،  اساسنامي ، دسولي وړاندیزونه  او …..جوړې شوي ،خپرې شوي  او اوس  هم پرې کار کیږي . د شمال د سیکتاریستي ټلوالي له خوا هم  دغسي یوه ډله  په کار لګیا ده . چې  مشري یی  په  غالب ګمان د مزار والي  عطا نور  کوي .
د سولي دکمیسیون تر نامه لاندي  هم دغسي یوه ډله  شته   چې د سولي  په خاطر  خپل وړاندیزونه لری ، ددوې وړاندیزونه تر ډیره ځایه دحزب اسلامي د وړاندیزونو سره  سر خوري .
د افغان ولس دسولي د شورا  تر نامه لاندی  یوښه ګروپ  په امریکا اروپا او افغانستان کی  فعاله دې ، دوې تر اوسه د امریکایی مقاماتو سره څو ځلې لیدني کړې ،د امریکا دسنا دکمیټي  د غړو په ګډون  ان د افغانستان اوپاکستان د ځآنګړې  نماینده  ګروسمن  تر معاونه یی خپل فعالیتونه رسولي . دوې  د سولي په اړه  خپل  آند لري خو ترڅنګ یی غواړي د طالبانو او حزب اسلامی  دسولي طرحي اوپلانونه هم د اړوندو کړیو ترمخ کیږدي . دې جرګی  غوښتل چې د ۲۰۱۱ کال  په نیمایی کې هلته په ترکیه  کی د افغانانو یوه غونډه راوبولي  خو دکابل  درژیم دمخالفت  په اساس د ترکیی حکومت د ژمنو سره سره  له دې کار سره موافقه ونه کړه .
همدا راز  یو شمیر  نورې  جرګګۍ هم شته  چې  فعالیتونه یی  تر کابل  او یا بهرنیو هیوادو د یوڅو ټولنو پورې را نغاړل کیږي .
ه :  په خپله دافغانانو د سولي د مختلفو جرګګیو ترمنځ  خبرې اترې :
که څه  هم د افغان ولس دسولي جرګه  دهمدی  له پاره جوړه شوي  چې د سولي مختلفي ډلي ټپلې سره راټولې او دخپلمنځي خبرو اترو له لارې داسي یوه دریځ ته ورسیږي  چې دهغې له مخي د بین المللی ټولني سره پرې خبرې وشی او دهیواد دازادۍ اواستقلال  له پاره بیرته لاره  همواره  شي .  دغه جرګه توانیدلي  چې په امریکا اواروپا کی یو شمیر دغسي ټولني په خپل ځان کې را ونغاړي ، خو دوسایلو نشتوالي  دې ته زمینه  نه ده برابر کړي چې  دوې د  یوه بین الافغاني کنفرانس  له پاره ځان  جوړ کړي .
و: دامریکایانو موخي او اهداف :
اوس به دامریکایانو نیت او موخې ووینو چې ایا امریکایان په ریښتیا هم  زمونږ دهیواده د وتلو نیت لری او که هسي دخلکو تر مخه ددرواغجنو هیلو او د ذهنونو دبې لارې کولوله پاره یو تبلیغاتي سیلاب  روان کړې .
