کور / کیسه / بدل

بدل

هغه ورځ مې کټ مټ لکه د نن ورځې په څېر سترګو سترګو ته کیږي، چې مور مې یو جام اوبه د کور په لویه دروازه کې زما له رخصت کېدو سره سم را وشیندلې، د کونړونو د مزار درې د ګاز موټر ته پورته شوم او د کابل په لور مې مخه کړه. رښتیا د کابل په لور مې تکل له دې کبله و چې هلته مې لوړې زده کړې تر سره کولې او یواځې کلي ته د رخصتۍ ورځو د تېرولو په خاطر را غلی وم. ښه مې په یاد دي چې هغه کال مې د پوهنتون دوهم ټولګی پیل کاوه. د مازیګر زیړی لمر په غرغړه و چې د کابل د ښار د پښتونستان په واټ کې له سرویس نه ښکته شوم او مخامخ د خپل تره (اکا) د کور په لور روان شوم. د هغه کور د چهلستون په سیمه کې د ملا بزرګ زیارت ته څېرمه د اقاعلي شمس په کارته کې و. د لاری په اوږدو کې کله چې د نوموړي زیارت له اړخه تیرېدم، ناببره مې په یوې ښځی سترګې ولګېدې، چې لوڅ او ببر سر او شلېدلی ګریوان یې و. له ځانه سره ګړېدله. کله یې د سودایانو په څېر له هوا سره خبرې کولې، کله کېناستله او له لارې یې نیزوڼي ټولول او ځینی وخت یې په زمکه کږې وږې کرښی کښلې. ورنږدې شوم او چې بڼې ته یې ځیر شوم، نو په خپل ځای میخ او هک پک ودرېدم. د تورسرې بڼه راته اشنا ښکاره شوه. د هغې د پوره پېژند ګلوۍ لپاره مې په خپلو مغزو زور واچاوه. زما ذهن لا د تورسرې د پوره پېژند ګلوۍ پخاطر لوړې ژورې لټولې، چې تورسرې له زمکې پورته شوه، زیارت ته څېرمه له ویالې پورېوته او په یوه ویجاړه ورننوته چې دوې خوني یې له ورایه مالومېدې او دغې ویجاړې ما لا څه کوې چې د هر لاروي پاملرنه یې ځانته را اړوله.

له ښایسته شېبې چرت وهلو وروسته مې فکر ته راغله، نه چې سردرو ترور وي. ځکه سردرو ترور هم څو کاله مخکې له خپل کلي د شپې په تروږمۍ کې کډه بار کړې او نامالومه ځای ته تللې وه. خو کله چې به مې د سردرو ترور پخوانۍ څېره سترګو ته را د مخه شوه، نو د شک په پوله به روان شوم، ځکه د هغې سپین ګرد مخ، سپینې لېچې، له خندا ډکه خوله او ډولي صورت و. له ځانه سره مې وویل:

ـ توبه خدایه! لیونی شوی خو به نه یې، سردرو ترور ته ګوره او دې کړوپې لیونۍ ته؟

یو ځل مې پرېکړه وکړه، چې څه ورپسې ګرځې، ځه خپله لاره دې لنډوه. ښایسته څو چټک چټک ګامونه مې پورته کړل. مګر بیا مې زړه ته را پرېوته، نه چې سردرو ترور وي. ته خو په هغې ډېر ګران وې. تل به یې درسره ټوکې ټکالې کولې چې:

ـ هلکه ګلریزه! یوه لور مې ورکړه او دا بله تاته درکومه، ګوره چې په بل ځای کې لاس کې نږدې.

