کندوز: د امام صاحب ولسوالۍ دبرېښنالويي پروژې پرانستنه وسوه
د کندوز ولایت د بریښنا رئیس د پلوم انجینیرحمیدالله وویل (( ددی وړاندی امام صیب ولسوالۍ اوسیدونکیو بريښنانه درلوده دا یوه بنسټیزه پروژه ده چې مونږېې د بریښنا ښاری شبکې په نوم یادو))
نوموړی وایې مونږ د ښاری بریښنا شبکې د لومړی ستنې لګولوشاهد یو ددغې پروژې ټولیزلګښت څلورمیلیون څلورسوه اوڅلورویشت زره امریکاېې ډالره دی چې د بریښنا اواوبولګولووزارت له لوری چې مرسته کوونکې یې یوهندی شرکت د EC په نوم دی ورکول کیږي خوپلې کوونکې به یوافغانۍ شرکت وی.
همدارنګه یاده پروژه ۳۰ کیلومټره ساحه د خپل پوښښ لاندی راولې چې له امله به یې د۲۰-۱۵ زره کورنۍ د بريښنا له فیضه برخمنې شي.واردمخه دامام صیب ولسوالې په ۴۰ کیلومټره کې د بريښنامزی دبریښنا راتلولپاره غزیدلې دی.
د بریښنا رئیس زیاته کړه د بریښنا د توزیع کولوکاربه په دوه پړاونوکې بشپړشي په لومړې پړاوکې به ۱۶ ټرانسفرمره لګول کیږی چې پاتې کاربه یې په دوهم پړاوکې بشپړشي نوموړی وویل دروان کال په جون میاشت کې به دیادی ولسوالۍ خلک دبريښنا له فیضه برخمن شي.
په امام صیب ولسوالۍ کې بريښنا دپروژی د پرانستې په اړه عبدالطیف ابراهیمې چې ددغې ولسوالۍ یوتن اوسیدونکې دی وویل (( دامام صیب ولسوالۍ ټول خلک د مسوولینوددی اقدام څخه قدردانې اوخوښې څرګندوي ، کابل اونورو ځایونوته بريښنا دامام صیب ولسوالۍ نه تیریده مګر خپله ددی ولسوالۍ خلکوبريښنا نه درلوده، چې دلته یې ټول اقتصادی اونور پرمختګونه دننګونوسره مخ کړی وهغه وویل نن مونږخوښ یوچې زمونږکورونو ته بریښنا راتلوونکې ده))
امام صیب د کندوز لویه ولسوالۍ ده چې شاوخوا څلورسوه زره نفوس لری خوددی وړاندی دبریښنا له رڼا ځنې محروم وه کندوزشته بریښنا د ګاونډی هیواد تاجکستان نه اخلې چې د یوکیلوواټ بیه یې دعاموخلکولپاره دوه نیمې افغانۍ اودهټیوالواوتجارتې مرکزونولپاره ۷ افغانۍ ده چې دچارواکوپه خبره دا دډیزلې بريښنا څخه کارونکیو ته په ښه بیه لویږي.