دامریکایی لیونیو په واسطه د  قندهار دپنجواي  دزنګارت دکلي د شهیدانو پیښی او تر څنګ یی د بګرام په بدنامه زندان کي  دقران عظیم الشان دلسګونو نسخو سپکاوي اوبیا  سوځولو  د افغانانو  په احساساتو ډیر بد اغیز کړی ،  دهمدی احساساتو د څرګندولو په خاطر په هغو مظاهرو  کي چې دعام ولس  له اړخه تر سره شوي  په لسګونو کسان د امریکایانو په لاسو دروزل شوو  پولیسو  له خوا  په ګولیو سوري سوری شول او په شهادت ورسیدل . دا او دي ته ورته په لسګونو نورو پیښو  و ښوده چې  د افغانانو  احساسات  د اشغالګرانو په مقابل کي څومره ګرم دی ، دیو څو  نا افغانه پلورل شوو وګړو  پرته  ، ټول ولس  په دې متفق دې چې  اشغال  له منځه ولاړ شی او هیوادوال مو بیرته ازادي ترلاسه  او پخپله دخپلې پریکړي خاوندان واوسي . امریکا او ناټو هم د افغانانو دا احساسات ښه درک کړي دي .  که له یوې لورې دامریکایانو اوناټو داشغال په خلاف  وسله وال مقاومت روان دي د بله اړخه  دهمغې ملي اردو  ځوانان  چې  دهمدي امریکایی ځواکونو له اړخه  روزل شوي  دخپلو استادانو او  تربیه کونکو په خلاف  راپورته شوي ، دا ټول  دخپل هیواد ، دین او ولس سره د پیوند کیدو یو احساساتي پا څون دي ، د هیچا په کنترول کی نه دي . په همدي اساس  د ناټو غړي هیوادونه  غواړي د افغانستان  څخه څومره ژر چې کیدې شي خپلي پښی سپکي کړي . دوي اوس د خپلودرندو  وسلو د انتقال  له پاره لاره  لټوي او دا لاره  یا دپاکستان  ناامنه  لارې اویا دتاجکستان او روسانو  باج ورکونکي لارې دی .
خودامریکایانو آند  بل منګه ښکاري . دوې  دزمکي دګرمیدو او سړیدو حالات په نظر کي نیسي .  که څه هم دافغانستان  درژیم واکمنو د امریکایانو او ناټو دغړو هیوادونو څخه  غوښتې چې  امنیتي مسؤلیتونه تر ۲۰۱۳ کاله پورې  افغان اردو اوپولیسو ته ورحواله کړي .  او دامریکا ولسمشر اوباما هم په دې اړه  ژمنه کړي ، خود امریکاد وسلوالو ځواکونو قوماندان  جان الم بیا وایی چې امریکا به خپل ځواکونه د ۲۰۱۴ کال نه وروسته هم په افغانستان کي وساتي .  هغه  چې په دي وروستیو ورځو کي د سنا نظامي کمیټي ته  راپور  ورکاوه وویل چې په افغانستان کي  برې ددوې دې. هغه  دا دلیل وړاندي کاوه چې دادې مونږ د هلمند اوقندهار دولایت  د یوشمیر ولسوالیو څخه په شا شوي یو خو هلته هیڅ پیښ  نه شول .  همدا  راز مونږ د یو شمیر نورو  ځایو څخه هم  شاته کیږو او مسؤلیتونه  ملي پولیسو ته سپارو ، هلته به هم  لکه د نورو ځایو په څیر هیڅ هم پیښ نه شی. هغه وایی  چې مقاومت  اوس  هغسي نه دې لکه د پخوا په څیر ، پخوا به  په پسرلي کی جنګونه ګرمیدل  خو سږکال زمکه سړه ښکاري اودا زمونږ دبري  په لور  یو قدم دي .
دجان الم دا خبرې  د طالبانو سره دسیاسي خبرو او د طالبانو تر منځ دکشمکش دراپیدا کیدو په اساس  کیږي همدا  اوس پاکستان د طالبانو دغورزنګ  څو کسه مشهور  قومندانان نیولي  اودهغوې اړوند کسان بې لاس  و بې پښو  په خپلو سیموکي  منتظر ناست  دي .
جان  الم وایی  چې  دوې به په درې دلیلونو  افغانستان  پرې نږدی ،  لمړۍ دا چې  دوې باید  هلته  قوي او ځواکمن شتون ولری  ، تر څو د القاعدي دشبکي فعالیتونه  کنترول او خونثا کړاي شي .  دویم  ، دوی به پري نږدی  چې  طالبان یوځل بیا په افغانستان باندي  حکومت  وکړي .  او دریم دا چې  دوي به تر هغې په افغانستان کی پاته کیږي  چې ددوې په لاسو  په افغانستان کي جوړ  شوي نظام  په خپلو پښو  نه وې دریدلي او دکومې لورې دخطر سره مخ   نه شی .