رښتیا هم په ما سردرو ترور ډېره ګرانه وه. هر وخت به مې زړه کېده چې ور کره ورشم. د هغې ښه سلوک په ما هم ډېره اغیزه کوله…..بېرته راوګرځېدم او د ویجاړې په لور روان شوم. زړه نا زړه مې ور وټکاوه، خدای شته سخت وجود مې ګرم شوی و او تر تاثیر لاندې راغلی وم. له لږ ځنډ وروسته ور بېرته شو. تورسرې په ډېر تریو تندي راته وکتل. غوټه شېبه غلې وه او په رډو رډو سترګو یې تر څار لاندې نیولی وم. بیا یې په تریو تندي وویل:

ـ څوک لټوې؟

په داسې حال کې چې شونډې مې له ډېرې وېرې لړزېدې، ړومبی مې خپلې شونډې په ژبه لندې کړې او بیا مې په نیولي آواز وویل:

ـ تاسې خو سردرو ترور نه یاستئ؟

هغه د کبچه مار په څېر تاوه راتاوه شوه، خپلې سترګې یې لاپسې برندې کړې او بې له دې چې زما د پوښتنې ځواب راکړي، له ما یې وپوښتل:

ـ ستا څه نوم دی او له کومه ځایه راغلی یې؟

لږ څه لاړي مې تېرې شوې او ځواب مې ورکړ:

ـ ګلریز یمه! دلته په پوهنتون کې لوست وایم.

لومړی یې په ځیر ځیر راته وکتل او کله یې چې یقین راغی، د سترګو ډنډونه یې ډک شول او ښایسته شېبه یې په دواړه مخه ښکل کړم او وروسته یې په ژړغوني آواز وویل:

ـ «میږي ته چې خدای په قهر شي وزرې وکړي». مونږ ته به هم خدای په قهر شوی و، له کور کلي ورکه شوم او بیا یې وروسته داسې پسې زیاته کړه:

ـ توبه خدایه! ګناهکاره شوم. نه داسې نده. ما پخپله په ځان کړي. رښتیا خبره ده چې « د غوایي دې لا بدل ورک شي، پاتې لا د پېغلو». او…..

وروسته یې خپلې اوښکې پاکې کړې، د پوړني پیڅکی یې چې سر ته راغلی و، بېرته په سر برابر کړ او خونی ته یې د تلو بلنه راکړه. خونی ته ننوتو، هغې په چالاکۍ سره یو تور چایجوش په هغو دری ډبرو چې نغری یې ترې جوړ کړی و، کېښود او د اور په بلولو شوه.

په خونه کې له ناستې سره سم په دې چرت کې شوم چې په سردرو ترور به کومې ستونزې راغلې وي. ولې یې سترګې د سر په کاسه کې ننوتی او قواغې ختلي؟ له بل پلوه مې د سردرو ترور دې خبرو هم توجه د ځان په خوا را واړوله چې ویې ویل:

ـ «میږي ته چې خدای په قهر شي، وزرې وکړي» او بله داچې « د غوایي دې لا بدل ورک شي، پاتې لا د پېغلو» او….

ما لا په ذهن کې د سردرو ترور دغه خبرې ښکته پورته کولې چې ناڅاپه او یودم مې چرت د څو کاله مخکې په لور وځغاستل او هغه وخت راپه یاد شو چې سردرو ترور تازه خپل زوی تور ته چې لا د ځوانۍ مرحلې ته نه و رسېدلې او لا ماشوم و، کوژده کړې وه. دا چې مور یې په خپل زوی ولې د تور نوم ایښی و، په دې خپله زه نه پوهیږم، ځکه تور خپله سپین رنګی هلک و، چې شنې سترګې یې درلودې.

سردرو ترور ګلشمه د تور په سر کې بدل کړې او د کریم خان دوئ سره یې د خپلوۍ مزي ټینګ کړي وو. د کریم خان زوی د سردرو ترور د زوی غوندې کوچنی و او که غلطي ونه کړم، نو د سردرو ترور لور ګلشمه راته د کریم خان د زوی ګل مرجان نه په عمر کې ډېره پخه ښکارېده او د کریم خان لور توراڼه مې لا نه وه لیدلې چې له تور سره به لګېده او که نه؟

په هر صورت د سردرو ترور او کریم خان د خپلوئ او د کوژدې ورځی ته راځو. رښتیا د سردرو ترور کور د خوړ دې غاړه او د کریم خان آغاړه و.

