کور / سياسي / افغان اولس د ايراني آخوندسالارانو په دوکه نه غوليږي

افغان اولس د ايراني آخوندسالارانو په دوکه نه غوليږي

دا يو څرګند او مسلم حقيقت دي چې د افغانستان لرغونې او تاريخي هېواد د هغه غيرتي او باتور ولس د هستوګنې ټاټوبي دي چې تل د خپل هېواد په آزادي، خپلواكي او سر لوړۍ باندې مين دي. او هيڅوك نشي كولاي چې ددغې آزادۍ په وړاندې مانع او عايق وګرځي او يا دغه خپلواكي او آزادي تر پوښتنې لاندې راولي.
افغان ولس د تاريخ په بيلو بيلو پړاؤنو كې په سرلوړي او افتخار ژوند كړي او د وطن او ملت بدخواهانو ته يې غاښ ماتوونكي ځواب وركړيدى او خپله ملي خپلواكي او آزادي يې خوندي ساتلې ده او حتىٰ د نړۍ زبرځواكونه يې په ګونډو كړيدى چې د افغان- انګليس درې جګړې او د شوروي اتحاد د امپراطورۍ ډړې وړې كول زموږ ددغې ادعا بهترين ثبوت دي.
د ايران ولسمشر غير مسؤولانه خبرې چې افغانان، د امريكا او د نړېوالو متحدينو له منګولو څخه وژغوري چې دغه خبره په اصطلاح د تمساح او ښكې تويول دي.
نو موږ دغه ښاغلې ته وايو، هغه مهـال چې تاسو په افغانستان كې تګ او راتګ لرئ او هم په نوم د دوستۍ خبرې کوئ دا حقيقت تاته او ټولو نړېوالو ته ثابت شوي ؤ چې افغانان د خپل هېواد په آزادۍ او سر لوړۍ باندې يو مين او ليوال ولس دي.
په دې هم بايد پوه شي او سوچ وكړي چې كه چيري له افغانانو سره څوك په صداقت او رښتينولۍ سره ملګرتيا وكړي او له سم چال چلند نه كار واخلي، افغانان هيڅكله د چا صادقانه ملتيا او ملګرتيا نه هيروي او تل د احسان او نيكې تابع دي، مګر كه چيري ور سره له چال او فريب، منافقت او خدعې څخه كارواخيستل شي او يا د دوي په كورنيو چارو كې مداخله وشي نو بيا دغسې كسانو ته په هره سطحه او سويه چې وي هرو مرو د عبرت سبق وركوي، هغه هم داسې سبق چې د عمر تر پايه يې هير نه كړي.
نو ته هم بايد په دې پوه شي چې كله چې تا د جهاد په دوران كې له افغانانو سره ملګرتيا كوله، په تيره بيا كله چې افغان مجاهدينو د شوروي اتحاد امپراطورۍ ته د نړېوالو په مادي او معنوي مرسته ماتې وركړه او د كمونيزم پر تابوت يې وروستي ميخ ټك واهه، نو هغه وخت به د افغانانو له ځينو خصوصياتو سره بلد شوې يې مګر تا د دوۍ له دغو سپيڅلو ځانګړتياو څخه ناوړه استفاده وكړه او خيانت دې وكړ، د افغانانو په منځ كې دې د جهاد له بري وروسته بې اتفاقي، اختلاف او تشتت خپور كړ، د تنظيمي او خپل منځي جګړو په اثر دي دغه هېواد په كنډواله بدل كړ، همدا ؤ چې ستا ناوړه نقشې او شومو پلانوته زمينه برابره شوه نو ځكه اوس افغان ولس تا د مكر ګوډي ښه پيژني او ستا د تمساح په اوښكو هيڅوك نه غوليږي، تا نور په افغان ولس كې حيثيت او اعتبار له لاسه وركړيدى.
تااوس داسې نقشه طرحه كړي چې راځه د افغانانو په تيره بيا د اكثريت افغانانو د پاكي اسلامي جذبې څخه ګټه پورته كړه، ايراني آخوندانو ته په دغه خاوره كې د تخريبي فعاليتونو زمينه برابره كړه.