کور / هراړخیز / مريم “ګلبدين” بنت ګلبدين “حکمتيار”

مريم “ګلبدين” بنت ګلبدين “حکمتيار”

ميرمنې د انساني ټولنې نيمه برخه تشکيلوي ولو که سپيڅلي پيغمبر ورته ناقصات عقل و دين ويلي دي ، هغوى د نارينه سره اوږه په اوږه کار کوي او ژوند پر مخ وړي خو د ميرمنو لپاره ځينې قويودات ټاکل شوي ، هم په اسلامي شريعت کې ، هم په انساني طبيعيت کې ، هم په افغاني ټولنه کې او هم په پښتني رواياتو کې .


داسې نه چې د ميرمنو او ښځينه قشر حقوق سلب شي ، بلکه پدې ډول چې لا پکې د ښځې احترام وشي او لا پکې د هغى د خونديتوب لارې چارې ولټول شي.


ميرمنو د انساني تاريخ په اوږدو کې خپل مقام درلودلې دى ، قرآنکريم د مريم بتول او هم د فرعون د ميرمنې يادونه کوي ، د حضرت پيغمبر صلي الله عليه وسلم د مور بي بي نوم امنه ؤ ، په هغه تر ټولو ګرانه ژوند شريکه بي بي عايشه نوميده او د ټولو ميرمنو بشپړ معلومات يې مسلمانانو ته څرګند دي.


لدې وروسته هم د ميرمنو يادونه شوې ، ډيرې غوره ښځې ، ډيرې عابدې او عالمې  ، ډيرې کلکې مجاهدې او مبارزې ښځې زيږيدلي او تيرې شوي دي ، خپل رسالت يې اداء کړې دې ، د (وا اسلاماه) چيغه هم د يوې ميرمنې وه چې خپل څښتن يې د دې څخه منعه کولو چې خپل حبيب ته اواز وکړي بلکه ويل يې چې بايد د اسلام په نوم چيغه وشي ، محمد بن قاسم هم سند ته د يوې ميرمنې د عزت د ساتلو په خاطر استول شوى ؤ .


په افغاني ټولنو کې هم ميرمنو ته ډير حق ورکړل شوې او د رايې څښتنانې شميرل شوي دي ، د احمد شاه بابا مور بي بي زرغونه نوميده چې ډيره مدبره او پوهه ميرمنه وه ، هغه وينا يې ټولو ته ياده ده چې ويلي وه احمد ځان وژني خو ماتې نه مني ، د ميرويس خان هوتک ميرمن نازو توخۍ وه ، د ميوند قهرمانه شهيده ملاله د تاريخ په غيږ کې لکه د ګل په څير پرته ده ، بيا وروسته هم افغاني ميرمنو نوم ګټلى دى .


وروسته هم ميرمنې يادې شوي دي ، د امير شيرعلي خان خور بي بي شاه جهان نوميده ، د شاه امان الله ميرمن ثريا نوميده چې د سردار محمود طرزي لور وه ، وروسته هم په افغاني ميرمنې يادې شوي او ځليدلې دي .


اوس وخت داسې دې چې په افغاني ټولنه کې د ميرمنو د نوم ياديدلو ته په عيب سره کتل کيږي ، د چا ميرمن چې په مجالسو کې ناسته پاسته کوي نو عامو افغانانو او په ځانګړې توګه پښتنو ته ښه نه ايسي ، په لارو کوڅو کې چې د کوم چا د کورنۍ د ښځينه غړې نوم واخيستل شي نو ډيرې خلک پرې جنګ کوي ، حال دا چې دا د جنګ خبره نده خو د ټولنې اصول دا ډول جوړ شوي دي.


اوسنى عصر يو شمير افغانان خپلو ميرمنو ته اجازه ورکوي چې بهر ته ووځي ، دا ازاد خياله بلل کيږي ،  يا هغه کسان دي چې د خپلو ملي اقدارو پاسداري نه کوي ، او ايا هغه نسل دى چې په افغاني ټولنه کې يې ژوند ندې کړې .