هغه ورځ مې هېڅکله له یاده نه وځي چې په پورې او را اورې کلیو کې دوه ډلې سازیانو مست سازونه غږول. که راپوری ونه خاندۍ، هسې خو هډو زما له هر څه نه زیات ساز او د سازیانو سندرې ډېرې خوښیږي. ښه مې په یاد دي چې هغه ورځ، کله به چې یوې ډلې سازیانو ساز بس کړو او دمه به یې ونیوه، نو زه به د سترګو په رپ کې دې بلې ډلې ته رارسېدلی وم. په هغه وخت کې زما لپاره د حیرانتیا خبره دا وه، کله چې یوې ډلې سازیانو ساز بس کولو، نو سندرغاړي د سندرې په پای کې دا لنډۍ غبرګه کړه: جنۍ وړه د یارۍ نه ده *** کم عقله موریې ورله سترګی توروینه.

کله چې دې بلې ډلې ته راغلم، سندرغاړي د ساز د مستو څپو سره نوموړې لنډۍ یو ځای کړه. خدای شته نوموړي لنډۍ سندرغاړي څو ځلې د ساز د مستو نغمو سره غبرګه کړه او زما داسی ګومان راغی چې کېدای شي د نوموړي سندرغاړي دغه لنډۍ ډېره خوښه وي او یا داچې ډېرې لنډۍ او ټپې یې نه دي زده.

سندرغاړو د زړه له جوشه او اخلاصه سندرې وویلې او د راټولو شوو نندارچیانو ښه سات تیر شو. کریم خان او سردرو ترور په ښه برم او دبدبې سره د خپلو زامنو کوژدې وکړې او د خپلوۍ کړۍ یې ټینګې کړې. ښه مې په یاد دي، هر یوه څو چاري وري څملولي وو او خلکو ته یې ناری ورکړی و. په هغه ورځ د ټولو په خولو همدا یوه خبره وه چې ښه د زړو په مینه یې کوژدې وکړې، خدای دې پرې پېرزو کړي. خدای دې له بدو سترګو ساتي. په دې ورځ په پورې او را اورې کلیو کې یوازې او یوازې د سردرو ترور او د کریم خان د زامنو د کوژدو خبرې کېدې او هر چا به دا خبره کوله چې یره هر څوک دې د دوئ غوندې کوژې وکړي، خپل د زړه زنګ یې وایسته. خدای ورکړې وه او پرېمانه یې مصرف کړه. یوې نیمې ښځې به دا هم پسې زیاته کره، چې که خدای پرې راضي و او ما زوی ته کوژده کوله، نو د خېره دغسې به وي. همداسې زما آرمان دی. او….

شپې او ورځې تیرېدې او د سردرو ترور او کریم خان راشه درشه لا پسې خوږېده. که به دې د کریم خان سره کوم ضروري کار و، او په کور کې به نه و، کولای دې شول چې پرته له لټون څخه یې د سردرو ترور کره پېدا کړې او په همدې توګه سردرو ترور نیسه. که به یو له دوئ کوم د پېرزوینې خواړه پاخه کړل، نو ضرور به یې هغه بل راغوښتلو او هغه به یې د هغه له ستوني تېرولو.

زمانه همداسې په منډو روانه وه او ورسره د سردرو ترور او کریم خان د خپلوۍ راشه درشه زیاتېده او په خوښۍ سره یې شپې ورځې تېرولې. د زمانې له منډو سره هلکان او نجونې هم را لوئیدل.

