فاريات:د ازبکستان اسلامي غورځنګ کسان نيول سويدي
ناټوځواکونه وايي د افغان ځواکونو سره يې د ګډو عملياتو په پايله کي نن سهار د فارياب ولايت د شيرين تګاو په ولسوالي کي يې دوه داسي طالب وسله وال نيولي دي چي د ازبکستان د اسلامي غورځنګ سره تړاو لري .
د خبرپاڼي له مخي دغه ازبک طالبانو د ناټو او ايتلافي ځواکونو پر ضد د سړک غاړي بمونو او پوځي بريدونو تر څنګ د لوړ پوړو افغان چارواکو د وژلوپه پلانولو کي لاس درلود .
ناټو وايي دغو پوځيانو د سپکو وسلو جګړه ورسره وکړه خو ددوی وسله وال ، راکيټ او کلاشينکوفونه وويشتل سول او دوی ژوندي نيول سوي دي .