د شورويانو پر ضد د جهاد د برياليتوب څخه وروسته ميرمنې د افغاني سياست د ډګر څخه ورکې شوې يواځې يو څو په نظر راځي چې کيدلاى شي د وجود دلايل يې بيلا بيل وي بيلګه يې زمونږ په وړاندې ده ، د افنديانو (سيد احمد ګيلاني) کورنۍ چې لوڼو يې خورا شهرت لرلى دى ، پدې وروستيو کې مو د جمعيت د مشر برهان الدين رباني ميرمن هم په نظر راغله ، هغه د خپل خاوند په څير د بهرنيو ميرمنو په منځ کې راڅرګنده شوه او په شمالي ښار مزار شريف کې يې د يوې غونډې پر مهال داسې غوره ووهله چې د سولې لپاره به د طالبانو يا په اصطلاح هر ډول مخالفينو سره خبرې وکړي .


په ټيټه سطحه هم د يو شمير داسې جهادي کورنيو ښځينه غړې ميدان ته راوتلي چې پخوا يې پر ضد جګړه کوله ، په ولايتي شورى ګانو کې ناستې دې او په دواړو جرګو کې غړيتوب لري .


اوس د يو داسې چا د کور د ښځينه غړې نوم اورو چې توقع نه کيدله او نه پوهيږو چې دا به څه ډول پيښه وي چې د نوموړي مشر د کورنۍ د ښځينه غړى اواز رسنيو ته راوځي .


څو ورځې وړاندې مې په يوه پاکستانۍ ورځپاڼه مشرق کې يو خبر وليد چې د حزب اسلامي افغانستان د مشر انجنير ګلبدين حکميتيار د لور په حواله يې ويلي وه ميرمنې په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د وجود له کبله خوندي ندي.


خبر خورا لنډ خو په زړه پورې ؤ ،  د نوم څخه داسې بريښي چې دغه پتمنه ميرمن لا په کور ناسته ده او په نوم کې يې يو څه تيروتنه کړې ده ، اکثره ناواده ميرمن د پلار تخلص د خپل ځان سره لګوي نو ښه به مريم حکمتيار واى ، خو نه پوهيږو چې پدې حساس وخت کې د انجنير صاحب عزتمنده لور ولې دا ډول بيانونه ورکوي.


د دې خبر تر ليدلو وروسته مې خورا زياته پلټنه وکړه چې دا تر لاسه کړم دغه غونډه چې په شمشتو کې شوې او بي بي مريم پکې خبرې کړي څه ډول دايره شوې وه او يواځې پاکستاني رسنيو يې ولې خبر خپور کړ خو بريالى نه شوم او نه هم راته څرګنده شوه چې نوموړې ښځينه او نارينه دواړو ته وينا کړې او يواځې په ښځينه غونډه کې يې خبرې کړي دي.


اعتراض مو پدې ندې چې ولې د يوې ميرمنې نوم په رسنيو کې خپور شو او ولې يوه ميرمن سياسي بيانونه ورکوي ، بلکه د اعتراض حق هم نه لرو خو دې راپور د يو ډول حيرانتيا سره مخ کړي يو ، خداى دې وکړي چې افغاني ميرمنې په افغاني او اسلامي چوکاټ کې دننه په هر ډګر کې وځليږي او د بدخواهانو د دسيسو لمن ورټوله کړي، ميرمن ګلبدين ته مو هم همدا دعا ده.


په هر حال ، د حکمتيار صاحب په مشرۍ حزب اسلامي غواړي چې د افغانستان په راتلونکي سياست کې پوره ونډه واخلي او په هر ډګر کې د کار وړ خلک ولري چې کيدلاى شي د ميرمنو د سياسيت لپاره يې د مريم ګلبدين څرګندونې د بنسټ د خښتې حيثيت ولري.


Maryam Gulbadin Hikmatyar Mushriq news Peshawar