د هلکانو او نجونو له رالوئېدو سره یو ځای د کریم خان زوی ګل مرجان یوې بلې نړۍ ته ننوته. د چرسو چلم په نلۍ باندی خوله اېښودل خو ورته د خپل پلار او نورو لویانو نه پاتی وو، خو دومره وو چې د پرې انډیوالانو به یې کله ناکله پرې غږ کاوه ، چې په پیر دې رحمت شه، د خپل پلار نه یو قدم مخکې یې، د هغه پرتله د چلم لوخوړې زیاتې پورته کولې شې.

د آپینو (تاریاکو) او بنګو په خوړلو او د چاروالي، کم سایي او نورو دا شان سات تېریو سره یې نوې تجربې تر لاسه کولې او د چرسیانو او قماربازانو سره یې د دوستۍ رسۍ لاپسې ټینګولې. کله چې به بې پوټه شو او جیب به یې خالي شو، نو بیا به یې د هېچا په مال اسره نه کوله. د خپل کور د لوښو غلا او خرڅول خو پر ځای پریږده،آن دوه درې ځله د خلکو د مالونو په غلا کې نیول شوی او ډبول شوی و. داسې وخت به هم راغی چې د نشې او خمار لیونیو څپو به یې په سترګو سره پرده اچولې وه او د حیا او انسانیت له اډۍ نه به وتی و. ډېرې لږې ورځې به پیدا کېدې چې ګل مرجان به د خلکو په ژبه نه و. د ټول چم ګاونډ ترې کرکه پیدا شوې وه. په ځانګړې توګه نجونو او ښځو چې به په کومه کوڅه کې ولید، نو چغې به یې کړې، هغه دی لیونی راغی او بیا به یې په یوه تراټ کې هغه کوڅه خوشی کړې وه او تښتېدلې به وې.

هغه ورځ مې اوس هم سترګو ته نېغه ولاړه ده چې ټول کلی دغې انګازې په سر اخیستی و، چې ګل مرجان لیوني د کلي د ګل عمر بزګر لور ته لاس اچولی او د دغې پېښې له کبله کریم خان او ګل عمر دوئ داسې سره په کوتکو او څوباړو وهلي وو چې د چا خبره مړه سپي یې خندولي وو او سری کرۍ سره ناست وو. ګل مرجان په رښتیا هم نور سروپ لیونی شوی و او ټولو به ترې ډډه کوله.

د ګل مرجان له لاسه د هغه پلار او د هغه کورنۍ تر دوو سپیږمو راغلي وو. هر وخت به یې د پلار په خوله همدا یوه خبره وه چې خداې دې ګل مرجان ځوانیمرګ کړي، خدای مې دې نور طمعه طاعون کړي. په ولس کې یې هېڅ پت راته پرېنښود. نه پوهیږم څه وکړم ؟ دګل مرجان له دغه شان بې شرمیو نه ګلشمه داسې شوه چې د نجونو له سیالۍ ووته. هغه به کله چې د نجونو سره مخامخ شوه، نو یوې به بلې ته داسې په سترګو سترګو کې څه ویلې چې ګلشمه به یې خوړه، د هغې نیمې غوښې به یې اوبه کړې، رنګ به یې ژېړ وتښتېد او له ډېره شرمه به یې بې له څه ویلو هغه ځای پرېښود او روانه به شوه.

د ګل مرجان دغې دوامدارې او همېشنۍ وضعې لکه څنګه چې په چا آسماني کاڼی نازل شي، داسې یې د سردرو ترور لور ګلشمی په روحیاتو بده اغېزه وکړه او د کریم خان زوی ګل مرجان یې د تورې بلا په څېر له پامه بدې راغی.

ګلشمې به چې کله د ګل مرجان نوم د چا له خولې واورېد، لکه پیریان چې پرې راشي، داسې به یې ګونه بدله شوه او ګل مرجان ته به په ستغو سپورو سر شوه، بیا به یې هغه ځای خوشی کړ او روانه به شوه.

