دا څرگندونې د انگلستان د دفاع وزيرپليپ هممونډ د چهارشنبې په ورځ هلمند ته د لنډ سفرپه ترڅ كې د هلمند له والي محمد گلاب منگل سره وكړې.
نوموړي تردې ليدنې وروسته وويل چې موږ به د افغان امنیتي ځواکونو سره تر ۲۰۱۴ کاله وروسته هم په مالي برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو او موږ د افغان ولس سره د اوږد مهاله همکاریو ژمنه كړې، موږ مسولیت اخیستی چې د ملی اردو افسرانو ته به له افغانستان څخه بهر د کاری وړتیا د لوړولو زمینه برابره کړو او زه نن د دفاع وزارت سره یو تړون لاسليك کوم .
دده په وينا چې د سفرموخه يې دې ولايت ته د هغه هيواد له سرتيروڅخه ليدنه اوهمدارازد هلمند له والي سره د امنيتي مسؤليتونود ليږد اونوروبرخوكې خبرې اترې وې اوهيواد يې ژمن دى چې په افغانستان بيا په هلمند كې به خپلومرستوته د اوږدې مودې لپاره دوام وركوي.
په دې ليدنه كې د هلمند والي محمد گلاب منگل د انگستان له مرستوڅخه مننه وكړه اوزياته يې كړه چې نوموړي هيواد نه يوازې د امنيت بلكې د پرمختگ اوبيا رغونې په برخه كې ډيرې مرستې كړې دي اوژمنه يې وكړه چې دا مرستې به پخپل حال په هره برخه كې جاري وساتي.