کور / کتاب / د عبدالمتين وردګ شعري ټولګه ( ډېوه ) چاپ سوه

د عبدالمتين وردګ شعري ټولګه ( ډېوه ) چاپ سوه

د میدان وردګو ولایت والي په مالي لګښت دپوهې ډېوه چاپ شوه
دمیدان وردګو ولایت والي محمد حلیم فدایي دفرهنګي هڅو په دوام او مالي لګښت د ولسي شاعر او پوهنې خدمتګار عبدالمتین وردګ (دپوهې ډېوه) شعري ټولګه چاپ شوه
عبدالمتین وردګ دمیدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسیدونکی او دکلونو کلونو راهیسې یې دپوهنې په برخه کې ددې ولایت وګړو لپاه زحمتونه ګاللي او په هر ډول شرایطو کې یې خپل همت او اندله لاسه ندې ورکړی او تراوسه یې د شعرونو درې ټولګې( د روژې سوغات، سنګر، او دیوالي ترانې) دچاپ په ګاڼه سمبال شوې چې شاعر پکې دخپلې ټولنې ناخوالو او همدارنګه حل لارو ته اشاره کړې او تل یې په شعرونو کې سترو ملي ګټو څخه ننګه کړی او عام خلک یې دنوموړو ارزښتونو ساتلو ته تشویق او هڅولي.
ښاغلی فدایي دنوموړې کتاب په اړه وایي عبدالمتین وردګ با احساسه شاعر دی چې شعرونه یې دټولنې لپاره ګټور پیغامونه لري.
له نیکمرغه د همدغه ولسي شاعر دشعرونو یوه بله خزانه ( دپوهې ډېوه) په (۱۵۰) مخونو کې (۱۰۰۰) ټوکه په ښکلۍ پوښتۍ او صحافت سره د میدان وردګو ولایت والي لخوا کمپوز او دچاپ په ګاڼه سمبال شوه
د یادونې وړ ده چې تراوسه د ولایت والي لخوا ۳۲ کتابونه دچاپ په ګاڼه سمبال شوې او ۴ کتابونو تر چاپ لاندې دي چې ژر به دمینوالو لاسونو ته ورسیږي، همدارنګه ښاغلي والي داستاد صدیق پسرلي دغزلبڼ دمخکتنې په غونډه کې دکتاب دچاپ د ملاتړ بودجې لاندې یو پروګرام هم اعلان کړ.
په پاي کې دعبدالمتین وردګ دغه شعر چې دهمدې ټولګي دچاپ په ویاړ یې دمننې په توګه لیکلي تاسو مېنوالو ته وړاندې کوو.
مننه
سلامونه عرض کومه عالیشانــــــــــــــه! فدایي صـاحبه! ډيره مهربانـــــــــــــــــــــــــــه
جوړبدن اوخوشحالي تل درته غـــــواړم زه دا ستاسو همــــــکارۍ بانــدې ډير ویاړم
دکتاب دچاپولو موزما سره وه ژمنـــــــــه داپر ما غریب وه ستاسو لــــــــــــــــــــــــورېنه
ډیر وخت وشو چې کتـــاب مې و راوړی جبارخیل صاحب ته ماو دی ورکـــــــــــــــړی
مایې نور کول د ورکې ګومــــــــــــــانونه راسره به پــدې باب وو تشویشـــــــــــــــــونه
ځکه ما ورباندې ډیر زیار و ګالــــــــــلــی پرقلم مې چې و داکــتاب لیکلــــــــــــــــــــــــی
دا څو ورځې مخکې زنګ راغی وماتــه وې سیرت صاحب چې غوږ نیســـــه ویناء ته
دکتاب مو اوس ټیپ شـــوې پوره ورروه یوځل راشه تېروتنې پکـــــــــــــــــــــــې ګـــوره
را روان شولمه زه ستاسو دربار تـــــــــــه شکرانې وایم الله (ج) پروردګـــــــــــــــــار تــه
داکتاب چاپول ستاسو لوی احســان دی دغه کار کله پـــوره زما پر تـــــــــــــــــــــوان دی
د ا ( دپوهې ډېوه) زر ټوکه مو چاپ کړه پاک الله(ج) مو ګناهونه ټول معـــــــــاف کړه
چې هر چا پکې ګاللي دي زیـــــــــــارونه خدای (ج) دې ورکړي هغوی ټولو ته اجرونه
ددې لوی احسان مو زه ډیر منندوی یم
زه متین به مو هر کله دعاګـــــــــــوی یم