ملي امنيت رياست د وسلو او مهماتو لويه زېرمه کشف کړه
کندهار افغانستان- د کندهار د ملي امنيت رياست منسوبينو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تېره شپه ددې ولايت په دامان ولسوالي کي عمليات کړي چي په نتيجه کي يې د مخالفينو د وسلو او مهماتو يوه لويه زېرمه کشف سوه.
د ملي امنيت منسوبينو تېره شپه ناوخته ددې ولسوالۍ په منډ حصار کلي کي پر يوه کور چي د مخالفينو لخوا ورڅخه د وسلو د زېرمتون ګټه اخستل کېده ، عمليات وکړل او پر مهال يې ٧١ ميله کلاشنکوفونه، ١٤ ميله پيکا ماشينونه، ١٤ ميله ميګاروف توپنچې، ٢٥ پايې مخابرې، ٢٥ زغري، ٣٨٠ عدده د کلاشنکوف شاژورونه، ٧٥ د ميګاروف توپنچې شاژورونه، ١٨ د پيکا شريد دانۍ، ١٥ عدده د مخابرې چارجران، له ١٢ زره څخه زيات د پيکا مرمۍ او يوه اندازه نور مهمات په لاس راغلي دي.
له دې شيانو سره په تړاو يو تن هم نيول سوى چي دامهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دى چي په پايله کي به يې نور همکاران او ډله هم د ملي امنيتي ځواکونو لخوا ونيول سي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن رسنيو ته وويل چي د ملي امنيت رياست منسوبينو د تل په څېر يو ځل بيا په يوه بل اقدام کي د سلګونه کندهاريانو او افغانانو ژوند وژغورى او د مخالفينو د وسلو يوه لويه زېرمه يې له منځه يووړه.
هغه د ملي امنيت رياست وستايه چي همېشه يې په پوره اخلاص سره د خپلو خلکو او وطن د ساتني لپاره کار کړى او د مخالفينو ډول ډول شوم اعمال يې کشف کړي دي.