کور / رسنۍ / د پسرلي مجلې ۲۷ ګڼه له چاپه راووته

د پسرلي مجلې ۲۷ ګڼه له چاپه راووته

د پسرلي مجلې شپږم کال، پنځمه ګڼه او پرله پسې ۲۷ ګڼه له چاپه راووته


 په دغه ګڼه کې د نورو ليکنو او شننو تر څنګ تر ډېره په افغانستان کې د ايران او پاکستان پر لاسوهنو ليکنې خپرې شوي دي


د دغې ګڼې پر لومړۍ پښتۍ  د ولسي جرګې د غړي ډاکټر رمضان بشردوست تصوير او پر وروستۍ پښتۍ يې د ژوند ژوند لوی افغانستان له شعار سره د افغانستان د بيرغ په رنګ سينګار شوی د مخ انځور دی


د لا تجزيه شوی که لوی افغانستان تر عنوان  لاندې په سر ليکنه کې  د هيواد روان سياسي حالات، په هېواد کې  دننه  د ايران او پاکستان لاسوهنې او د ځينو کړيو غير افغاني کړنې تر بحث لاندې راغلي.


په سر ليکنه کې راغلي ( پاکستان غواړي، چې افغانان په خپلو کې سره اخته وي. که دغه خپلمنځي  اختلاف د کمونيست او مجاهد وي، که د مجاهد او طالب وي، که د تاجک او پښتون وي او که د شيعه او سني وي؛ خو بايد افغانان سره په يو نظر او يو ټغر راټول شي. دې ځای کې نو په اوسني افغانستان کې د فدرالي نظام غږ يا ددې غږ تر سيوري لاندي د تجزيې شومې هڅې  کول، له پاکستان سره مرسته ده. په کار خو داسي ده چې دغه خلک که چېرې طالبانو ته رښتيا هم د پاکستان لاسپوڅي وايي؛ نو په هيواد کې دې خپلې سياسي کړنې په هغو لارو تر سره کړي، چې افغانستان ته ګټه ولري او پاکستان پرې وځورېږي، نه دا چې د خپل ځان د واک د پاتي کېدو په تمه داسي هڅې وکړي چې يوازي د پاکستان په ګټه وڅرخي.)


د دغې ګڼې لومړۍ ليکنه (لوی افغانستان څنګه را منځ ته شو) د اسرار احمد خان د کتاب پر لپسې څلورمه برخه ده.


 


د ليکنې په لومړي سر کې راغلي ( ډیورنډ ليکه د افغانستان ختيځه او سهيلي ډېفېکټو پوله ده. اوږدوالی يې ۲۶۴۳ کيلومتره ده. لیکه له يوه سره د يوه يوه قام په مينځ کې تېره شوې ده يعني په هر ځای کې يې يو قوم په مينځ وېشلی. ټاکنه يې ځيني ځايونو کې په طبيعي بنسټونو شوې او په ځيني ځايونو کې په طبيعي بنسټونو شوې او په ځيني بې له کوم طبيعي ارزښته شوې. دا لیکه نه په يوه ځانګړي پير کې ټاکل شوې او نه په ټاکلو ځايونو ټينګه پاتې شوې، بلکې د وخت په تېرېدو يې له خپل لومړني حالته  بدلون موندلی)


ليکوال وړاندې وايي: ( له ګلګت او افغاني کشميره رانيولې د اباسين په څنډه څنډه تر هاغې چې اباسين د هند په درياب کې لوېږي د افغاني ولسونو او د لوی افغانستان ختيځه پوله ده، چې په  سیاسيي لحاظ يې ټاکنه لوی احمد شاه بابا کړی وه، دغه پوله په افغانستان کې د راپېښو خپلمنځي ستونزو او په سيمه کې د انګرېزي استعمار د شتون له کبله په خپل ځای پاتې نه شوه او د وخت په تېرېدو لويديځ خوا ته راخوځېدلې.


