کندوز:د نوي بند جوړول به ۱۸۰زره جريبه مځکه خړوبه کړي

د لراوبر اداره | مارچ 29th, 2012


په دشت ارچې ولسوالۍ کې داوبوسربند په جوړیدوسره به ۱۸۰ زره جریبه ځمکه خړوبه اود سیند له خطره به وژغورل شي.
دشت ارچې ولسوالۍ د اوبود سربند کار وورسته د دوه کلن ځنډنه پیل ش-و، دغه سربند چې د کوکچې سيند نه اوبه اخلئ د يادي ولسوالۍ د خلکواوپه ځانګړي توګه بزګرانوته ځانګړي اهميت لري، که چيري دغه سربندجوړشي پدي سره به ۱۸۰ زره جريب ځمکه خړوبه شي ددغه سربند د تحکيماتواوپه پسرلي کې دسیند د اوبوپورته کيدلوله خطره د ځمکوساتل اړين ګام وچې داوسیدونکیوپه وینا واخیستل شو ،ددشت ارچی ولسوال شیخ صدرالدین وویل (( دارچی ولسوالۍ د اوسيدونکيو اوبزګرانو لخواپه پرله پسې هڅو اود چارواکوپه همکارۍ یاده پروژه منظورشوه )) ددغه سربند ټوليزلګښټ ۱۳۷ زره امريکايي ډالره کيږي چې دآلمان انکشافې بانک له لوري ورکول کيږي
سربيره پردي ددي په جوړيدوسره به د بزګرانو ځمکې د سيلابونواود سينداوبوله خطره وژغورل شي. دشت ارچې ولسوال شيخ صدرالدين وويل” دغه پروژه يوه اساسي پروژه وه چې پيل شوه هغه زياته کړه د سربند تحکيماتولپاره بايد ۲کيلومتره استنادي ديوالونه هم جوړشي ترڅوځمکې داوبوله خطره په بشپړډول وساتل شئ.”

د کندوز دشت ارچی ولسوالۍ ډیری دښتې اوځمکې داوبودکمښت سره مخ دی خودپسرلې اوپشکال په موسمونو کې په سیندکې داوبود ډیریښت له امله په جریبونوځمکه دسیند اوبوترګواښ لاندي راځي.

Copyright Larawbar 2007-2024