کور / شعر / ګام پــــه ګام

ګام پــــه ګام

څوستړي ارمــــانـونــــه ګام پــــه ګام در پسي ځـــي
هُم زړه در پسي ځــــي،اوهــــم ارام در پـــسي ځــــي
 
سپوږمۍ دڅورلسم يـــې،داووم اسمان پـــرغولي
جرګـــــه دسپـينوســـتوروپــــه ســـلام در پسي ځـي
 
لـــه خيالـــه يـــې لويــــدلي دی ډک جام دجــــنتونــو
زاهــــددخـــلوتــونو،نـــــن بـــــدنــــام در پسي ځـــــي
 
چي لمرغونـدي نِـــهام شې، تردې توروغروجانانه
سرې اوښکي مــي له سترګوهرماښام درپسي ځي
 
غــروردزلـــيخـــا چـــي، ستــادهـــري ادارنـــګ وي
يوسف دزمــانـــــې بـــه خودغُــــلام در پسي ځــــــــي
 
دميـــني پــه سِکه دي ، لاپخـوارانــه زړه واخيست
لګـــيادی،اوس مي ژوندهم په لــيلام درپسي ځي
 
نــورڅــــه ويلای نشي مــــلتـــيار، بــــې له تـــايــاره
هــــم خيال در پسي ځـــي ،اوهم کــلام درپسي ځـي
ايميل :a.millatyar@gmail.com