دجان الم  خبره  دا هم ده چې وایی  : چې د افغانستان څخه  زموږ دځواکونو  راوتل  به په دی  معني وي  چې مونږ  به په افغانستان  کي بیا هیڅ  فعالیت  ونه لرو ، زمونږ  دیپلوماتیک  کارونه به هم په ټپه دریږی  او امریکایان به بیا  هلته  خپل فعالیتونه  پر مخ  نشی  بوتللاې  . په دې خاطر زموږ شتون هلته زمونږ دستراتیژکو ګټو له پاره  اړین دي .
دافغانستان د بحران دحل  او دمخالفینو سره د سولي دخبرو اترو  کومه لړۍ  چې اوس پیل شوي وه ، هغه ، داسي بریښي  چې د راتلونکي اکتوبر پورې  معطل کړل شی . ځکه په هغه میاشت کي به  دامریکا دنظامي چارو  مسؤلین  دخپلو بریاو په اړه  راپور وړاندي کړي او دولسمشر اوباما له پاره به ښه  چانس  وي  چې  دموقع   نه په  ګټي اخستو سره ددوباره ولسمشرۍ  دمقام د ترلاسه کولو په خاطر دولس  ملاتړ تر لاسه کړي .
همدا  راز د افغانستان سره د ستراتیژیک تړون  لاسلیک هم دامریکایانو له پاره یو ډیرمهم  سند ګڼل کیږی  ، ان تر دي  چې  یو شمیر امریکایی  لوړ پوړي چارواکي یی  دامریکا  زینت  اوښایست ګڼي .
کرزي  اودهغه درژیم غړي  اوس  په دی مسئله باندي په بیړه کار کوي  او هغه دوه شرطونه   چې دکرزی  له اړخه ددې تړون د لاسلیک  تر مخه  ایښوول شوي وو دهغوڅخه یی یو دامریکایانو له اړخه منل شوي . کرزي  دوه شرطه وړاندی کړی وو. په یوه کي ویل شوي وو چې ددي  ډول  عملیاتو د ویتو کولو حق  باید دافغانانو سره وي داشرط امریکایانو له یوې مخي  رد  کړ.  دویم  شرط  کرزی دا  ایښودې و چې ددي ډول  عملیاتو تر مخه دې د محکمی دکوم قاضي څخه حکم واخستل شی ، چې امریکایانو په خوشحالۍ سره ومانه . او ددي علت دادي  چې د افغانستان په څیر په یوه دفساده  ډکه  اداره کي داسي قاضیان ډیر  پیدا کیږي  چې  دڅو ډالرو معاش  په مقابل کي هر ډول  حکم دامریکایانو  په لاسو کی ورکړي. ولو که هغه  حکم د عملیاتو وروسته هم وی .
دستراتیژیک تړون لاسلیک کول  به د افغانستان درسمي  پلورلو په معنې وي .  اولکه د زندانونو دانتقال  دپروسي تړون  چې دافغانانو ټول عزت ، هویت او استقلال  یی په کی ترپښو لاندي کړې او دامریکا دمزدورانو په څیر  په کي تمثیل شوي  ،په همدي توګه  به  په دي تړون کي هم افغانان  اود افغانستان خاوره   په رسمي توګه وپلورل شی.ترڅنګ به یی ددې تړون   له مخې امریکایانو ته دومره  واکمني ورکړل شي ،لکه د عبدالله او یونس قانوني د هغو اسنادو دلاسلیک  نه  چې ورته تر لاسه شوي وه ، چې  په هغي کي یی امریکایانوته پرانستي لاس ورکړي و او هغوې ته دا ازادي ورکړل شوي وه چې د افغانانو په خلاف چې هرجرم او جنایت وکړي نو دهیڅ ډول عدلي تعقیب  سره به نه مخامخ کیږي . څرګنده  ده چي هغه یو کوچني سند وو ، خو ستراتیژیک سند به  د هیواد د ټولې خاوري د واکمنۍ سند امریکایانو ته د ورسپارلو په معني  وي .
