په ماينونو فرش سوي درې کورونه کشف سول

د لراوبر اداره | مارچ 28th, 2012


کندهار افغانستان- ګډو افغان ځواکونو د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کي د عملياتو پرمهال هغه درې عدده کورونه چي د وسلوالو لخوا په ماينونه فرش سوي ول کشف سول.
په دې کورونو کي سلګونه کړۍ ډول ډول ماينونه او چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى سوي ول چي د ملي امنيتي ځواکونو د انجينيري ټيمونو لخوا ورته چاودني ورکول سوې.
ددې ترڅنګ په پنجوايي ولسوالي کي هم يوه کشمشخانه چي د مخالفينو لخوا پکښي ماينونه ځاى پر ځاى سوي ول د پوليسو لخوا کشف سوې او وروسته چوول سوې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024