سردرو ترور د خپلې لور ګلشمې دغې وضعې ته حېرانه دېرانه وه. نه پوهېده چې څه وکړي؟ اخر د واده شپې ورځې یې رانږدې شوې وې. آما ګلشمه به د لیونو په څېر څیرې جامې، ببر سر، پښی ابلې او زېړه زبېښلې ګرځېده. داسې مالومېده چې له ټولو خلکو نه بې زاره ده. آن داچې له ځانه یې نفرت او کرکه پېدا کړې وه. مور به یې په زاریو او ننواتو ورته سر شوه او ورته ویل به یې چې، اخر دوست او دښمن لرو، کلیوال به څه وایي؟ په ولس کې مې مه شرموه. مګر ګلشمې کله منله.هغې به په اوله کې خپلې مور ته په رډو رډو وکتل او څه به یې ونه ویل، خو کله چې به یې د زړه نینې پخې او پولۍ به شوې، نو د خپلو وېښتانو په شوکولو به شوه او ورسره یو ځای به یې زیاته کړه:

ځان به زندۍ کړم خو ګلي(ګل مرجان) سره به خپل سر یوځای کې نږدم. د هغه نا شولته څېره مې خوري او…….

بیا به یې خوله آسمان ته ونیوه او په ګرېوانه کې به یې پنجې واچولې او نور بد رد به یې هم د ګل مرجان په تندي حواله کړل.

د ګلشمی بڼه او حالات له یوې ورځی نه بلې ته خرابېدل، رنګ یې الوته، د لالچ او لېونتوب نړۍ ته ورننوتله او له دې سره جوخت د ګلشمې او توراڼې د ودونو بندوبس روان و.

د واده ورځ راورسېده، دیګونه بار شول او ټول کلیوال، زاړه او ځوانان، ښځې او ماشومان، پېغلې او پېغلوټې او نور له لرې او نژدې کلیو رابلل شوي مېلمانه راټول شول. بیا هم د ګلشمې او توراڼې د کوژدو په څېر دوه ډلې سازیان په دېرو کې په ټغرو کېناستل. همداشان د سازیانو ګرچاپېره په زمکه د کوچنیانو لیکې جوړې شوې.

سازیانو د مستو نغمو او سندرو په ویلو پیل وکړ. د سازیانو مستي له یوې شېبې نه بلې ته لاپسې ډېرېدله او د ساز د مستېدو له کبله به د کوچنیانو لیکې لاپسې تنګېدلې. سازیان مستېدل، سندرې مستېدې، نندارچیان مستېدل، دواړه کلي مستېدل، د دواړو کلیوو د بامونو په سر راټولې شوې پېغلې مستېدې. هر څومره لری به چې د ساز د دې مستیو مستي او آواز د خلکو غوږونه تښنول، نو بیا به په ډېره چابکۍ سره د ساز دېرو ته رارسېدل. دومره خلک راجمع شوي وو چې د خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله پنځه شپږ کټونه مات شول.

د سازیانو د ساز او سوز او زړه راښکونکو غږونو خوند او مزې نندارچیان لاپسې مستول او لایې د هغوئ د زړه زنګ ویسته. ټول یې د خوښیو او مستیو نه د ډکو ولولوپه غېږه کې رانغښتي وو. ټول غوږ غوږ وو. په پورې او را اورې کلیو کې سازونه همداسې مست غږېدل چې په دې کې غږ شو:

ـ ګلشمه مړه شوه!

سازونه غلي شول. د پورې کلي خلک هم د ګلشمې دوئ کلي ته راپورېوتل. ګلشمې ځان زندۍ کړې و.

له څو شېبو وروسته هغه خلک چې د ګلشمې د واده په خاطر را ټول شوي وو، د پورې کلي له خلکو سره یو ځای د هغې جنازې پسې روان شول. د ګلشمې د مړینې لا یوه اونۍ نه وه تېره شوې چې سردرو ترور د شپې په تروږمۍ کې کډه بار کړې او نا مالومه ځای ته تللې وه.

د جلال آباد ښار- عسکري کلوپ

۱۳۶۸ – کال