ویل کیږي  چې ددې تړون  په اړه د کرزي په  چاپیریال کي سخت  کشمکش روان دي .  غرب پلوه  پلورل شوي  عناصر غواړی دخپلی بقا  او په واکمنۍ کې دپاته کیدو  له  پاره هر ډول  ذلت  ته  سر کیږدي . تر څنګ یی دشمال  ټلواله  اوس هم  دبهرنیو ځواکونو په مزید  پاته کیدا ټیګار کوي .
د الجزیري د تلویزنی  شبکي  دخبر له مخي چې په دي اړه  د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي معاون ښاغلي لودین او د کرزی د دفتر درئیس  ښاغلي خرم ترمنځ  فزیکي  کړپ  هم  راغلي . دغه  شبکه  په خپل ځانګړی خبر کي لیکي چې دا کړپ  هغه وخت  رامنځته شو چې کرزی د امریکایی ولسمشر  اوباما سره د تیلفوني شبکي له لارې  خبرې کولي .  په دي  خبرو کي  په کابل کي دامریکا سفیر او تر څنګ  یی د نظامي ځواکونو قومندان هم ناست وو . د وقفي په وخت کي کرزي  ووت .  په دي وخت کي ښاغلې لودین چې  دزلمي رسول  د اداري  کمزورتیاو په اساس د وزارت په ټولو اموراتو  ولکه لري  اوغواړي د غربیانو د اشتیاق سره سم د  دغه تړون  دلاسلیک له پاره زمیه برابره کړي  د ښاغلي خرم  دسخت  برخورد سره مخ  شو . ان تر دي  چې خرم  ورته  وویل چي  « پلار به دی  یی هم را نه دا کار و نه کړي »  په دي باندی ددواړو  اړخونو تر منځ خبره وا وخته  او فزیکي لاس  اچوني ته خبره ورسیده چې بیا دامریکي سفیر او دنظامي قواو قومندان  مداخله وکړه اودوي سره  خلاص کړل . خبر مخته لیکي چې دې دواړو  یو بل د پاکستان او امریکا په جاسوسیو هم متهم کړل ……..
ترڅنګ یی د کرزی امنیتي سلاکار  رنګین سپنتا چې ویل کیږي ددي تړون د نه لاسلیک   په خاطر یی څو ځلي په فرمایشي توګه  استعفا هم  کړې  ، په دي مسئله  باندی دلاسلیک کولو  ټینګار کوي .
خو دا باید ډاګیزه وي چې ددي تړون  لاسلیک کونکي به دافغانستان دتاریخ  په تور باب کي ځانګړې  ځاې ولری اومرتکبین به یی  ، که وخت  موقع  ورکړه  او ولسي  ځواکمن  حکومت رامنځته  شو ، دمحاکمي  میزته راښکودل شي .
په دې اړه  به ښاغلي کرزي ، دبهرنیو چارو وزیر زلمي رسول اود ولسي   اومشرانو جرګي  هر وګړي  چې هلته  د ولس د نماینده په څیر ناست وي دداسي یو مجرمانه  تړون  دلاسلیک په صورت کی به دولس په محکمه کې مجرم  ګڼل کیږي .
خو امریکایان هوډمن دي چې داتړون  د مۍ دمیاشتی تر مخه  لاسلیک کړل شي ، ځکه د مۍ په میاشت کی  دامریکا دشیکاګو په ایالت کی  د ناټو دغړو هیوادونو  غونډه  جوړیږي او امریکایان  غواړي دا سند دې غونډي ته ور وړاندي کړي . که څه  هم کرزی ددی سند د لاسلیک په خاطر د خپل ولس د اذ هانو د جوړولو له پاره څو ستراتیژیک تړونونه نور هم  لاسلیک  کړل  ، خو دا باید ډاګیزه وي  چې اوسنې رژیم   ددي تړون دلاسلیک  واک او ځواک  ،  چې دسر نه تر پښو پورې  قلابي  شمیر ل کیږي   ، نه لري.
