ميدان وردګ:۲۹۰۰ ټنه غنم او ۲۰۰ټنه کيمياوي سره او تخم ويشل کيږي
په میدان رودګو ولایت کې ۲۹۰۰ ټنه غنم او ۲۰۰ ټنه اصلاح شوې تخمونه او
کیمیاوي سرې د ویش لړۍ د ولایت والي محمد حلیم فدایي او کرنې ریس لخوا
پیل شوه
کرنې ریس انجینیر فضل عمر په ویناء ۲۹۰۰ ټنه خوراکي غنم دکرنې وزارت لخوا
به ددې ولایت په( ۲۹۰۰۰) اړو او بې وزلوکورنیو باندې چې پخوا دسیمه ایزو
شوراګانو لخوا په ټول لایت کې سروي شوې وی هرې کورنۍ ته به (۱۰۰) کیلو
ګرامه غنم ورکړل شي او همدارنګه ددې ترڅنګ ددې ولایت ګروندګرو او بزګرو
لپاره ۱۰۰ ټنه دغنمو اصلاح شوې تخمونه او ۱۰۰ ټنه کیمیاوي سره چې دکرني
وزارت لخوا (۲۰۰۰)ګروندګرو او بزګرانو سره مرسته شوې چې هر بزګر ته به(
۵۰ )کیلوګرامه غنم او( ۵۰ )کیلوګرامه کیمیاوي سره ورکړل شي.
ښاغلي فدایي نوموړې مرستې ددې ولایت اړینو کورنیو سره ګټورې وبللي او د
کرنې ریاست او دټاکل شوې کمیسیون یې وغوښتل چې دمرستو په ویش کې صداقت او
عدالت عنصرونو ته پاملرنه وکړي.