کور / تازه خبرونه / لس توغنديو لس نفره ټپيان کړل.

لس توغنديو لس نفره ټپيان کړل.

دپکتيکا ولايت دبرمل سرحدي ولسوالي ته لس توغندي راتوغول شوي دي چي له امله يي لس تنه ټپيان شوي دي.
دپکتيکا ولايت دامنيه قومندان مل پاسوال نبي جان ملاخيل وايي چي تيره شپه يو په بل پسي لس توغندي دبرمل ولسوالي د مرغي په نوم سيمي ته راغلل چي څو توغندي يي په دوه کورونو ولګيدل چي له امله يي ده دي دوه کورونو لس تنه سخت ټپيان شوي دي چي دټپيانو په منځ کي دوه ماشومان هم شامل دي ټپيان اوس مهال دخوست ولايت يوه روغتون ته انتقال شويدي.
ملاخيل وايي چي توغندي دپولي له هاخوا نه راتوغول شوي دي چي تراوسه يي دوي کوم ځواب نه دي ورکړي دا ځکه چي کيداي شي چي ملکي وګړو ته پکي زيان ورسيږي.