د ايتلافي ځواکونو پوځي الوتکي بېړنۍ ناسته کړې

د لراوبر اداره | مارچ 26th, 2012


تېره ورځ د افغانستان په سهېل کي د ايتلافي ځواکونو يوې پوځي الوتکي بېړنۍ ناستي خبر  ايتلافي ځواکونو د يوې خبرپاڼي په ترڅ تاييد کړئ دی .
په خبرپاڼه کي راغلي دي چي د الوتکي بېړنۍ ناستي په سيمه کي د طالبانو فعاليت نه ترسترګو کېدئ ، په الوتکه کي سپاره پوځيانو ته ځاني زيان نه دي اوښتی او له سيمي لېږدول سوي دي .
په دې خبرپاڼه کي د پوځي عملياتو يا د پېښي د ځای په اړه مالومات نه دي ورکړه سوي .

Copyright Larawbar 2007-2024