همدا راز پسرلي په دغه ګڼه کې د ولسي جرګې له غړي او د هيواد د سياست له پېژندل شوې څېرې؛ رمضان بشردوست سره د ډیورنډ، د افغانستان د اوسنيو سياسي حالاتو او د هغه  د شخصي او سياسي ژوند په هکله مرکه کړې.
 


بشردوست ددغې پوښتنې په ځواب کې چې ډيورنډ څه ډول پېژنﺉ  وايې: ډيورنډ زموژ کور دی، زموژ خاوره ده.


همداراز د مرکې په يوه برخه کې وايي:( زه چې کله د پلان وزير وم، قرقين ولسوالۍ کې د امو د سيند غاړې ته تللی وم. خلکو راته ويل، چې بشردوست صيب له سينده پورې چې ګورې هغه زموژ خاوره ده؛ خو اوس پکې د ازبکستان عسکر دي. هلته يوه زړه کشتۍ ولاړه وه، ما کړه، چې اخوا زموژ سيمه ده، نو راځﺉ چې لاړ شوو، بيا ولسوال، امنيه قومندان او خلکو راته وويل چې اخوا مه ځه، چې هغوﺉ ډز کوي. ما ورته وويل، چې زما وينه؛ خو د امين لوګري او د ميوند د ملالې له وينې با ارزشه نه ده. بيا زه اخوا لاړم، پخپله خاوره مې چکر وواهه، نو ازبکانو غوښتل، چې په ما ډز وکړي؛ خو مخکې له ډز کولو يې له خپل مرکز  څخه دستور غوښته، چې دلته يو کس راغلی او وايي، چې د افغانستان يو وزير دی او زموژ پر خاوره قدم وهي. دوی بيا زموژ له خارجه وزارت سره تماس نيولی و او خارجه وزير د کرزي دفتر ته ويلي و. لږ وخت وروسته د سوريا ټيليفون له لارې ماته زنګ راغی، چې کرزی صيب وايي، چې ولې موژ ته  ستونزه خلقوې، د نورو په خاوره کې ګرځې. ما ورته وويل، چې دا زموژ خاوره ده، نو زما پر عقيده پر هغه خاوره، چې يو وخت د سلطان محمود غزنوي او احمد شاه بابا بيرغونه جګ و، هغه زموژ خاوره ده. يوه ورځ که خدای ج ماته قدرت راکړيو زه غواړم چې بېرته د افغانستان برخه شي.


دغه ګڼه کې د سريزي تر څنګ دغه ليکنې، لوی افغانستان څنګه جوړ شو- څلورمه برخه، ډيورنډ، منونکې که ماتېدونکي کرښه، سوله، بد بيني او درزونه، د بلوڅو مبارز او افغان دريځ، د ډیورنډ او د افغانستان د اوسنيو حالاتو په اړه له ډاکټر رمضان بشردوست سره مرکه، د ايران لاسوهنې او افغان هويت، څرنګه د مذهبي تاوتريخوالي مخه ونيسو، سلطان شهاب الدين غوري- لسمه برخه، خپرې شوي.


د پسرلي مجلې دغه ګڼه د ګويته انسټيټوټ په مالي ملاتړ چاپ شوې ده


 


 


پسرلی مجله د هيواد له کابل، ننګرهار، غزني، خوست، کندهار،کويټه، پکتيا، بلخ،پېښور، کندز، بغلان او د نورو ولايتونو له بېلابېلو کتابپلورنځيو  څخه تر لاسه کولای شﺉ


په هر ولايت کې د پسرلي مجلې د تر لاسه کولو د پاره په لاندينيو پتو اړيکې  نيولای شﺉ



احساس
د اړيکي شمېرې: ۰۷۹۹۸۳۳۳۳۸  ،  ۰۷۰۸۱۹۸۱۹۷


 


Zahsass.2@gmail.com