دامریکایانو ترمخ  یو بل فکتور دایران  اوسني دریځ دي . ایرانیانو چې دافغانستان د اسلامي انقلاب  سره  څومره خیانت کړې  هغه دتاریخ  یو تور باب  جوړوي . دوي د   خمیني نه نیولی تر خامینه ای او نژاد پورې  ټول دافغانستان اوپه ځانګړي توګه د پښتون ولس   او حنفي  سني مذهب  سره  سخته دښمني  او کرکه  لري . دروسانو داشغال په وخت کي یی  یو شمیر افغانانو ته پناه ورکړه ، خو ټول یی  دبشري اړینو حقوقو څخه بې برخي کړل.  دانقلاب  دبري په وخت کی یی دشمال ټلواله  په دې خاطر رامنځته کړچې خپل  شیعه اقلیت پرې خوندي وساتي .  او دیوه ځواکمن سوني مذهبه اسلامی  حکومت د جوړښت مخه و نیسي ، دپښتنو په  خلاف یی کرکه هغه وخت ډیره  را څرګنده شوه  چې دوخت ولسمشر رفسجاني د شمال دټلوالي  دهیئت غړو ته چې یو پښتون  هم په کی  ناست وو ،  وویل  چې « مونږ خو همدومره کولاې شو دا شریر پښتانه  د واک نه لرې وساتو ، اوس نوستاسو دنده ده چې په دي لاره کی څه کولې شئ ،  وایی چې دهیئت مشر ورته وویل  چې  زمونږسره هم په دي ډله کی یو پښتون  ناست دې .  هغه  سمدستي خپله خبره بدله کړه  او ویی ویل چې  نه ، ما د هغه ګلبدین  شریره  ډله  ښووله …
ایران  اوس په افغانستان کی  هم  ددولت  سره همغاړې دي  اوهم دمخالفینو سره اړیکي لري .  ددولت مسؤلینو ته بې شمیره ډالري  خلطي  راځي  ، د بهرنیو چارو  او د اطلاعاتو اوکلتور د وزارتونو په ګډون  یی ګڼ شمیر وزار تونه په  خپل  واک  کي دي ، ګڼ شمیر تلویزوني چینلونه  او ګڼ شمیر  خپرنیزي ورځپاڼي او اونیزي  د پیسو په زور  خپریږي ، دپارلمان   یو شمیر غړو ته معاش ورکوی  ، دشیعه ګانو له پاره مکاتب  ، ښارګوټي اوپوهنتونونه  جوړوي  اود ولکي له پاره یی  په زغرده  جنګ  کوي .  کله کله  انسان  حیران شي  چې زمونږ دهیواد اصلي واکمنان امریکایان دي که  ایرانیان .  ځکه   په کابل کي د ایران سفیر هم د وایسر اي پیښي کوی  چې په دی اړه د اریانا د تلویزون  دتکړه  غړي فیاض  مرکه  لا تراوسه  زمونږ په  ذهنونو کي انګازی کوی .
ایران د طالبانو د منصور  دځواکمني ډلي  په ځواکمن کیدو کي ډیر رول لري ځکه ددي جرړې  ان تر  مرحوم مولوي منصور پورې رسیږي .  خو ایران  ددوي نه غواړی  چې د سونیانو اوپښتنو په وژلو کی مو چې هر څومره وسایل په کار وي  وایی خلۍ خو د شیعه اوهزارګانو سره به کار  نه لرئ  …..او همداسي  کیږي هم .
