هلمند:د نفوسو احوال ثبتولو نوې ودانۍ پرانستل سوه
نوموړې ودانى چې د لښكرگاه ښارپه اداري ساحه كې د شاوخوا تيروشپږومياشتوپه موده كې په يوه پوړكې په پاخه اواساسي ډول جوړه شوې د پنجشنبې په ورځ د هلمند والي محمد گلاب منگل اود ځينونوروادارود مسؤلينولخوا د يولړمراسموپه ترڅ كې د پټى په پريكولوسره پرانيستل شوه.

ددې مراسموپرمهال دهلمند والي محمد گلاب منګل وويل چې نوموړې ودانى د څه كم پنځه مليونه افغانى د مركزي احصايې د پرمختيايي بوديجې په لگښت چې اوه اداري خونې تشنابونه ،حال اوټول ملحقات يې په پام كې نيول شوي دي جوړه شوې ده.
د نوموړي په وينا چې د ولايت د ادارې هڅه داده ترڅود نوروهغه ادارولپاره هم ودانى جوړې كړي چې تردې مهاله په كرايي كورونوكې اداري چارې پرمخ بيايي.
د يادونې وړده چې ددې ودانى په جوړيدوسره د احصايې د آمريت گڼې ستونزې چې په دې برخه كې ورسره مخ ووحل شوې دي.