د ناټو اکمالاتو ته لار پرانیستل ‘اسلام ضد’ عمل دی’

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مارچ 29th, 2012


اسلام اباد:د پاکستان د دیني عالمانو یوې ډلې پخپله فتوا کې ویلي چې افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د اکمالاتي توکو لپاره د ځمکنۍ لارې پرانیستل د اسلام پرضد عمل دی. دا فتوا داسې مهال شوې، چې د پاکستان پارلمان ته د ناټو ځواکونو اکمالاتي توکو په اړه د پرېکړې اختیار ورکړل شوی دی.له تېرې څه مودې راهیسې پاکستاني مذهبي ډلو افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره د اکمالاتي توکو د لېږد پرضد کمپاین پیل کړی دی.تېره ورځ ناوخته هم د پاکستان له پارلمان بهر ددغو ډلو سلګونه پلویانو مظاهره وکړه.د پنځوسو مفتیانو په فتوا کې اسلامپاله ډلو خبرداری ورکړی چې په زور به د ناټو ځواکونو د اکمالاتو پرمخ لار وتړي.دا لومړی ځل دی چې پاکستاني عالمان د ناټو پرضد ځواکونو لپاره د اکمالاتي توکو لپاره لار پرانیستل د اسلامي شریعت خلاف عمل بولي.د ‘سُني اتحاد شورا’ د عالمانو په فتوا کې ویل شوي چې افغانستان کې د بې ګناه وګړو په وژنه کې له لاس لرونکو ایتلافي ځواکونو سره هر ډول همکاري د شریعت خلاف کار دی.فتوا کې ویل شوي له امریکايي او ناټو ځواکونو سره د همکارۍ پرځای، باید پاکستان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې کوښښ وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024