اوس ایران دیوي بلي لارې غواړي رامخته شي . ایران داتمي وسلو له اړخه دبین المللی  فشار لاندی دې ،  اسراییل بیا بیا  غورزې پرزې کوی  چې  د ایران په  اتمي  بټیو  یرغل یوسي  خوامریکایان ورسره  په دي خاطر مخالف دی  چې ایران به  په افغانستان اوعراق کی دهغوې دځواکونو مراکز  تر فشار لاندی و نیسي . امریکا دومره  بې  زړه هیواد دی  چې کله هم  د تهدید سره  مخ کیدونکی  شي نوبیا  په شا ځي .  په همدې اساس امریکایان  نه غواړي په اوسنۍ مرحله کي  ایران  تر نظامي  فشار لاندی ونیسی  خو ایرانیان غواړي امریکایان د نظامی  فشار لاندي و نیسي ، او ددوي  له  پاره ددې کار د ترسره کولو غوره ځاې   د افغانستا ن خاوره ده .
د ایران دپاسدارانو  ستر قومندان اولوی درستیز  څو ورځي مخته په داسي حال کي  په افغانستان کی دامریکایانو پرخلاف د نوو جبهاتو د جوړولو  له پاره غږ وکړ  چې دایران  پخواني ولسمشر خامیني   څو څو ځلی ویلی  چې که دایران  همکاري نه وي نو امریکایانو به هیڅکله  هم په افغانستان ولکه نه وې کړې .  دوې له یوه اړخه د امریکایانو سره  خپله بسپنه اعلانوي دبله اړخه  غواړي د یولس کالو دتیریدو وروسته  په افغانستان کي د امریکایانو په خلاف  نوي  جبهي پرانزي . غواړي خپل جنګ  افغانستان ته را نقل کړي .  غواړي په افغانستان کي خپل  لاسپوڅي په کار واچوي  او امریکایان  همدلته مصروف کړی ، او لکه څنګه یی چې  اسرائیل دخپلو فلسطیني لاسپوڅو په واسطه  هلته   دغزې په تراړه کی  مصروف کړي  په دي توګه امریکایان  همدلته  مصروف کړي . دوي دبشار دوحشي رژیم څخه  په دي خاطر دفاع کوي اوخپل پاسداران  هلته د سوریی د مظلوم  ولس دوژلو له پاره ور استوي  چې هغه هم علوي شیعه دي ،خو برعکس  په نورو هیوادو  کي  ولسونه د قیام له پاره  هڅوي ، اودا هم په داسي  حال کي  چې د افغانستان د ولس  قیام  که خداي کول  پایلو ته نزدی کیدونکي  دي ، او امریکایی ځواکونه  به دددي ټولو لاپوشاپوسره سره بیاهم ددي هیواده   خپلې پښې  سپکوي .
پایلي :
داسي  بریښي چې امریکایان  د افغان ولس سره د (Stick and carrot) لوبه کوي . دوي د نړیوالو اوپه ځانګړې توګه د افغانانو د اذهانو سره  رواني  لوبی راخستی ، له یوه اړخه  د افغانستان څخه د وتلو خبره کوي ، اووایی چې تر ۲۰۱۳ پورې  به امنیتي مسؤلیتونه  افغانانو ته ور  ورسپاري  ، او پخپله  خپل ځانونه را غونډوي ،ترڅو د ۲۰۱۴کال دمهال ویش په مطابق دافغانستان  څخه خپل  فوځونه وکاږي .  خو دبله اړخه یی نظامي مشران  وایی چې دافغانستان  څخه دوتلو په اړه  ان تر ۲۰۱۷ کاله پورې  فکر هم نه کوي ، خپل  ځواکونه به  راکم کړی  او اوس هم دادي دهغوې دکمښت په اړه  کار کوي خو افغانستان به له یوې مخې ځانته پرې نږدي .
