کور / طنز / طنز څرنګه منځ ته راغی

طنز څرنګه منځ ته راغی

په مصر او عراق کي


د ژووله خولې انساني کیسې( فابل) د عاموخلکو دګړنی ادبیاتو یو  ډیر لرغونی ډول دی چې د ټولو هیوادونو په ادبیاتوکې یې نښې لیدل کیږي   او خلک يي لکه  متلونه  کاروي


 په سمیریانی ( هغه ژبه چې څلور پيرۍ مخکې له میلاده په عراق کې ویل کیدل )او اکادیانی ( هغه  ژبه چې په میزوپوتیا یا برونز عصر کې د اکاد دښار ژبه وه )کې  راغلي دي ،  چې « اریش یبلنګ» فابلونه لویدیځ ته ورپيژندلي دي.


د مصر د منځینو پیړیو دځنګل د پاچا نکل   د هبرو د ځنګل کتاب سره یوشی دی


او د ایزوپ د (ځوز او د سدر ونه) نکل د دویم کینګ له نکل سره یو شی دی


 


په افغانستان او ایران کې


په شپږمه  هجري پيړۍ کې  کلیله او دمنه په فارسي  چاپ سوه او هم   د« اسوریک ونه  « چې  دیوې ونې او وزې مناظره ده په پهلوی ژبه چاپ سوه


مرزبان نامۀ دمرزبان بن رستم بن شروین (۳۰۲ ق ) چې په طبری ژبه وه د «سعدالدین وراوینی» لخوا په فارسی وژباړل  سوه .همداسې  دسنایي غز نوي حدیقه الحقیقۀ ، دسعدی د بوستان ځینې  داستانونه (۶۵۵ ق ) او دایرج میرزا (۱۳۴۴-۱۲۹۱ق) د ګیدړې او کارغه قطعه  د هغه وخت  ډیر مشهور فابلونه دي .


.


برو شیر درنده باش ای دغل


میندازد خود را چون روباه شل


ولاړ سه ډاړون زمری سه اې دغله


ځان مه اچوه لکه ګیډره  شله


په مثنوی  مولوی کي د طوطي او تجار کیسه داسې پای ته رسیږي


معنی مردن ز طوطی  بدُ  نیاز


در نیازو فقر خود را مرده ساز


دمړ کیدو مانا طوطی ته وه په کار


دهغه په غوښته يي کړخپل ځان زار


بیا د عبید زاکانی(۷۷۲ق)د ژوو  افسانی  چې ټولنیزي  ، سیاسي او فرهنګي نادودو یادونه یې کوله لکه د موږک او پیشو مثنوی خپره سوه


 


په یورپ کې د ژووله خولې انساني کیسې د رنسانس په دور کې د انګریز شاعر ادموند اسپنسر (۱۵۹۹-۱۵۵۲م) د «هابرد د مور» په نامه ټولګه ډیره مشهوره ده له هغه وروسته «جان درایدن »انګریز شاعر (۱۷۰۰-۱۶۳۱م)  له منځه تللي فابلونه  راژوندي کړي دي


همد اسې فرانسوي فرانسوس(۱۶۹۵-۱۶۲۱م)د فابل ټولګه چاپ سوې ده


د لافوتین فابلونه لکه کارغه او ګیډره ، لیوه او وری، مشهور دی بیا د« پیر دو لاریوه» فرانسوی لیکوال( ۱۵۶۰-۱۶۱۹م) د فدروس ځینې فابلونه په شعر اړولي دي .د آلکسی میخاییلوویچ رمیزوف بیزوګانی  او انګریز جورج اورول د ژوو کلا دهغه وخت  نورمشهور فابلونه دي.


لافوتین داروپا د منځنی پيړۍ یو مشهور فابل لیکونکی  دی دهغه فابلونه اخلاقی  دی


هغه په محاکمو ، کلیساو او بورژوازی نظام فابلونه  لیکلي دي


بل مشهور فابل لیکونکی ایوان کریلوف۱۷۶۹-۱۸۴۴ روسی مشهور  فابل لیکونکی  دی


  هغه په روسی لافوتین مشهور دی  ، دهغه مشهور فابلونه شرمښ د سپي په کوډله کې ،  شرمښ او پسه، کارغه اوچرګ، طاوس اومار، د وحشانو مړینه او داسی نور دی


بل مشهور فابل لیکونکی روسی سالتیکوف شچدرین(۱۸۲۶ ) دی


  هغه دايزوپ تر اغیز لاندې فابلونه لیکلي دي د هغه مشهور نکلونه د یږانو حکومت، اوداسی نور  دی


 د هغه یو فابل افسانه د کپور کب په نامه داسې ده


کپورکب په سیند کې د شارب له ویری د یوې ډبرې لاندې وږی اوبې حرکته پټ و یوازې یې هغه چنجیان اوخزندې چې هغه ته نژدې راتلې خوړلې او ان له ویرې له ښځوکبانو سره نه یوځای کیدی . هغه اوږد عمر لري سل کاله ژوند کوي مګر دمړینې په ورځ یې ارمان کوی ځکه د ژوند تر کمیت یې د ژوند کیفیت جار کړ ی  و.