کور / شعر / غزل

غزل

ستا د يادونو چې جانانه زمزمې کومه


زه به ډېر خيال د دغې نوې وظيفې کومه


ستا له تګ وروسته مې د زړه په خونه بم پريوتی


زه به څه چاره د دې ورانې کنډوالې کومه


ښکلا دې نه لري سرحد د پټيدلو نه ده


ګلرنګې زه به څه صفت د دردانې کومه


داځل پکتيا کې بيا بهار راغی ګلاب شوي دي


داځل به يارته په ډالۍ کې ترې غونچې کومه


دا کړاوونه زه د ځان لپاره نه ګالمه


تسکينه غم زه د راتلونکې زمانې کومه


۱۳۹۰/۱۲/۲د شپې دوه بجې اتفاق مېنه