کور / شعر / دماشومتوب وختونه

دماشومتوب وختونه

دماشومتوب هغه خواږه یادونه
چې مې په خیال کې کله کډه راوړي
نو په طبیعت مې یو مسکاخپره شي
وو عجیبه وختونه
مونږ کورکي کولو
په شین سحر کې دګلانوپه مخ
مونږه پکي نیولو
په مازیګر کې دبامونږ په سر
دبادپکو دپروازشور به شولو
هرچا به چیغې کړې چې زه مخکې شوم
دشورسپرلی خپور په هرکور به شولو
په خپل جومات کې مو درسونه ویل
چې داستاذ فکر به بل خواشونو
مونږبه یو بل ته اشارې کولې
په اشاروکې موقصې کولې
ناست خو به درس ته وو خو فکر به مو بل ځای کې وو
په یو ساعت کې به مو سل رنګه نخرې کولې
چې به استاذ ولیدو
شو به په قهر او دلختې په زور
یو څو ګوزاره به یې راخوشې کړلو
ویل به یې تاسې ولې درس نه وایۍ
تاسو ددرس په بهانه ساعت تیروۍ
مابه ویل استاذه
زه خو ووم غلی دا فلانی راته خبرې کوي
او ماله درس نه باسي
فلاني به هم خپلې بانې کولې
داستاذمخکې به یې
له ځانه شل رنګه کانې کولې
چې به جومات نه وتو
داسې شورونه به شو
لکه محبس نه چې بندیان خوشي شي
په هر پټي کې مونږه
دساعت تیرۍ لپاره
دکرکټ هررنګه میدان درلودو
تل به دلوبې په وخت
چې یو څوک وسوځیدو
نو په غصه به شولو
ویل به یې اوټ شوی نه یم
امپایر غلطه فیصله کړیده
بیا به دلوبې په وخت
چې یو سپین ګیری راغی
ویل به یې تباه شۍ ورک شۍ
زما شین فصل کې کرکټې کوۍ
بیا به یې مونږه ته یو منډه راکړه
دخپل مکتب نه دخلاصون په موخه
مونږ استاذان تیر باسل
چې به مکتب ته کله لانه ړلو
مونږبه بهانې کولې
بس یوه ستره بهانه
چې اوس مې هم یاده ده
مونږبه کوله مدام
استاذه نیا مې مړه وه
ځکه پرون رانغلم
خو په هر کال کې به مو
لس شل نیاګانې مړې شوې
های های رنګین وختونه
ډیرووحسین وختونه
خاونده بیا راولې
زما ګلورین وختونه
راته یادیږي ډیر ډیر
دخپل تمکین وختونه
اوس دځوانۍ په درشل
زه دماښام په تیارو
دمازیګر دزیړې وینې په رنګ
دزړګي غم کمووم
بس دی تمکینه پریده
نورې قصې مه کوه
واپس به نه شي چرې
دماشومتوب وختونه
بس یادوه یې لږلږ
دلیونتوب وختونه
دماشومتوب وختونه