د ايساف پوځي څرخکي بېړنۍ ناسته وکړه

د لراوبر اداره | اپریل 2nd, 2012


د ايساف پوځي څرخکي بېړنۍ ناسته وکړه
دناټو يوې پوځي هيليکپټر نن د افغانستان په ختيځ کي بېړنۍ ناسته کړېده ، په دې اړه ددوشنبې په ماښام لراوبر ته د ناټو لخوا په لېږل سوې خبرکي د پېښي تائيد کړئ دی خو د پېښي دقيق ځای يې نه دی ښوولئ . د خبرپاڼي له مخي د پېښي په ځای کي طالبانو فعاليت نه درلود او د الوتکي ټوله امله خوندي ځاي ته لېږدول سوي دي . ناټو وايي چي په پېښه کي چاته ځاني زيان نه دئ اوښتئ .
دولت او طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024