کندهاري بزګرانو په هند کي زده کړي حاصلي کړې
کندهار افغانستان- د کندهار والي د دوست هيواد هندوستان څخه د راستانه سوو کندهاري بزګرانو سره نن په خپل دفتر کي وکتل.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن د هغه کندهار ميشتو بزګرانو سره پخپل دفتر کي وکتل کوم چي څه موده مخکي دوست هيواد هندوستان ته د زده کړي لپاره استول سوي وه.
د کندهار ولايت څخه د دامان، ژړى، ډنډ، ارغنداب، خاکريز، ښوراوک، نيش، شاوليکوټ او پنجوايي ولسواليو بزګران د کندهار د ولايتي اداري په هڅو او کوښښونو هندوستان هيوادته د زراعتي زدکړو لپاره استول سوي وه او تر څو ورځني زده کړي وروسته خپل هيواد ته راستانه سوه.
پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د يادو بزګرانو احوال وپوښت او زياته يي کړه چي دا ډول سفرونه ډير ګټور دي او هيله يي وښوده چي د يادو زده کړو څخه ارزښتناکه ګټي پورته کړي او په خپلو کليو کي يي نورو بزګرانو ته ور زده کړي تر څو د کندهار زراعتي سيسټم لا هم وده وکړي او په نړيوال بازار کي ښه نوم او لوړ مقام ترلاسه کړي.
يادو بزګرانو د خپل سفر په اړه لنډ معلومات وړاندي کړل او ويي ويل چي د ياد سفر پر مهال يي د هندوستان هيواد د ډهلي، اګرا، مترا او کرنال ولاياتو، دهندوستان د زراعتي تحقيقاتو د عمومي رياست ، د ميکانيزي سيسټم، د ابياري ډراف سيسټم او نورو تحقيقاتي فارمونو لکه د آمو، انارو، غنمو، جوارو، غواوو، بزو او يو شمير نورو تجربوي او تحقيقاتي فارمونو څخه د نژدي وکتل او زياته يي کړه چي کندهاري بزګرانو ته ښي رهنمايي وسوي او او ډير څه يي ځيني زده کړل.