کور / راپور / ناروې:د زنګاوات د شهيدانو فاتحه واخستل سوه

ناروې:د زنګاوات د شهيدانو فاتحه واخستل سوه

د ناروې په اوسلو کې د قندهار د پنجوایی د شهیدانو فاتحه واخستل شوه
د روان کال د مارچ په ۲۵ مه  د مخکینې اعلان او خبرتیا سره سم د قندهار د پنجوایی د وروستیو شهیدانو فاتحه د د عوت د خپلواکو رسنیو په نوښت د اوسلو په یوه لوی او مرکزی جومات کې واخستل شوه. د فاتحې مراسم د پلان سره سم د ورځې په ۱۲ بجو د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل شول.
چې د فاتحې په جریان کې د قران عظیم الشان د تلاوت په څنګ کې ښاغلی مولوی عبدالروف صافي،  ښاغلی نارد سرشار، ښاغلی محمد طارق بزګر، ښاغلی دین محمد کاروانی  او ښاغلی قریب الرحمن سعید خبرې وکړې.
ویناوالو په خپل وار دغه نه بښوونکی جنایت او د افغانو وژنې په کلکه وغندلې او په کلکه یی غوښتنه وکړه چې دا ډول وژنې او د جنګ جګړو اور دې د تل له پاره ودرول شي.
ویناولو په وار وار د افغانانو د یووالی غوښتنه وکړه او ویې ویل چې یو بل ته باید د یووالی لاسونه ورکړو او په ملی مسایلو او ملي غمیزو کې باید د هر ډول تړاونو پرته ملي روحیه خپله او یو ثابت او غو څ دریځ غوره کړو.
پښتون وژنه باید ودرول شي او هڅه وشي چې خپل کړه وړه د اسلامي د سپیڅلي دین د ارشاداتو سره برابر کړو.
د فاتحې دغه مراحم د ورحې په یوه نیمه بجه د ښاغلی قریب الرحمن سعید په دعا پای ته ورسیدل.
د فاتحې برخه والو افغانانو د غم او خفکان تر څنګ په دې خوښي ښکاروله چې د دعوت د خپلواکو رسنیو په نوښت د پنجوایی د شهیدانو فاتحه واخستل شوه او دغه جنایت چې  د ټول بشریت زړه یی دردولی او د هر وطندوسته افغان او پښتون زړه یی زخمی کړی وو په کلکو ټکو وغندل شو.
د فاتحې دغو مراسمو ته د اوسلو او شاوخوا سیمو تر څنګ د لیرو ښارونو نه هم یو شمیرافغانان راغلی وو