د جنګ  په اړه  په امریکاکي  دوه  ډوله  آندونه  شتون  لري ، عمومي ولس یی  په هرو  لسو کسانو کي شپږ دجنګ په خلاف دي ، اوسنۍ سروې  چې د اي بي سي  له اړخه تر سره شوي  وایی چې  ډیره کي امریکایان  د افغانستان دجنګ د اوږدیدو سره مخالف  دي او څرګندوي چې دا جنګ  په دي نه ارځي  چې  مونږ په کي خپل ځوان  هلکان اونجوني  له لاسه  ورکړو .
د بله اړخه  د جمهوري غوښتونکو  ګوند  هم د سخت  تشنج سره مخ دي ، دوي  په دي دومره  موده کي و نه شو کولاې  چې د ولسمشر  اوباما په مقابل کي  یو تکړه او غښتلي  کاندید رامخته کړي .  دافغانستان د جګړې  په  اړه  ددوي داوسنیو موفقو کاندیدانو  آندونه  هم  یو د بل سره پوره توپیر لري .  دنموني په توګه  رامني   په اوباما   باندي  نیوکه کوي چې ولي  یی دافغانستان  څخه دخپلو فوځونو د ویستلو مهال ویش  اعلان  کړې دې خو بیا یوبل  کاندید وایی چې هغه به  که  سپیني ماڼۍ ته ورسید ، سمدلاسه دافغانستان د جګړي پاې اعلان کړي او خپل ځواکونه  به دهغه  هیواده  را وکاږی . اما خبره  داسي  نه ده . په امریکا کي هم  دپالیسیو  جوړونکي ځواک  دهغه هیواد  جاسوسی اداري او نظامي  ځواکونه دي .   په دي اساس   د امریکا ددفاع وزارت  اوپه ځانګړې توګه  نظامي  جنرالان  یی د زمکنيو   واقعیتونو  د په نظر کي نیولوسره  پریکړه کوي او اوس  دا پریکړه همدوې ته ورپه غاړه هم ده .
ددې ترڅنګ  زمونږ په هیواد کي  دامریکایی  ځواکونو  جرایم  او د ولس په خلاف  ددوې  حیواني کړچار  ورځ په ورځ  را ډاګیزه کیږي .  دقران  عظیم الشان د سپکولو اوسوځولو  وروسته ، دمظلومو شهیدانو په مړو باندی متیازي  کول اوبیا   دقندهار دزنګاوت  دکلي  په  خوب  ویدو  کوچنیانو  ښخو او نرو  باندی   ترور  او وحشت اودهغوې له منځه  وړل  یی  وروستي   کړني دي  چې  د نړیوالو تر مخه دي .
امریکایان  په دي هڅو کي هم تر یوه ځایه بریالي  معلومیږي چې  زمونږ د ځوان کوول   په کلتور او مذهب کي بدلون  راوړي .  نن  د افغانستان دمرکزي ښارونو ځوانان  (هلکان  اونجوني )  د سختو بداخلاقیو په لور  روان دي او د ښځو دازادۍ تر نامه لاندي  چې  کوم  فسق او فجور  په ټول  ولس کي  خپور دي  نمونه یی د هیواد په تاریخ کي  ډیره  کمه تر سترګو کیږي .
همدا  راز  یوشمیر مافیایی  کړۍ  چې د ولس  په مقدراتو باندی یی  د خپلوځانو دپلورلو په واسطه  منګولي ښخې کړي  او دشپي شپي  د میلیونو ډالرو او  په دوبۍ او نورو  هیوادو کي دقصرونو خاوندا  ګرزیدلي هم  نه غواړي امریکایی  ځواکونه  دهیواده   بیرون شي .  دکرزي یو مشاور او ډیر  معتبر  کس  ددي شنني لیکونکي ته وویل  چې   حاضر نه دي  امریکایانو ته مشوره  ورکړي  چې د افغانستان څخه  په مکمله توګه بیرون  شي ، که دوي  ووځي نو مونږ چاته پریږدي .   په دې لړ کی د ښځو  یو شمر کړۍ هم دمدني ټولنو تر نامه لاندي همداسي تبیلغات  کوی .
ایرانیان هڅه کوي  دپخوانیو تجربو څخه  په  ګټې پورته  کولو سره  د ۱۹۹۲  حالات  بیا تکرار کړي، دغه  هیواد هغه وخت چې دافغانستان اسلامي انقلاب  بري ته ورسید او  هیواد ددي  جوګه کیده  چې  دیوه منتخب  حکومت د جوړښت  له پاره ځان تیار کړي ، د یو شمیر فاسدو  عناصرو په اخستو او  د خپل ولس په خلاف د هغوي د جنګولو  هڅي وکړي  اوپه دي هڅو کي یی   هند او روسان  ملاتړي وو .
دایران  دپاسدارانو دلښکرو مسؤل  اومشر  چې  غواړي  لس کاله وروسته  په افغانستان کي  دامریکایانو په خلاف  نوي جبهات   تشکیل کړي   او غواړی دخپل  ولس  جنګ  زمونږ  د مظلوم ولس  غلبیل شوو سینو ته منتقل  کړي ، او د امریکایانو او ناټو دغړو  هیوادونو دا تاریخي ماتي  چې   زمونږ دولس  د ځوانانو  په وینو  به انشاءالله تر سره کیږي  ،   اوپه پایلو کی  به یی د ولس د خوښي  یو مستحکم  اسلامي نظام منځته راځي ، اختطاف کړي او پرې نه ږدي  چې افغان ولس دخپلي خوښي ددغسي یوه نظام خاوند شي.
په دي اساس  هغه څه  چې  هیله یی کیږي  هغه دادي  چې  داستقلال او ازادۍ  له پاره د راولاړ شوي مقاومت ډلي ټپلی که هغه حزب اسلامي  او طالبان  دي  او که  نورې  ډلي  ،  ټول  په متحده توګه  یوه مشترکه  ستراتیژي  جوړه  کړي ، زمکني حقایق  تر خپل  کنترول  لاندي راوړي ، او دهمدي ستراتیژۍ له مخی  بهرني  ځواکونه  دخپلې خاورې څخه  وتلو ته مجبور کړي .
دمقاومت  لیکي باید متوجه وي  چې د یوه  ستر نړیوال داسي ځواک  سره مخ دي  چې  په دي کارونو کي   ډیره تجربه لري .  هغوي  غواړي لکه څنګه  یی چې دحزب اسلامي  څخه یو شمیر غړي  دکابل په رژیم کی ورننویستل اودهمغوې څخه اوس دخپلو موخو د ترلاسه کولو په خاطر کار اخلي  په همدي توګه د طالبانو دغورزنګ  یو شمیر  کسان  هم یو دبل په خلاف  د سیاسي خبرو اترو اویا نورو مسایلو له مخي  واخلي  او دطالبانو غورزنګ  هم دکمزورتیا سره  مخ کړي .
ټولي سیاسي ډلي ټپلي باید درک کړي  چې  بهرني ځواکونه به دافغانستان څخه  وځي ، دا چې  کله به وځي  دا نیټه او مهال ویش  به ورته  زمکني حقیقتونه  را  بربنډوي  ، خو په هرصورت  دوې تل په افغانستان کی  پاته کیداې نه شي ، نو په دې اساس  ټول  سیاسي  ځواکونه  باید دخپلمنځي  تفاهم له  لارې   په داسي  یوې طرحه باندی  چې  دبهرنیو ځواکونو  وتل  سهل  او دافغانستان ازادي اواستقلال  خوندي  وساتی  سره را ټول شي ، په دی لاره کي  که  بله کومه موزونه  طرحه  نه وي  نو د حزب  اسلامي له اړخه  ۱۵ ماده یی طرحه  خویی  دبحث  له پاره  په مخکې پرته ده .
ژوندي دې  وي افغان  میړنې اوویاړلي ولس

Copyright Larawbar 2007-2024